(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په سټوکهولم کې محمد طارق بزګر وویاړشو

[16.Dec.2011 - 21:51]
 
د زلمو پاڅون ټولنې په نوښت، د ژمنې سره سم د ۲۰۱۱کال د ډيسمبر په لسمه په سټوکهولم کې د ګران هیواد افغانستان د ویاړمن فرهنګي شخصیت او نومیالي ژورنالیست ښاغلي محمد طارق بزګر په درناوۍ ، ستاینغونډه جوړه شوه. دې غونډې کې د سويډن د مالمو ښار او د سټوکهولم له بېلا بېلو کمیونونو څخه افغانانو ګډون کړی وو.
ډیری ګډونوال د هیواد ځوان پښت وو. یو شمیر يي د زلمو پاڅون ټولنې غړي او په ټوله کې د هیواد راتلونکي علمي او فرهنګي شتمني ده چې پخپل ګډون سره يي غونډه لا پرتمینه کړې وه.
د راغلو میلمنو په منځ کې ښاغلی حبیب الله غمخور له مالموښار څخه دې غونډې سره د مالمو میشتو افغانانو د یووالي او پیوستون بېلګه انځور کړې وه.
غونډې ته د ناکې کمیون (Nacka kommun) د لوړ ښوونځي (لیسه) په کنفرانس هال کې تیاری نیول شوې و چې د زلمو لخوا په پوره نظم او ترتیب سره مخې ته بیول کېده .
غونډه په یوه بجه د ښاغلي قاري واسع لخوا د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پيل شوه ، ورپسې د افغانستان ملي سرود وغږول شو .
روسته ښاغلي انعام هوسا چې د غونډې د کوربه توب چارې يي پرمخ بیولې ، ښاغلي محمد طارق بزګر، ښاغلي حبیب الله غمخور او ښاغلي سرلوڅ مرادزي ته بلنه ورکړه چې د غونډې په دریځ (لوژ) کې خپلو ځایونو ته ولاړ شي . ورپسې ښاغلي هوسا  د پاڅون ټولنې یو مشر غړي نصرت الله ننګرهاري ته بلنه ورکړه چې د ټولنې په استازیتوب میلمنو ته ښه راغلاست ووايي او د زلمو پاڅون ټولنې په اړه د غونډې برخوالو ته لنډ مالومات ورکړي .
چې د ښاغلی ننګرهاري له خبرو وروسته د ناروې څخه د ښاغلی قریب الرحمن سعید پیغام ولوستل شو.
د غونډې ویاند ښاغلی سرلوڅ مرادزی ته بلنه ورکړه چې مایک ته راشي چې ښاغلی مرادزي د سټوکهولم د استوګنو په استازیتوب يي ښاغلي بزګر او د غونډې نور ګډونوالو ته هرکلی او ښه راغلاست ووایه . نوموړي د بزګر صاحب د ۲۳کلن ویاړمن فرهنګي خدمت ستاینه وکړه. هغه ، ښاغلی بزګر د هیواد ملي ګټو او د افغانانو ملي یووالي ته ژمن شخصیت وباله او د مهاجرت په شرایطو کې يي د ښاغلي بزګر په نوښت او میړانه د د عوت د جریدي او په را روسته کې ورسره د بریښاپاڼې په بریا چلولو کې د نوموړي هڅې او زیار د قدر وړ وګڼه. هغه په وینا کې زیاته کړه، دا چې بزګر صاحب غواړي نږدې راتلونکې کې په پښټو ملي ژبه یو نړیوال تلویزیون فعال کړي او په دې لار کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي ، داسې زیار يي د ټولو افغانانو زړه ته لار کړي .
د ښاغلی سرلوڅ مرادزي له عالمانه او هر اړخیزو خبرو وروسته د فرانسې څخه د دروند استاد روستار تره کي پیغام د غوندې ګډونوالو ته واورول شو.
له دې روسته یو زیات شمیر پیغامونه چې د نړۍ له بېلا بېلو هیوادونو او لویو وچو څخه د هیواد دردمنو لیکوالانو، شاعرانو، ژورنالیستانو، د ادبي او فرهنګي ټولنو مشرانو او استازو د ښاغلي بزګر په ویاړ او درناوۍ رالیږلي وو او په هغو کې د بزګر صاحب ۲۳کلن فرهنګي هڅې او د ژورنالیزم په ډګر کې د نوموړي د زیار او هاند ستاینه شوې، د ځوانانو لخوا غونډې ته یو په بل پسې په لاندې ډول چې په اوږدو چک چکو بدرګه کیدل په لاندې ډول ولوستل شول.
ښاغلي سیف الرحمان شیرزاد د ښاغلي پوهنمل رحمت ځواکمن پيغام له هالنډ څخه
ښاغلي بشرکار د ښاغلي حاجي ولي محمد ( ګلستان ) پیغام  له کوټې څخه
ښاغلي همایون ننګرهاري د نیک هدایت ځاځي پیغام
ښاغلي سمندر خان د ښاغلي انجینر فضل احمد افغان پیغام له کاناډا څخه
ښاغلي جاوید مومند د عمر پاڅون  پیغام له جرمني څخه
د مالمو څخه د ډاکټر حکمت الله حکمت پیغام
د مسکو څخه د ښاغلی امرالدین شعر د بزګر په ویاړ ولوستل شو
د کابل څخه د ښاغلي قدرت الله هېوادپال پیغام
د بلژیک څخه د ښاغلی امین باوري پیغام
د اوکراین د ادیسې ادبې ټولنې پیغام
له دې سربېره د وخت د کمښت په لامل د یو شمیر نورو پیغامونو لنډيز د غونډې د چارو د کوربه ښاغلي انعام هوسا لخوا ولوستل شو چې ګډونوالو پخپلو تودو ولولو بدرګه کړ .
