(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچاخان ټول ژونددپښتنودسوکالئ لپاره وقف کړی ؤ

[20.Jan.2012 - 20:47]
دباچاخان  بابا د تلین په یاد
باچاخان ټول ژوند د پښتنو د سوکالئ لپاره وقف کړی ؤ:علیخان محسود
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر ښاغلی علی خان محسود، د پښتنو دستر مبارز مشر ارواښاد فخرافغان باچاخان  بابا د تلین په مناسبت  وویل چی: بابا خپل ټول ژوند د پښتنو  خپلواکئ ، ابادئ  اوسوکالئ لپاره  وقف کړی و، د پښتنو د حقوقو د لاس ته راوړلو لپاره ئی له پنځه دیرش کلونو  نه زیات د انګریزانو او دپاکستانیانو په زندانونو کې تېرکړی  چې په  نړئ کی به دده په شان  بل کوم مبارز دخپل ولس لپاره دومره کړاو نه نه وی ګاللی.  
ده زیاته کړه چی باچاخان  پښتنو ته د علم، پوهی او زده کړی ترڅنګ د   پښتنو په وطن کي دتل پاتی  امن لپاره د عدم تشدد روښانه لار پریښودی اودده فلسفه د محکومو او محرومو اولسونو د قامي سياست لپاره د ملا د تير حثيت لري او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ) هم د باچاخان  د عدم تشدد د غورځنګ یوه برخه ده چی  لر او بر پښتانه پکی په یو ټغر کی راټول شوی او دباچاخان بابا مبارزه مخ په وړاندی بیائی.
 پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDPیوازینی ګوند دی چې د پښتنو رسالت ورپغاړه دی او د پښتنو د حقوقو ریښتینی استازیتوب کوی،د پښتنو د حقوقو د لاسته راوړلو لپاره ئی نه ستړی کیدونکی مبارزه کړی او کوی ئی.
ښاغلی علی خان محسود،د بابا په مبارزه پوره پوره رڼا واچوله ، ده وویل PSDPبه  لکه د تل په شان د باچاخان بابا او رهبر تحریک خان عبدالولی خان کار نامي اویاد په یادغونډو او تازه ساتی.
- زمونږخبریال
بېرته شاته