(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ليكونه له منځ نه

[06.Nov.2005 - 22:26]
د لوى خداىج په نامه
درانه مشر ښاغلي ډاكټر كبير ستوري او د پښتونخوا مجلې كاركوونكيو ته! ښې هيلې، سلامونه او دعاګانې! دا چې د پښتونخوا د خپرونې په رالېږلو مو ونازولو، ډېره ډېره مننه. منلى ډاكټر صيب! زمونږ ناكامې هلې ځلې هم د پخوا په شان روانې دي. دا چې څه به كېږي او يا به څه ترې جوړېږي يواځې رحمان خداىج پوهېږي. د ناوړو شراېطو باوجود مونږ تر خپلې وسې خپل تاريخي رسالت او مسئوليت ته متوجه يو. (د پښتني فرهنګ د ودې او پراختيا ټولنه) د ملي هدف د سرته رسولو په دې ډېره كږه وږه اوږده لاره كې لالهانده، ستړې او ستومانه روانه ده. پښتانه دې ژوندي وي، دوى له خپل ربج سره تعهد كړى دى، چې په ګډ ملي كاروان كې به چې د ټولو ګډ ملي هدف دى هېڅكله يوځاى نشي. هر يو هسكه غاړه يواځې روان دى. همدا يې اصلي وجه ده، چې رټل كېږو. ماته د وردګو ټوكه راپه زړه شي، چې ويلي وو:كورت خو هماغه كورت دي، خو مزه يې باران وړې ده. زمونږ د ګوربت د فرهنګي ټولنې د خپرونې (ګوربت) پنځه كاله پوره شول. مونږ په ډېرو خواريو د خپل لاس په تڼاكو او د اولاد په نفقه، د پښتون قوم د غږ جګولو لپاره ډېر ښكلى ممبر جوړ كړ او ډېر ښه مو پرانېست، چې پشتانه به د حق او خپلو حقوقو غږ ترې جګ كړي. مونږ د وجدان پر حكم خپل تاريخي رسالت ادا كړ، خو پښتون نه يواځې دا چې د بل ورور پشتون ملاتړ نه كوي، كتاب لوستلو ته هم ډډه نه لګوي. د بېلګې په توګه: د پښتني فرنګ د ودې او پراختيا ټولنې په پنځو كالو كې 25 كتابونه چاپ او وړيا يې ووېشل، ځكه پښتو كتاب خرڅلاو نلري. كه د ګوربت مجله مې نه واى راايستلى اوس به د كتابونو شمېر سلګونو ته رسېدلى واى، ځكه د ګوربت هره ګڼه د پنځو كتابونو د چاپ لګگشت غواړي. تر نن پورې داسې پښتون ورور غږ ندى كړى، چې دا لس روپۍ زما له خوا. په 2004 كال كې ګورپت، ملي هنداره او ګودر درې واړه په ټوله نړۍ كېي اته (8) پښتانه ګډونكوونكي لري، نو ژوندي دې وي پښتانه. د پښتني فرهنګ د ودې او پراختيا ټولنې په ملاتړ دوې نورې خپرونې، چې يوه يې "ملي هنداره" او بله د پښتني خوېندو د كلتوري ټولنې خپرونه "ګودر" هم خپرېږي. يعنې ملي هېنداره هره مياشت، "ګوربت" هرو دوو مياشتو او "ګودر" په هرو درېيو مياشتو كې له چاپه راوزي. د پښتني فرهنګ د ودې، ګوربت، ګودر او ملي هندارې وروستۍ نوې خپرونې ستاسو مخې ته ږدم. هيله ده په خپلو لارښوونو او نيوكو مو ونازوئ، چې خپلې ناسمې پرې سمې كړو.
