(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خیبر: بمی چاودنه،ګڼ بیګناه پښتانه شهیدان

[10.Jan.2012 - 13:27]
ډیوه/مشال: ۱۰جنوری۲۰۱۲
په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کېنن د ۲۰۱۱ کال د جنورئ په لسمه نیټه  دنهې(سه شنبي)په ورځ يوې زوردارې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه 35 کسان وژل شوي او د60ؤ څخه زيات ژوبل دي، چی میرمنی او ماشومان پکی هم شامل دی  
 مقامي چارواکو او عيني شاهدانو ددغه پيښې په اړه وئيلي دي دغه چاؤدنه  دپيښور څخه 25 کلو ميټره دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ دجمرود سيمې په مرکزي بازار کې  موقعيت لرونکي دبسونو اډه کې  ترسره شوې، چې په نتيجه کې يې  گڼ شمير گاډي تباه شوي او دپيټرولو يو پمپ ته يې هم زيان رسولى.
 په خيبرايجنسۍ کې يو لوړپوړي انتظامي چارواکي  شکيل خان ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل  چاؤدنه کې 35 کسان وژل شوي او 69 ژوبل ديچې دهغوي څخه د11ؤ حالت مرگونى دى.
 يو بل انتظامي چارواکي مطهر زيب وويل چې  دبريد هدف  تر دې مهاله په ډاگه نۀ دى خو  دقبائيلي مشرانو وينا ده چې  دبريد هدف  ديو حکومت پلوه قبائيلي لښکر زخه خيل غړي وؤ او دغو کسانو دچاؤدنې په مهال  پيټرول پمپ څخه پخپلو گاډو کې  تيل اچول.
مطهر زيب وائي چې  دابتدائي اطلاعاتو ترمخه  دا يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه وه او بم دمسافرو په يو پک اپ کې ايښودل شوى ؤ. په وژل شوؤ  کې  دخاصه دار فورس درې غړي هم شامل دي، ژوبل کسان دعلاج لپاره دپيښور او جمرود روغتونونو ته رسول شوي.  په سملاسي توگه ددغه بريد مسؤليت چا په غاړه نۀ دى اخستى ديو رپورټ ترمخه تير کال 120 چاؤدنې ترسره شوې او په هم دغه هومره شمير کې  2010م کې هم چاؤدنې شوې وې.  دتيرو څو اوونو راهسې په قبائيلي سيمو کې  دتشدد پيښو کې  زياتوالى راغلى،  تيره ورځ په قبائيلي سيمې اورکزو ايجنسۍ کې  د10ؤ پاکستاني عسکرو او يوه اوونۍ دمخه شمالي وزيرستان څخه د15ؤ پاکستاني عسکرو مړي ترلاسه شوي وؤ.د عبدالله په نامه یو تن د سترګو لیدلي  حال کې وايي چې هیڅ په پته یې پوه نشو چې چاودنه څنګه وشوه،خو دلته دومره بې ګناه خلک ووژل شو چې له غوسې د یوه کس ډوډۍ خوړلو ته خوا نه کېږي.نه پوهېږو چې له موږ سره دا ظلم ولې روان دی،غټ کفر راسره روان دی،موږ خو څه کافران نه یو،مسلمانان یو ،پنځه وخت لمنځونه کوي.ټول اپرېدیان نر او ښځې واړه زاړه ټول ددغه پېښې غندنه کوو.ډېر بد حالات روان دي خدای مو دې له دې ناورینه خلاص کړي.
ریاض اپرېدی د سترګو لیدلي حال کې وايي چې له چاودنې وروسته هر لوري ته د انسانانو د بدن غړي پراته وو،خلکو هلې ځلې کولې چې ټپیان هسپتالونو ته ورسوي.د جمرود ډېر پرامنه علاقه دهودا بریدونه له بهره راغلي خلک کوي او موږ حکومن ته دا وايي چې دا بهرنیان بیرته خپلو سیمو ته وشړي.زموږ د خلکو نسل کشي روانه ده.