د غونډې ورپسې ویناوال له مالموښار څخه راغلی دروند میلمه ښاغلی حبیب الله غمخور و چې په زړه پورې وینا سره يي د غونډې ګډونوال برخمن کړل .
نوموړي د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل : زما له نظره ښاغلي محمد طارق بزگر نه يوازې فرهنگی شخصيت دی بلکې يوکارنده ژورنالست او تکړه ليکوال هم دی . د دعوت جريدې لپاره ټولي سرمقالې د همدې بزگرصاحب په قلم ليکل شوي چې د ده د پوهې او وطني مينې ښکاره بېلگه يې گڼلای سو .
ښاغلی محمدطارق بزگر نه يوازي د بيلو بيلو مقالو په ليکلوسره بلکې د ( ۲۳ ) کاله په پرله پسې توگه د افغانستان د ډله ايزو رسنيو په اسمان کښې د دعوت په نوم جريدې د خپرولو شمع روښانه ساتلې ده او له دې لارې یی نه يوازي دا چې د خپلو ليکوالو او سياسي څېړونکو نظريات  تر هيوادوالو او نړيوالو رسولي دا دي اوس یی د۱۹۹۷کال رادې خوا د دعوت  جريدې د خپرېدو تر څنگ  دعوت ويب پاڼه پرانيستې او له دې لاري هم د افغانستان او نړۍ په گوټ گوټ کښي افغان ليکوالو ته د خپلو نظرياتو، علمي او ادبي ليکنو د خپرولو پوره امکانات برابر کړي دي.
ښاغلی غمخور د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې بزګر د نړیوالو لیکوالو او ژورنالستانو له خوا یاد شوي او مننه ترې شوې ده او د خپلې دې خبرې له پاره یی د امریکایی لیکوال ښاغلی بروس ریچاردسن د کتاب حواله ورکړه چې پښتو ژباړه یی (افغانستان: رښتیا پلټنه) نومیږي، چې دا د ټولو افغانانو له پاره د ویاړ ځای دی [ې د دغه کتاب لیکوال د ښاغلی بزګر څخه په دغه کتاب کې مننه او یادونه کړې ده.
ښاغلي غمخور بزګر صاحب ته راوړې ډالۍ ورکړه ، چې ښاغلي بزګر په ډېرې مننې سره واخیسته.
بل ویناوال ښاغلی حفیظ الدین پیرزاده و چې د بزګر صاحب د فرهنګي او ژورنالیستي ګټورو خدمتونو ستاینه يي وکړه او د ستر لیکوال او شاعر ګل پاچا الفت په خوږو شعرونو سره يي غونډه توده کړه .
همداراز ښاغلي ډګروال حلیمي صاحب هم پخپل وار سره د بزګر صاحب د فرهنګي هڅو په ویاړ خپلې څرګندونې نذرانه کړې او د ښاغلي بزګر د تېز او غوڅنده قلم ستاینه يي وکړه .
د غونډې د چارو کوربه د چای او دمې لپاره نیم ساعت اعلام کړ او له چای روسته د ښاغلي بزګر په ژوند یو لنډ مستند فیلم وښودل شو چې زلمو پاڅون ټولنې جوړکړی وو .
د غونډې په روستۍ برخه کې بزګر صاحب وینا وکړه او د خپل ژوند لنډ سفر قصه يي میلمنو ته بیان کړه چې د ګډونوالو د پوره پاملرنې وړ وګرځېده.
بزګر صاحب د زلمو پاڅون ټولنې څخه د غونډې د کوربتوب په اړه مننه وکړه. همدارنګه ښاغلي بزګر د هغه افغاني ویاړمنو شخصیتونو او فرهنګي ادبي ټولنو څخه چې د ده په ویاړ يي پیغامونه رااستولي وو، دوی ته کوروداني ووایه او د دوی له پیغامونو څخه يي بیا بیا مننه څرګنده کړه.
ښاغلی بزګر په خپلو خبرو کې بیا بیا وویل چې زه ځان د دې وړ نه ګڼم څه چې ما کړی یوازې د یو افغان او پښتون په توګه مې تر خپله وسه خپل مسئولیت پوره کړی دی او که خبره د دعوت وي د دعوت بریالیتوب د دعوت د ټولو لیکوالو او هغو دوستانو دی چې تل یی د خپل وس په اندازه په تیرو ۲۳کلونو کې د دعوت د ادارې سره  قلمي، مادي او معنوي مرستې کړي دي.
بلخوا بزګر صاحب له خپلې خوا څخه د دعوت اخبار یو کولیکسیون ، د زلمو پاڅون ټولنې ته ډالۍ کړ او په همدې توګه يي یو کولیکسیون ښاغلي غمخور صاحب ته هم ډالۍ کړ .
په پای کی د زلمو پاڅون ټولنی لخوا یو ستاینلیک ښاغلی بزګر صاحب ته د ښاغلی ډاکټر سرلوڅ مرادزی او د ښاغلی حبیب الله غمخور په لاس ورکړ شو .
غونډه د څلور بجو شاوخوا کې پایته ورسېده .
د غونډې ویدیوی فلم او هم د کتاب بڼه به وروسته خپره شي
د زلمو پاڅون ټولنه
- ټولنه
بېرته شاته