(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دارواښاد حداد په مړينه د غمرازئ پيغاونه

[16.Dec.2011 - 21:55]
د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوندPSDP دغمرازئ پیغام
 
په ډیره خواشینئ سره مو خبر ترلاسه کړ چی د افغان ملت ګوند پخوانی مشر  ښاغلی قدرت الله حدادا  لدی فاني نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی
تاریخپوه ،لیکوال،سیاستوالاو ژورنالست ارواښاد  قدرت الله حدادفرهادپه یوه  درنه اوسیاسي کورنئ کی پیداشوی اودافغان سوشل ډیموکراټیک پارټئ( افغان ملت ګوند)د بنسټ ایښودونکی  ارواښادغلام محمد فرهاد ورورؤ .
ارواښاد  قدرت الله حدادپخپله   هم د سیاست د ډګر وتلی لوبغاړی ؤاود افغان افغان ملت ګوندمشرپاتی شوی دی. 
ارواښادحدادد پښتو پښتونولئ سره بی کچه مینه لرله چی له همدی امله ئی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټي) د مشرانو سره ډیری نزدی اړیکی لرلی
ارواښاد  حدادصيب  د پښتو ژبی  او پښتني کولتور د بډایني لپاره د مرګ تر اخری سلګئ پوری بډی رانغتی وی  دخپل قلم توره ئی تل تیره ساتلی وه. ګڼ شمیر ارزښتناکی لیکنی  ئی په بیلا بیلو مجلو، ورځپاڼو او  ویبپاڼو ی خپري شوی دی.
له  ده څخه  مونږ ته  ګڼ ارزښتناک پوهنیز  کتابونه راپاتی دی، چی د ده یاد به تل تازه ساتی او پښتون قام به دده خدمتونو ته تل په درنه سترګه ګوری.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) دارواښاد  قدرت الله حدادمړينه ټول پښتون قام ته لويه ضايعه بولی ، دارواښاد کورنئ، خپلوانو ،دوستانو  او سیاسیي ملګرو سره په دغهدروندغم کې ځان شريک ګڼي.
جنت فردوس دی په نصیب شی
په درناوی
نصیر ستوری
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندجنرل سیکرټری
 
د افغان ملت ملی مترقی ګوند د غمرازئ پیغام
د افغان ملت ګوند رهبر ، ملي شخصيت ، دروند پښتون مشر ، تاريخ پوه  ، ليکوال او دنورو ډيرو ښو صفاتو خاوند قدرت الله حداد په ناڅاپي توګه ددې فاني دنيا سترګې پټې کړې .
انا لله و انا اليه راجعون
د حداد صاحب مړ ينه ټولو افغانانو ، د نړۍ ټولو پښتنو او په خاص ډول د افغان ملت مترقي ګوند لپاره ستره او نه جبران کيدونکې ضايعه ده . حداد صاحب د تيرو پنځوس کلو راهيڅې د افغانستان د پت او عزت ، په هيواد کې د ديموکراسۍ د تحقق او د پښتو او پښتنو د حقوقو خوندي کولو لپاره په ډيره ميړانه او جرات هراړخيزه مبارزه کوله . د نيږدې پنځلس کلو د تحقيق او زيار نه ورورسته يی د افغان ملي تاريخ کتاب تکميل کړ چې دا يی په ټول افغان او پښتون ولس لوی احسان دی .
 حداد صاحب د تيرو څو کلو راهيڅې په مسلسله توګه هره ورځ د افغانستان د شانداره  تاريخ او روانو چارو په اړه يوه مقاله په ويب پاڼو او اخبارو کې نشروله تر دې چې يوه ورځ هم پکې قضايی نه وه راغلې.  حداد صاحب خپل ټول ژوند د دين وطن او افغان ملت خدمت ته وقف کړی وو . دده په مړينه ټول وطنپال افغانان او په خاص ډول پښتانه ويرجن دي او په پښتون قيادت کي لويه خلا را منځته شوې. ارواښاد قدرت الله حداد او ارواښاد شمس الهدا شمس دواړه د يوې ليارې ملګري وو او نن دواړه زمونږ ترمنځ نشته خو کارنامې او يادونه به يی تل له مونږ سره وي .
د مرحوم حداد صاحب  زامنو ښاغليو ايمل فرهاد ، ولي فرهاد ، منصور فرهاد او ټولې محترمې کورنۍ ته د زړه له کومې دغمرازۍ مراتب وړاندې کوم  او حداد صاحب ته د خدای (ج) له درباره جنت الفردوس غواړم
.
د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشر
انجينير اجمل شمس
 