په جمرود کې د نسوارو یو دوکاندار عرب شاه وايي،یو موټر ولاړ وو او د خاصه دارو موټر ورته هارنونه ورکول چې په دغه ساعت کې چاودنه شوه او یو ویر ګډ شو. خیبر په بیا بیا د بمي بریدونو او چاودنو ښکار کېږي،  تر دې یوه اونۍ وړاندې د روانې میاشتې په دریمه نېټه د لنډي کوتل په باچاخان چوک کې د ليويز له اډې سره چاودنې یو خاصه دار ،یو لیویز او یو عام وګړی ووژلی او ګڼ نور یې ژوبل کړي وو. د مشال رېډيو  خبريال وايي  نن سهار شاخوا نهه بجې د افغانستان د پکتيکا ولايت مرکز کې د مخابراتو ادارې ته يو شمېر ډله ايزه ځانمرګي بريد کونکي ننوتي او او ادارې په  وره کې ولاړ  دوه پوليس وژلي او دوه یې ژوبل کړي دي.او له همدې ودانۍ پر نورو سرکاري دفترونو ډزې کوي.
د پکتيکا ولا يت  د والي وياند مخلص افغان وايې په څلورو تنو  ځانمرګو  بريد کونکیو کې یې دوه وژلي  دي.
طالبانو د دې پړه پر غاړه اخستې او وايې چې افغان امنيتي سرتېرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې.
ځینې راپورونه وایي، چې له حمله کوونکو طالبانو څخه درې تنه یي وژل شوي او یو تن یې اوس هم د ښرنې د مخابراتو اداره کې د پولیسو پر ضد مقاومت کوی
بلخوا د ننګرهار ولا يت امنيه قومندانۍ  وايي  چې پرون سهارپه جلال اباد ښار کې هم دوه بمي چاودنې شوي دي چې په کې اووه کسان ژوبل شوي دي.  سید شاه سقیم - کندهار
 د هلمند ولايت دولتي چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولايت په مرکز لښکر ګاه کې يې د پلټنو پر مهال زرګونه کيلو ګرامه چاوېدونکي توکي نيولي دي.
دوى وايي د لومړنيو پلټو په اساس چاودېدونکي توکي له پاکستانه هلمند ته راوړل شوي وو او وسله والو غوښتل وروسته يې نورو سيمو ته هم ولېږدوي
د هلمند د والي وياند داوود احمدي مشال راډيو ته وويل چې
د چاودېدونکيو توکو زېرمه د لښګر ګاه په خشکابې سيمه کې د ملي امنيت کار کوونکيو موندلې ده.
دى وايي :په کشف شوې زېرمه کې سل دانې پېنځوس کيلويي ګونۍ امونيم نايټريټ ، پېنځه ګونۍ فولادي رنګه چاودېدونکي توکي چې د سړک د غاړې ماينونه ورڅخه جوړېږي. او درې ميټره پريمکاټ چاودېدونکى مزى شامل دي.
احمدي وايي کشف شوې زېرمه  دايساف د هوايي ځواک پر مټ له مېنځه وړل شوې ده.
د ده په خبره د چاودېدونکيو توکو زېرمه د ملا جبار په نامه د وسله والو يو قومندان جوړه کړې وه او چاودېدونکي توکي ورته د ملا ذکي په نامه يو کس له پاکستانه راووړي وو څه مودې وړاندې په کندهار کې هم پوليسو د پاکستان پولې ته څېرمه په زياته اندازه امونيم نايټريټ نيولي وو چې افغانستان ته راوړل کېدل.
امونيم نايټريټ کېماوي سره ده چې په پاکستان کې جوړېږي خو په افغانستان کې بيا وسله وال طالبان ورڅخه  د سړک د غاړې لپاره ورڅخه ماينونه جوړوي
Source: Deewa and Mashaal Radio.
- زمونږخبریال
بېرته شاته