(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دارواښاد محمد کبیر محبوبی دفاتحی اعلان

[15.Dec.2011 - 23:44]
انالله و انا الیه راجعون
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امنیتی او سرحدونو چارو سلاکار جنرال محمد قدیر محبوبی،د افغانستان د باندینیو چارو وزارت پخوانی کارمند محمد هاشم محبوبی او ډاکتر عبدالغفور محبوبی  ورونه،
حاجی عبدالبصیر بیانزی ، د کورنیو چارو وزارت پخوانی افسر محمد عزیز بیانزی،عبدالرشید بیانزی، عبدالکریم بیانزی او محمدرحیم بیانزی زامن، میرمن بی بی حاجی ملالئ ماندینه، میرمن زینب عاطف محبوبی او بلقیس  حقیق محبوبی خویندي.
میرمن مستوره محبوبی،امنه محبوبی،او ملالئ محبوبی  وریندارګاني.
ډاکتر سید عبدالقاهر عاطف او انجنیر عبدالمنان حقیق اخښیان، دافغانستان د جمهوري ریاست د قلم مخصوص دفتر رئس محمد سرور صالحی او حاجی عبدالغیاص د خاله ځامن، حاجی رحمت الله محبوبی،ډاکتر عبدالولی محبوبی، نعمت الله محبوبی، محمد داؤد محبوبی،نجیب الله محبوبی،حکمت محبوبی،میرویس محبوبی، صادق محبوبی او سباؤن محبوبی وریرونه،
او د کورنئ نور پاتي غړي په ډیره خواشینئ سره د مرحوم محمد محبوب خان حکمران د ځوئ  د کابل د دهـ سبز پخوانی ولسوال ارواښاد الحاج محمد کبیر محبوبی «بیانزی» د مړینی له کبله چی جنازه ئی پخوا په کندهار کی په خپله پلرنئ هدیره کی خاورو ته سپارل شوی ده خپلو ټولو دوستانو ته خبر ورکوی چی د نارینه ؤ او ښځو د فاتحی مراسم د روان ۲۰۱۱ ع کال دډسمبر  د میاشتي  په اتلسمه نیټه د یکشنبي په ورځ  له غرمی نه ورورسته د دوه (۲) بجو څخه تر څلورو (۴) بجو پوری  د جرمني د هامبورګ د ښار د ابراهیم خلیل الله علیه رحمه په جامع جومات کی اخستل کیږی
په ډیره مننه ستاسو د دوستانو ګډون به دهمدی فاتحې په مراسمو کی د مرحوم د روح د خوښئ او د کورنئ د ټولو خپلوانو د ډاډګیرنې  او  تسلیت وړ وګرځی
امین یا رب العالمین
 
د مسجد پته:
 
Billstedterhof str. 50
22150 Hamburg
Germany
Tel.:040-73676770
Mobile/Handy: 0176- 63884297
 
 
د ارواښادالحاج محمد کبیر بیانزی لنډه پیژندګلوی
 
خدای بخښلی الحاج محمد کبیر بیانزی د مرحوم محمد محبوب خان حکمران زوی، په ۱۹۳۷ ع کال کی د کندهار ولایت په څلورمه ناحیه کی په یوه ډیره درنه او منوره کورنئ کی زیږیدلی دی.
ارواښاد بیانزی زموږ د هیواد یو دینداره ، مجاهد او ملی  شخصیت ؤ او واقعاء دنوموړی مړینه زمونږ هیوادوالو ته لویه ضایعه  او د خواشینئ خبر دی.
خداي بخښلی د ډیرو خو اخلاقو او خاصی پوهی خاوند ؤ،تل ئی هڅه کوله چی خپلو هیوادوالو ته په هره برخه کی د خدمت مصدر وګرځي، له همدی امله ئی د هیواد په ګوټ ګوټ کی ډیر درانه مسئولیتونه او وظایف د ولسوال په توګه په ډیره ایماندارئ او خاص بصیرت سره سرته رسولی دی اوټول ژوند  ئی خپل ولس ته په مینه خدمت کړی دی.
ارواښاد ولسوال صیب تل د ملي اوسیاسي شخصیتونو او پوهانو په غونډو اومجلسو کی د خپل فکر او نظر په څرګندولو سره فعاله ونډه درلوده او د هیواد د ستونزو د حل  دلاری د پیداکولو لپاره ئی نه ستړی کیدونکي هلی ځلی کولی.
ارواښاد ولسوال صیب بیانزی د ۲۰۱۱ ع کال د نوامبر د میاشتي په شلمه نیټه د خپلی ورپیښي ناروغئ له امله له هیواده لیری د جرمنی دهامبورګ په ښار کی لدی فاني نړې څخه د تل لپاره سترګي پټي کړی.
روح دی ښاد وی جنت فردوس دی په نصیب شی.
 
- زمونږخبریال
بېرته شاته