(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستان دطالبانومرسته کوي

[01.Feb.2012 - 19:31]

ډیوه; صداقت جان: افغانستان کې میشته د نړي والو ځواکونو ائتلاف آئیساف یو افشا شوې رپوټ کې په پاکستان الزام لگولی دی چې د طالبانو په خفیه توگه مرسته کوي.
د آئیساف دغه خفیه رپورټ د برطانيي ټائمز ورځپاڼې او بې بې سي لیدلی دی چې پکې وویل شوې د پاکستان استخباراتي اداره آئي ایس آئي د افغان طالبانو مرسته کوي او یاغیان دا یقین لري چې په کال ٢٠١۴کې افغانستان نه د نیټو ځواکونو د بیرته تگ ورستو د هغوي گټه یقیني.د آئیساف دغه خفیه دستاویز د ۴٠٠٠ نیول شوو طالبانو او د القاعده غړو د اختنو پوښتنو په بنیاد تیار کړی شوی دی.
د پاکستان د خارجه دفتر چارواکو طالبانو سره د آئي ایس آئي د مرستې رپورټو ردکړې دي او وئیلي دي چې اسلام آباد افغانستان کې د لاس نه وهلو په تگ لاره ولاړ دی او د نوروهیوادونو نه هم طمعه لري چې په دغه اصول دې په کلکه اوردیږي.
د نیټو په مشرۍ کې د نړي وال پوځي ائتلاف ترجمان د رپورټ د موجودگۍ تصدیق کړی دی خو وئیلي رپورټ په جنگ کې د پرمختگ تجزیه نه ده.
طالبانو سره د پاکستاني استخباراتي ادارې د مرستې رپورټونه په داسې وخت راښکار شوې دي چې د پاکستان خارجه وزیره حنا رباني کهر د افغان صدر حامد کرزي سره د خبرو اترو د پاره کابل ته رسیدلې ده. د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان د سولې عالي شورا مشر برهان الدین رباني په یوه ځانمرگي حمله کې د وژل کیدو ورستو د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو کې تاوتریخوالی موجود دی. افغان چارواکو وئیلي وو په ښاغلې رباني حمله په پاکستان کې میشته وسله والو کړې ده خو پاکستان دا خبره ردوي.
د حنا رباني کهر د دورې نه څو ورځې وړاندې د افغانستان د خارجه وزارت ترجمان وئیلي وو دا د دواړو هیوادونو په تعلقاتو کې نوی پړاؤ دی.
ویل کیږي چې دواړه هیوادونه طالبانو سره په سعودي عرب د خبرو اترو په موضوع هم په شریکه کار کوي. دا کوششونه د هاغه مزاکراتو نه جدا دي چې د طالبانو او امریکا په منځ کې په قطر کې د پیل کیدو رپورټونه يي راغلې دي.

طالبانو د افغان حکومت سره د خبرو نه انکار کړی دی او د صدر حامدکرزي حکومت يي د گډاگۍ ادارې په نوم یاد کړی دی. او د شورو په ورځ طالبانو اعلان کړی دی  چې د افغان حکومت سره په سعودي عرب کې د امن د خبرو اترو هیڅ اراده نه لري.
امريکا وئيلي دي طالبانو ته قطر کې دسياسي دفتر پرانستو اجازت ورکولو او  دهغوي سره دامن او جوړجاړي عمل ته دودې ورکولو هڅو کې  يو څه پرمختگ شوى.
افغانستان او پاکستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي مارک گراسمين دسيمې  ددورې څخه په واپسۍ واشنگټن کې وائس اف امريکا سره خبرو کې وويل  ددغو امريکائي سفارتي هڅو يواځينى مقصد د افغاني ډلو ترمينځ خبرو اترو ته لاره برابرول دي.
خو امريکائي اسازي نيغ په نيغه ددې اعتراف کولو څخه ډډه وکړه چې  امريکا طالبانو سره خبرې اترې کوي، " که چرې ما ستاسو ددغه پوښتنې ځواب درکړو نو تاسو به ډير حيران شئ، خو په دې لړ کې چې مونږ کومې هڅې هم کوؤ دهغه يواځينى مقصد دامريکائي سرچينو په کارولو سره دافغانستان دراتلونکي په اړه دافغانانو پخپلو کې  دخبرو اترو ډاډگيرنه کول دي"
 
مارک گراسمين وويل ترکي، سعودي عرب، متحده عرب امارات، هند، قطر او دافغانستان داوسنو سفرونو په مهال  دهغه دخبرو اترو بنيادي مقصد هم  دافغانستان دامن او جوړجاړي عمل مخ په وړاندې بوتللو سره  ټول اړونده  فريقين په باور کې اخستل وؤ.
"
خو په قطر کې  په سرکاري وگه دطالبانو ددفتر پرانستو څخه وړاندې څه کار  کول اوس هم پاتې دي، طالبانو ته په دې لړ کې دواضحو بيانونو او قطري چارواکو ته دافغانانو( حکومت) سره دتماس نيولو ضرورت دى، زمونږ کار په دغو هڅو کې مرسته کول دي، او زما په فکر مونږ په دې لړ کې لږ ډير پرمختگ کړى"
 
