(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درحیم غمزده په مړینه دPSDPد غمرازئ پيغام

[16.Dec.2011 - 22:49]
په ډیره خواشینئ سره مو خبر تر لاسه کړ چی د پښتو ژبې وتلې سندرغاړې ښاغلی  رحیم غمزده د اوږدې ناروغۍ وروسته د نزدې  75 کالو په عمرد روان ۲۰۱۱ ع کال د ډسمبر د میاشتی په ۱۵ مه نیټه د جمعی په  ورځلدی فانې نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټي کړی
رحیم غمزده د تېرو دریو کالونوراهیسی د مرئ  د کېنسر یا سرطان په ناروغئ  اخته ؤ او د جمعې په ورځ د ننگرهار په یو روغتون کې پحق ورسېد.
انالله وانا الیه راجعون
ارواښاد رحیم غمزده دپښتو ژبی نومیالی سندرغاړی ،کمپوزر ،شاعراو ممثل  ؤ چی د هنر په ډګر کی ئی دډیرو نوښتونو سربیره د پښتنی کولتور د بډایني لپاره ئی دپښتو موسیقي په شرقی، غربی او هندی نوی تالونو سره غني کړی وه.
ارواښادرحیم غمزده  نزدې شپېته کاله  د هنر په نړۍ  کې پاتې شوې ؤ. ملی سیاسی نظر ئی درلود د خپل قام او هیواد دابادئ اوسوکالئ لپاره ئی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی دی اوخپلوسندروته ئی دمينې ،ورورولئ پښتنې رنګ ورکړی ؤ.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoon SocialDemocratic Party (PSDP)د ارواښاد رحیم غمزده مړینه پښتنی کولتور او ټولو پښتنو ته نه جبران کیدونکی ضایعه بولی، دکورنئ خپلوانو ، دوستانو  او مینه والوسره ئی پدی دروند غم کی ځان شریک ګڼی.
روح دی ښاد وی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
 
 
د ارواښاد غمزده صیب دمرکی لپاره دلته ټګ ورکړئ
 
 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ارواښاد غمزده د مړینی په اړوند د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواشینی پیغام
نيټه: ۱۶-۱۲-٢٠١١ /۲۵-۹-١٣٩٠ کابل - افغانستان
په خورا خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی د هیواد نامتو شاعر او سندرغاړی رحیم غمزده د سرطان د ناروغی له عمله د ۷۵ کالو په عمر نن د جلال آباد په روغتون کی د دی فانی نړی خه سترګی پټی کړی.
انالله و انا الیه راجعون
ارواښاد رحیم غمزده د خپل ژوند ډیر کلونه د هیواد د موسیقی او هنر په خدمت کی د ډیرو رنځونو او ربړونو سره تیر کړل او د ځان څخه یی ښه او د قدر وړ ادبی او هنری اثار و ولس ته په میراث پری ایښی دی.
د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنه د ارواښاد رحیم غمزده مړینه یوه لویه هنری او کلتوری ضایعه بولی، ارواښاد ته د لوی خدای (ج) د دربار څخه مغفرت، کورنی او دوستانو ته یی جمیل صبر غواړی.
روح دي ښاد وي
غرزي خواخوږی
د ټولني مشر
د ارواښاد رحيم غمزه د مړيني له امله د خواشينئ پيغام
ارواښاد استاد رحیم غمزده هغه ویاړلې او برمیاله څیره وه، چې د ده تل پاتی غږ او هنرد اوریدونکو او لیدونکو په زړونو کې منګولې شخوي او خپل ځانته یې راکاږي. دی د موسیقې په آسمان کې ځلانده ستوری وو، او په کلونو کلونود بزمونو مشال وو.
ارواښاد استاد رحیم غمزده پنځه اویه (۷۵) کاله مخکې د ننګرهارولایت دخوګیانیو په ولسوالی کې زیږیدلی وو.
ده له کوچینوالي څخه د موسیقې له هنر سره ځانګړې مینه لرله او په شپاړلس کلنې کې یې د موسیقې دهنر په زده کړو پیل وکړ، او دمحلي موسیقي سره یې زیاته مینه درلوده.
ارواښادغمزده صاحب په رادیو او تلویزون کې د یوسلوپنځه شپیته(۱۶۵) په شاووخوا کې آهنګونه ثبت کړي دي، چې د زیاترو آهنګونو کمپوزونه ده خپل جوړکړي دي. دی دکنسرتونوپه اجرا کولو کې د مقاماتو له خوا نمانځل شوی وو، او ډیرزیات سوغاتونه یې ترلاسه کړي وو. ده دخپل ژوند شپیته (۶۰) کاله عمر د افغاني موسیقې په خدمت کې تیر کړی دی. دی نه یوازی، چې دموسیقې دهنر یو تکړه هنرمند وو، بلکې ښه شاعرهم وو.
په خواشینۍ سره، دغې نامتوهنرمند، د (۱۳۹۰)لمریزکال د لیندې د میاشتی په (۲۵) نیټه دجمعی په ورځ د(۷۵) کالو په عمر کې د جلال آباد په ښار کې له دې فاني دنیا څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
انا الله واناالیه راجعون
د ده مړینه زموږ دهیواد لپاره او په ځانګړي توګه د موسیقې دهنرپه ډګر کې یوه ستره ضایعه ده.
زه نه یوازی پدې مناسبت دزړه له کومې خپګان او ژوره خواشیني څرګندوم، بلکې د ده کورنۍ او څپلوانو ته دصبراو تسلیت مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) څخه ده ته د فردوس جنت غواړم.
شاعر وایي:
چې پیدا شوی تا ژړل خلکو خندل
داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي
په ډیر درنښت: انجنیرعبدالقادر مسعود
- Aziz Sarshar
بېرته شاته