په ډېر درنښت محمد اّصف وردګ
***
راته ډېر ګران او محترم مشر كبير ستورى صيب او نور ملګرو د مينې ډك سلامونه قبول كړئ. هيله لرو چې تاسو ټول به روغ او جوړ يئ. ماته ستاسو له خوا د پښتون سوشل ډيموكريټيك ګوند اورګان "پښتونخوا" ملاو شو. ډېر خوشحاله شوم چې تاسو زه ياد كړم. ډېره زياته مننه! تشكر مهرباني. ستاسو د سرګرميانو او فعاليت نه خو په څه ناڅه شكل خبرېږو او ډېر زيات خوشحاله كېږو. مونږ د افغان پښتون وطن سره تعلق لرونكي په ډېر لوى تعداد كښې د سندهـ په خاوره خصوصاً په كراچۍ كښې اّباد يو. زمونږ اكثريت د كارګر او مزدور طبقه سره دې. زمونږ خلق دلته د مختلفو مسائلو او مشكلاتو سره مخامخ ژوند تېروي، خو يوه لمحه هم د خپل وطن او وطن د خلقو نه غافله نه دي، خو هغه د پشاور او كوئټه د قام پرست مشرانو نه ډېر ستړي او بېزاره دي، ځكه چې دغه خلق د خپل ضرورت دپاره د كراچۍ محنت كش پښتانه د خپل سياسي ګټو دپاره چه كله ضرورت ګڼي استعمالوى او بيا غائب شي. په اقتدار كښې د پېښور او كوئټه نه باهر نه راوزي چې كله ئې اسلام اّباد مسترد كړي او د اقتدار نه ئې محرومه كړي، نو بيا د كراچۍ مخه كوي. د كراچۍ د اولس د احساساتو او جذباتو خيال نه كوي. كراچۍ ډېر حساس ښار دى او د مختلف ژبو او ملتونو خلق پكښې پراته دي چې د دوى په مابين كښې سياسي معاشي تضادات كېږي. زمونږ اولس په يو معمولي واقعه هم ډېر مايوسي او محرومي محسوس كوي او ځان فوراً لاوارثه ګڼي. دلته د يوې باشعورې طبقې خو دا يقين دى چې د پښتون اولس ارمانونه پوره كول صرف د "بر" افغانانو كاروي او د "لر" مشرانو او سياسي ګوندونو نه بالكل نااميده دي. د اولس خواهش دى چې په "بر" وطن كې دې په هر حال قرار او سكون راشي نو بيا د نورو پښتنو معاملې به هغوى حل كوي. نور زما ذاتي خيال دى چې پښتانه په يوځائې كښې هم داسې په نوم قام پرست او لبرل سياست منلو ته تيار نه دي چې پكښې د وطن حقيقي مينه او ضد استعمار جذبه نه وي. بدقسمتۍ نه په پاكستان كښې قام پرست سياست تش د خپلې فيوډالي مفاداتو او ګټو دپاره شوى دى، ځكه د هغه سياست خلقو مسترد كړى دى. بل زه ستاسو توجه د پېښور او ټولې صوبې د معاشرتي ساخت طرف ته ګرزوم چې دلته د پښتون نوم او نعره د يو خاص خلقو دپاره وهلى شوې ده او د اولس لويه برخه په مختلفو نومونو او شكلونو د پښتون د لفظ او كليمې نه باهر كړى شوې دى او دا لفظ دومره تنګ كړى شوى دى، چې د وطن ټول خلق او اولس په دې كښې نشي ځايېدلى. دا معامله ډېره زياته شوې ده او هم دا مسئله او معامله زمونږ د قام پرست مشرانو د غير سنجيدګۍ د وجه پيدا شوې او ورځ په ورځ زياتېږي. تاسو په دې هم غورر وكړئ او د معاملې په ژوره د جاج اخيستلو دپاره په دې مسئله او معامله ځان پوه كړئ. د افغانستان معاشره قبائيلي ده او هلته دا مسئله نشته يا د نشت برابره ده خو د پېښور او ټولې صوبې معاشره فيوډالي (جاګيردارانه) ده او طرز يې مكمل د هند د نورو جاګيردارۍ معاشرو سره يو كړى شوى دى. همدغه وجه ده چې د صوبې ګڼ شمېر خلق د قام پرستو په ځاى د ملك ګير سياسي جماعتونو يا مذهبي جماعتونو سره په ضد قام پرست جماعتونو اړيكې لري. ددې معاملې او مسئلې هم څه سد باب پكار دى كنه دا مسئله به هم خراب اثرات جوړوي او زمونږ دښمنان به يې په خپله ګټه استعمالوي. نور ستاسو د ګوند او ملګرو د فعاليت او اتفاق دپاره دعاګو يو او دعاګو يو چې ستاسو كار دې د ټولو پښتنو او خواريكښ انسانانو دپاره ښه سباوون راوړي. دعاګو يو چې پښتون اولس دې په يو مركز راغونډ او د نړۍ د نورو ملتونو سره سيال شي.
دا چې د اّمو چپې غورځنګ كوي خو زور لري پـــخپله خاموشۍ كښې اباسين دننه شور لري نشته لــــــــر او بــــــــر پــــــــــــــه افغــــــــانانو كې داسې چــــــې څوك كړي مخونه تــــــــور لــــــــري.
په درناوى ستاسو كشر ملګرى فضل منان باچا (ايډوكيټ) معرفت غفور شاپ، فرنټير كالونى، 3 ميټروول روډ سائټ، كراچۍ
- عزيز سرشار
بېرته شاته