دامريکا ځانگړياستازي ددې تاثر نفي وکړه چې دامن او جوړجاړي عمل څخه دصدر حامد کرزي حکومت بهر ويستل کيږي، هغه وويل  که چرې افغانان ددغه عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره  دطالبانو ددفتر سعودي عرب کې  دجوړولو خواهش لري نو په دې څوک اعتراض نۀ شي کولى  ځکه چې دخپل راتلونکي فيصله به پخپله افغانانو ته کول وي.
مارک گراسمين وويل  طالبانو سره دخبرو اترو دپيل کيدو څخه وړاندې امريکا هيڅ شرطونه نۀ دي ايښي،" خارجه وزيرې هيلري کلنټن تير کال دفرورۍ مياشت کې اعلان کړى ؤ امريکا به طالبانو سره په دريوؤ غوڅو شرطونو خبرې کوي  چې پکې القاعده سره اړيکې پرې کول، تشدد پريښودل  او دښځو او اقليتونو حقونو ته ددرناوي لرلو پشمول  دافغانستان داساسي قانون احترام شامل دى، خو دا دوخت څخه وړاندې خبره شرطونه نۀ دي بلکې غوڅ شرطونه دي  او هغه کلنټن واضحه کړې چې څوک هم دجوړجاړي دعمل برخه جوړيدل غواړي هغوي ته به دغه شرطونه پوره کول وي"
 
دافغانستان مستقبل کې دپاکستان کردار گراسمين زيات مهم وگرځولو او وې وئيل چې دپاکستان پرته دافغان ستونزې دپرامنه هواري سوچ هم نۀ شي کيدى، ځکه چې دگاونډي هيواد په توگه پاکستان ددغه عمل برخه ده.
هغه دپاکستاني حکومت له لوري امريکا سره په اړيکو نظرثاني ديو ازاد او خپلواکه رياست په حيثيت دپاکستان حق وگرځولو او وې وئيل چې  دمستقبل اړيکې په خپل مينځي درناوي بنياد لرل پکار دي  او هيله کوي پاکستان سره به په شريکه کار دوامداره ساتلى شي.
د پاکستان دبهرنو چارو وزيرې حنا رباني کهر  دشورو(چارشنبی)په ورځ  وئيلي دي  پاکستان په افغانستان کې کومه خفيه ايجنډا نۀ لري.
 
د پاکستان دبهرنو چارو وزيرې حنا رباني کهر  د نيټو  هاغه راپور مسترد کړو چې پکې ادعا شوې وه  افغانستان کې طالبانو ته  د پاکستان پوځ د استخباراتي شبکې ائي ايس ائي څخه نيغ په نيغه  مرسته ترلاسه کيږي.
حنا رباني کهر د نېټو راپور رد کړو او وې وئيل " دا هاغه ادعا وې دي چې  څو ، څو ځله شوي، پاکستان دهاغه هر گام  ملاتړ کوي چې افغان حکومت يې دامن لپاره اخلي.
 
کهر وويل "  مونږ په افغانسان کې کومه خفيه ايجنډا نۀ لرو"
 
دپاکستان خارجه وزيرې حنا رباني کهر دشورو په ورځ کابل کې  خپل افغان سيال زلمي رسول سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال  دنيټو راپور  ته ستراتيژيک ليک  ووئيلو او زياته يې کړه چې  دا تورونه داسې لکه  " زاړۀ شراب چې  دهغې څخه هم په زوړ بوتل کې واچول شي"
 
رباني کهر مطبوعاتي کانفرنس ته وويل " مونږ دافغانستان ازادۍ او خپلواکۍ ته کومه پيښه خطره دپاکستان وجود ته څيلمه خطره گڼو"
کهر وويل  پاکستان او افغانستان ته  په باور بنياد لرونکو اړيکو په لوري کتل پکار دي.
دافغانستان  خارجه وزير زلمي رسول په دغه مهال وويل  که چرې سنجيده سيمه ييزه همکاري شتون نۀ لري نو په سيمه کې به امن هم نۀ راځي.
هغه وويل پاکستان دافغانستان دامن په عمل کې يو مهم کردار ادا کوي، " زۀ هيله کووم درباني کهر  دوره  ددواړو گاونډي هيوادونو ترمينځ  دښو اړيکو اغاز دى.
له دې وړاندې  برطانوي ميډيا دطالبانو دبنديانو په رايو مشتمل  د نيو ديو خفيه دستاويز تفصيلات ښکار کړي او وئيلي دي چې  افغانستان کې  تندلارو ته په بين المللي پوځونو دخونړو بريدونو لپاره دپاکستاني پوځ دادارې انټر سروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) نيغ په نيغه مرسته ترلاسه ده.
 
دپاکستان دخارجه دفتر وياند عبدالباسط دغه تورونه په سختۍ سره رد کړي او وئيلي يې دي چې "دا (تورونه ) غيرسنجيده دي ځکه چې مونږ افغانستان کې دنۀ لاس وهنې په اراده قائم يو"
دخارجه دفتر وياند وويل  چې دغه رپورټ دتبصرې قابل نۀ دى.
عبدالباسط وائي "په افغانستان کې داوږدې جگړې له امله مونږ ته زيات زيان رسيدلى، باثباته او پرامنه افغانستان زمونږ په گټه دى او مونږ ددې څخه ښۀ خبر يو"
داطلاعاتو ترمخه دائتلافي ځواکونو يو وياند ليفټننټ کرنل جمي کمنگز دخفيه دستاويز  دحقيقت پخلى کړى خو دهغه په قول دا په افغانستان کې دروانو کارروائيو دتجزيې برخه نۀ ده.
"
دبحث لاندې دغه دستاويز دطالبانو دبنديانو درايو مجموعه ده، دا کومه تجزيه نۀ ده او نۀ هم دا دغسې گڼل پکار دي"
دبرطانوي  ورځپاڼې " ټائمز اف لندن " ترمخه دا  زيات خفيه رپورټ دامريکائي پوځونو دنيټو دلوړپوړي قيادت لپاره  تيره مياشت جوړ کړل شوى ؤ، په کابل کې امريکائي سفارت خانې په دې اړه دتبصرې څخه ډډه کړې.
Source: Deewa Radio

- ډیوه
بېرته شاته