(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اپه ستوکهلم کې د ښاغلی بزګر ستاینغونډې خبرتيا اوبلنليک

[09.Dec.2011 - 19:35]
د زلمو پاڅون ټولنه په ډیر درنښت یو ځل بیا یادونه کوي چې ټولو هېوادوالو او په ځانګړي توګه هغوۍ چې په اروپا کی ژوند کوي د زړه له کومی بلنه ورکوو چې زمونږ په راتلونکی علمي او درنه غونډه کی ګډون وکړي کومه چې زموږ او ستاسو د وتلی ژورنالیست او لیکوال ښاغلی محمد طارق بزګر صاحب په ویاړ جوړیږي .
هغه ښاغلي چې د سویډن د لیرو سیمو او یا نورو هېوادونو څخه تشریف راوړي او غواړي په دی غونډه کی زمونږ سره ګډون وکړي هیله کوو چې مونږ ته د خپل سفر معلومات زموږ د بریښنالیک له لیارې راکړي تر څو مونږ وکولای شو په ښه ډول یی خدمت وکړو چې درانه میلمانه مو په یو نابلده ښار کی نابلده پاتی نشی او زمونږ د وسه چې څه مرسته کیږي ویی کړو.
او افغاني درنې ټولنې او ښاغلي دوستان چې د خپل مصروفیاتو له کبله نشی کولای چې په دې غونډه کی ګډون وکړي کولې شي چې مونږ ته خپل پیغامونه ژر تر ژره په لاندې بریښنالیک راواستوی او په دی پرتمینه غونډه کی د خپلو پیغامونو له لاری برخه واخلي.
د غونډې اړوند لنډ معلومات:
غونډه انشاالله په ۱۰دیسمبر ۲۰۱۱د ماسپښین۱۲نیمې بجې پیل کیږی. نو هیله ده وخت په نظر کې ونیسۍ زمونږ د غونډی ټول ترتیب ستاسو په وخت راتګ سره تړلی دی.
د غونډی لنډ مالومات.
د غونډی پیل
دولس نیمی (12.30) بجې د غونډې پیل
پرانستونکې وینا
د ویناوالو ویناوی
د ښاغلی بزګر اړوند لنډ فلم
د چای دمه
مشاعره
د رالیږل شوو پیغامونو لوستل
او د ګران مشر میلمه (ښاغلی محمد طارق بزګر صاحب) وینا
وخت او ادرس
د دیسمبر 10 .2011  د خالی ورځ
پته :
Griffelvägen 17
13140 Nacka
Stockholm - Sweden
بریښنا پته:   [email protected]
 
د ضرورت پر وخت په لاندو شمیرو زموږ سره تماس ونیسئ.
0046736165999 نصرت الله ننګرهاری
0046704764629 ذاکرالله ملکزی
0046762759801 انعام هوسا
یادونه: د همدې غونډې په ویاړ د لومړي ځل له پاره په ستوکهلم کې زیات شمیر پښتو کتابونه هم د خرڅ له پاره راوړل شوي دي دوستان دې خبر وي  د لومړی ځل له پاره او یواخې د همدې غونډې په جریان کې یی لاس ته راوړای شۍ.
ستاسو ټولو ورونو خویندو راتګ ته ستګې په لار
ذاکرالله ملکزی
 
- ملکزی
بېرته شاته