دساپي پښتوخيړنواوپراختيامرکزپيښور د غمرازئ پیغام
دافغان ملت سترلارښود اودافغان ملي تاريخ اوملي فلسفې راژوندي کونکي تاريخپوه قدرت الله حداد دافغانستان په وخت بيګاماښام دامريکا په ورجينياښارکي ومړارواښادقدرت الله حداد دزياتې مودې راپديخواناروغه و اوسره له ناروغۍ يې هره ورځ دافغانستان په ملي تاريخ اوملي فلسفه دساپي ويبپاڼې ته ليکنه کوله ددي فاني دنيانه دتل لپاره ولاړقدرت الله حداد د افغان ملت ګوند د موسس غلام محمد فرهاد، چې په پاپا مشهور و، ورور و قدرت الله حداد، چې له اره د میدان اوسېدونکی و، د ۱۹۳۰ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په کابل کې زېږېدلی.
قدرت الله حداد په ١٣٣٠ ل هـ کال د انيس په جريدې کې کار کړى، بيا د ښاروالۍ په رياست کې د پامير جريدې خپرول ورته سپارل شوي، وروسته د اقتصاد د جريدې مرستيال شوى دى.
ښاغلى حداد ((فرهاد)) څلور کاله د ژورناليزم کورس ولوست، رسمي سند يې ترلاسه کړ او د رحمان بابا لومړنۍ جايزه ور په برخه شوه، بيا د سرې مياشتې د تبليغاتو مدير شو، لس کاله يې ماموريت کړى او د پښتو ملي ژبې ښوونيز کورسونه يې هم چلولي دي .
په ١٣٤٥ ل هـ کال کې د ((افغان ملت)) د جريدې مسوول چلوونکى وټاکل شواو د ملي پيدايښت پر ارزښتونو يې د مشرانو اندونه راټول کړل. د ده د کار په بهير کې ((افغان ملت)) جريده دوه ځلي مصادره شوې او دى محکمې ته غوښتل شوى دى.ښاغلي حداد دوه يمه درجه مطبوعاتي جايزه هم اخيستې او د ټولنيزو، کلتوري او تاريخي څېړنو تل ته ورکوز شوى دى. هغه وخت چې د افغان سرې مياشتې د تبليغاتو مسوول و د ايران زلزله ځپلو ته يې پنځه ويشت زره ډالره نغدي مرسته رسولې او هلته يې له ايراني تکړه ليکوال علي دشتي او شاعر رهي معیري سره کتلي او د پښتو ژبې په باره کې يې ورسره بحثونه کړي دي.
په ١٣٥٠ ل هـ کال کې د بنگله دېش نړيوال سيمينار ته لاړاو د سولې د ټينگولو په بحث کې یې برخه واخیسته. دغه راز يې په کلکته کې د مهاجرو کمپونه لیدلي دي .
په ١٣٥٧ ل هـ کال کې د ثور د خونړۍ کودتا پر مهال اتلس مياشتې بندي شو؛ خو په تقدیر کې یې هلته مرګ نه و لیکل شوي، ژوندى ترې راووت. په ١٣٦٠ ل هـ کال کې پېښور ته مهاجر شو
کله چې له پېښوره کلېفورنيا ته مهاجر شود افغانان وپرپېښو، اندېښنواو تاريخي شتون يې ((د افغان ملي تاريخ)) دوه ټوکه د پښتو او پښتنوخوا خوږو ته وليکل او ((د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز)) پر لگښت چاپ او خپاره شول چې د لوستونکيو له تاوده هرکلي سره مخامخ شوي دي .
خداى بخښلې حداد دناروغتياپر وخت خپلې کورنې ته ويلي وو که امکان يي درلود خپلې خاوري ته مې ورسوئ اوکه تاسې ته زياته مشکله وه نوپه ويرجينياکې مې خاوروته وسپارئ دا اوس نده خرګنده چي کورنې به يي څه ډول تصميم نيسي دساپي دپښتوخيړنواو پراختيا مرکزبنسټوال امام الدين ساپي ،دهغه کورنۍ او ددفترټول کارکوونکي يي په مړينه دارواښاد دکورنۍ سره داغم شريک بولي

اروايي ښاده
دساپي پښتوخيړنواوپراختيامرکزپيښور
- زمونږحبریال
بېرته شاته