(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ګومل کي پښتومشاعره

[24.Jan.2012 - 14:02]

 
 رپورټ : رفيع ا لله مندوخېل
                       دشيخ طوطي باباادبي ټولنې ګوملې له خوادخراسان ادبي کاروان ږوب دشاعرانوپه وياړدګوملې په تاريخي سيمه کي يوه درنه اوپرتمينه مشاعره وسوه . چي په کي دګوملې، ټانک، ملېزی، پنيالې، کړي حيدر، مغزي، پاي، عمرخېل اونوروسيموپه سلګونه شاعرانو، ليکوالانواودادب مينه والوګډون درلود .
دمشاعرې صدارت دخراسان ادبي کاروان ږوب دصدرمحمدطاهرخوږمن هوتک پرغاړه وو،اومشرمېلمه دمينځنۍپښتونخوامرکزي  ادبي ټولنې  پنيالې مشرحکيم محمدامام وو . دسټېج چارې محمدشفيع آرماني پرمخ بيولې . پردريځ ياسټېج محمدايوب بورا، حاجي عبدالرحمن، هيبت خان هيبت، عبدالسلام داغي، اخترمسرور، رفيع الله مندوخېل او محمدايوب انجم هم ناست وو .
مشاعره دقرآن کريم دڅومبارکوآياتونوپه تلاوت سره پيل سوه، چي له هغه وروسته دټانک دسيمې تکړه اوځوان شاعرحاجي عبدالرحمن راغليومېلمنوته تودهرکلی ووايه  .
له دې وروسته دشعرونولړۍ پيل سوه،
اومحمدشفيع آرماني، نعمت الله ملنګ، مطيع الله طراز، شرافت علي شاهد، جمعه خان مشکور، اعجازخاکي، عصمت الله مچن خېل، عبدالباسط سيماب، رضوان مچن خېل، عالمګيرمسرور، محمدرفيع پرېشان، بشيردېوانه، مزمل امام، عباس خان عباس، کليم الحق کليم، قطب شاه، حاجي عنايت الله، نظرخان نظر، عبدالسلام داغي، محمدايوب انجم، محمدايوب بورا، حاجي عبدالرحمن، اخترمسرور، هيبت خان هيبت، حکيم محمدامام اومحمدطاهرخوږمن هوتک خپل خواږه شعرونه دادب مينه والوته واورول  .
دمشاعرې په پاي کي دمشاعري صدرمحمدطاهرخوږمن هوتک دګوملې پرتاريخ اودخلګوپرمېلمه پالنې څوخبرې وکړې، اودشېخ طوطي باباادبي ټولنې دمشرتابه اوملګرويې زښته زياته مننه وکړه . چي ديوې پرتمينې غونډې اومشاعرې ضمينه يې مساعده کړې وه .
مشاعره چي دماښام پراته بجې پيل سوې وه، دشپې دوې بجې پاي ته ورسېده.
Rafiullah Mandokhail
[email protected]
 
 
- مندوخېل
بېرته شاته