(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخان لالااوغنی خټک دکتابونومخکتنه وشوه

[20.Dec.2011 - 14:18]
 
پښتونخوا: د پېښور ترقي پسند مصنفينو او پښتو عالمی کانګرس په زیار د ۲۰۱۱ع کال د ډسمبر د میاشتي په دولسمه  (۱۲)  نیټه  د دوشنبی په ورځ د سهار په لس ( ١٠)بجې،  په پېښور پرېس کلب کې،د پښتون قامي وحدت ستر لارښود او دپښتنو سیاسی او روحانی مشر ښاغلی محمد افضل خان (خان لالا) د کتاب د «منزل په لور» او د ښاغلی غني خټک د کتاب «خوشال دننګیال او سردرو په لټون کی » د کتاب مخ کتني پرتمینه غونډه جوړه کړه. د سټیج چاری ښاغلی حمید الرحمن نادان او فریدون خان تر سره کولی
غونډه  د قران کریم د څومبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ښاغلی محمد افضل خان لالا او ښاغلی غني خټک د کوربنو په ټوګه د سټیج سر ته راوغوښتل شو،او د غونډی مشري (صدارت)ښاغلی سعدالله جان برق صیب په غاړه ؤ.
ښاغلی ډاکتر راجولی شاه خټک ،ښاغلی میا افتخار حسین ، ښاغلی افضل خاموش، ښاغلی مرتضی شاهین، ښاغلی شهاب الدین ختک، ډاکتر یار محمد مغموم، انجنیر اصف علی خان او بیرسټر باچا صیب د میلمنو کرسیو ته راوبلل شو.
په غونډه کی په ځانګړی ډول ښاغلی محمدافضل خان لالا سړیتوب (شخصیت) په نظمونو، شعرونو او وینا ګانو وستايل شو اود غونډی وینا والو   په خپلو ویناوؤ او شعرونو کی د خان لالا د ټولو هڅو ستاینه او قدردانی  وکړ او خان لالا ته ئی د لوی خدای له درباره د ډیر عمر غوښتنه وکړه.
په غونډه کی ښاغلی علی اکبر سیال، ډاکتر یارمحمد مغموم ،ښاغلی میا افتخار حسین ، ښاغلی لیاقت سیماب، ښاغلی شهاب الدین خټک، انجنیر اصف علی خان، ښاغلی شبیر خان دراني، ښاغلی پروفیسر اسیر منګل، ښاغلی ؤدود اشنغری، ښاغلی خان لالا، ښاغلی غنی خټک، ښاغلی سعدالله جان برق ویناوي وکړی.
د کتابونو په هکله ګڼو پوهانو،لیکوالانو او شاعرانو د خپلو نظریو څرګندونه وکړه او ددی کتابونوچاپ او دا کتابونه ئی د پښتنی کولتور په بڼ یوه بله اضافه وبلله، او دداسی  نوروکتابونو  په لیکلو دچاپ کولو  په ارزښت ئی زور  واچاوه او دا کتایونه ئی د پښتون قوم د نوی  او راتلونکی نسل لپاره ډیر ارزښتناک وبلل. غونډه  د مازیګر په پنځه بجو پای ته ورسیده.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپل دروند قامی ،ولسی او روحاني مشر او د پښتون قامی وحدت ستر لارښودښاغلی خان لالا  ته د منزل په لور  دکتاب د چاپ کیدو او قام ته ددی ارزښتناک کتاب وړاندی کولو مبارکی وائی .
اودغه راز  ښاغلی غنی خټک ته د  «خوشال دننګیال او سردرو په لټون کی » د کتاب د چاپ مبارکی وائی