(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبان د امریکا دښمنان نه دي

[31.Dec.2011 - 23:04]
ډیوه 01,01,2012د افغانستان صدر حامد کرزی د امریکا مرستیال صدر جوزف بائیډن د هاغه بیان هر کلې کړې دی چې ویلي وؤ طالبان د امریکا دښمنان نه دي.
د جوزف بائیډن په بیان په  امریکا کې دننه چې په افغانستان کې د تېرو لسو کالنو د طالبانو یاغیتوب ختمولو لپاره جگړه کوي اعتراضات شوي وؤ.
صدر کرزی چې په کابل کې یوې دستورې ته وینا کوله  وویل« مونږ خوشاله یو  چې امریکا اعلان وکړو چې طالبان د دوي ښمنان نه دي. د دغه اعلان وروسته به د افغانستان خلکو ته امن او ثبات ترلاسه شي» .
افغان صدر په دې خبرې هم سلا شوې دې که امریکا په قطر کې د طالبانو سره رابطو لپاره د طالبانو دفتر جوړوي نو دوي په اعتراض نه لري تر څو چې افغان حکومت په دغه عمل کې شریک وي . نېوزویک سره مرکه کې د امریکا مرستیال صدربائیډن په طالب جنگیالو زور ورکړې ؤ چې القاعده سره دې خپلې اړیکې ختمې کړي.
د ښاغلي بائیډن وینا وه « مونږ په  داسې حالات کې یو که افغانستان  د هغه خلکو لپاره چې امریکا او د هغه ائتلافبانو ته یې پخوا نقصان رسولې یا په راتلونکي رسولې شي خوندي ځاې نه جوړیږي نو مونږ لپاره دا پوره ده» .
په ورستیو اونیو کې د طالب جنیگالو سره د سولې خبرو اترو رپورټونه مېډیا کې مخې ته راغلې دي . په سېپټمبر میاشت کې د افغانستان د سولې اعلی شورا مشر او پخواني صدر برهان الدین رباني د وژنې سره د امن خبرې اودریدلي وې.
صدر حامد کرزى د رباني د وژنې وروسته په یوه مرکه کې ویلي وؤچې په هيواد کې  د سولې او ثبات د ټينگښت دپاره  دطالبانو په گډون ټولو اړخونو سره  خبرو ته  چمتو دى  خو  کوم خلک چې ځانمرگي بريدونه کوي ، هغوي سره به  خبرې نۀ کيږي.
 
بلخوادد قبایلي سېمې خېبر ایجنسۍ نه د قامی اسمبلۍ غړې او پخوانې وفاقی وزیر حمیدالله جان افریدي ویلی چې په قامي اسمبلۍ کې یې د فاټا یا قبایلي سېمې ځان له صوبه جوړولو لپاره یو قرارداد جمع کړې دې.
د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړۍ مرکه کې نوموړی وویل چې د فاټا گرینډ الائنس او د قبایلي سېمو د اولس په مطالبه یې دغه قرارداد   قامی اسمبلۍ اسېکټریټ کې جمع کړې دې. نوموړی وویل چې د ایم کیو ایم مشر الطاف حسین او د جمعیت علماء اسلام مشر فضل الرحمن ورته ویلي چې د دوي قرارداد به مرسته کوي.
ښاغلی افریدي وویل چې د عوامي نیشنل پارټۍ نه علاوه گمان نه کوي چې کومه بله سیاسي ډله به ددغه قرارداد مخالفت وکړي.  د یوې پوښتنې په  ځواب کې نوموړی ادعا وکړه چې په قامي اسمبلۍ کې د فاټا 11 غړو کې ورته د نهه غړو مرسته ترلاسه ده او دوه غړي د سیاسي گوندونو سره تعلق لري نو د هغوي په اړه څه ویلې نشي.
د حمېدالله جان افریدي سره دا مرکه په اسلام اباد کې د ډیوه ریډیو خبریال پېر ولایت شاه کړې یې تاسو هم اوریدې شۍ.
د پاکستان په مرکزي حکومت کې شامل او په خېبر پختونخوا صوبې کې د واکمن عوامي نېشنل پارټۍ صدر اسفندریار ولي خان ویلي چې کوم خلک د ډرون بریدونه د هېواد د خپلواکۍ پرضد گرځوي باید هاغه خلک بهرني ترهگرو هم غندنه وکړي چې د پاکستان په خاوره کې پټ دي.
د نېشنل پارټۍ مشر دغه وینا په مردان کې د یوې دستورې ته کړې.
نوموړي وویل چې دا وخت په د هېواد سیاسي مشران او نور غړي چغې وهی چې د امریکې ډرون حملۍ او د خارجي هیلي کاپټرو یا پوځیانو لخوا د پاکستان کې ترهگرو پرضد کاروائی د پاکستان خپلواکۍ سرغړونه ده.
خو باید  دغه کسانو ته د هغو ترهگرو پرضد هم غږ پورته کول پکار دې څوک د دریو لسېزو راهسې د پښتنو په خاوره پراته دي او پښتانه وژني.
اسفندیار ولي خان په خپله دغه وینا کې نور څه ویلي تاسو یې هم د ډیوه ریډیو خبریال ریاض حسېن په دې رپوټ اوریدې شۍ.
په قبایلي سېمو خېبر او شمالي وزیرستان کې د خالی په ورځ بمي چاودنو کې څلور ماشومان او دوه عسکر وژل شوي دي.
د رپورټونو ترمخه د خېبر ایجنسۍ په لنډي کوتل سېمه  کې بمي چاودنې کې د سکول دوه ماشومان ووژل شول او د لسو ماشومانو په گډون 13 کسان ټپیان شوي دي.
سرچېنې وایي چادونه د یو ځاېي قبایلي مشر ملک رسول خان حجرې سره  نزدې هاغه مهال وشوه چې کله دغلته یوه جرگه روانه وه.
ژوبل کسان د علاج لپاره نزدې د خېبر ایجنسۍ روغتون ته رسول شوي دي.  بلخوا د قبایلې سېمې شمالي وزیرستان ځاېي چارواکي وایي چې د امنیتي ځواکونو یو گاډې دته خېلو نه مېرانشاه ته روان چې په بویا کلي کې د دوي گاډې د سړک په غاړه په  ښخ کړل شوي یو مائن وروختو.
چارواکي زیاتوي د چاودنې له امله دوه عسکر وژل  شوي دي او گاډې په مکمل توگه تباه شوې دی.
 
د پاکستان په قبائيلي سيمو کې اکثر د سړک په غاړه مائنونه  د  د امنيتي ځواکونو گاډو ته ايښودل کيږي او يا هم د تندلارو لخوا امنيتي ځواکونو گاډي په ريموټ کنټرول بمونو الوځول کيږي
- ډیوه
بېرته شاته