(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

كمال خان شېراني لومړی تلين

[17.Nov.2011 - 14:33]
 
ښه خو دا چي دچا نوم په کي يادېږي
په فاني دنيا به نه وي ژوندی تل  څوک
دسائين كمال خان ولسمل شېراني لومړی تلين
رفيع الله مندوخېل
                         د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر اوسياستپوه سائين كمال خان ولسمل شېراني لومړی تلين په ږوب کي په ډېرعقيدت اواحترام ولمانځل سو. په دغه مناسبت يوه درنه غونډه په ظريف شهيدپارک کي جوړه سوه، چي مشري يې دګوندمرستيال  مشراودسناغړي ښاغلي عبدالرحيم مندوخېل وکړه . له نوموړي سره پردريځ پخوانی سناتوررضامحمدرضا، عثمان خان کاکړ، ډاکټريونس، غلام الدين شېراني، عبدالقيوم ايډوکېټ اومولوي سلطان خروټی هم ناست وو .
په ياده غونډه کي دږوب په شمول دشېراني، بوري، سيف الله کلا، مسلم باغ، چمن، درازندې اونوروسيموپه زرګونه دګوندغړواوپلويانوګډون درلود .
مولوي سلطان خروټي غونډه دقرآن کريم دڅومبارکوآياتونوپه تلاوت سره پيل کړه، له هغه وروسته ښاغلي عبدالرحيم مندوخېل، رضامحمدرضا، عثمان خان کاکړ، ډاکټريونس، غلام الدين شېراني، عبدالقيوم ايډوکېټ اومولوي سلطان خروټي په  خپلو وېناوو کـي  د سائين  درانۀ  روح  ته  د عقيدت  پېرزوئينې  وړاندې  کړې  .اودده مړينه يې دسيمې دخلګواوپښتنولپاره يوه ستره ضايع وبلله  .
سائين كمال خان شېراني چي په کلي شنه پونګه کي دې نړۍ ته سترګي رڼې کړې، لومړنۍ ذده کړې يې په خپل کلي کي ترلاسه کړې او بيا دلوړوذده کړولپاره پښين اوپېښورته ولاړ . سائين په مېلادي کال ۱۹۴۲ کي دتحصيلدارپردنده وګومارل سو، خو دفرنګي استعمارپه ضددمبارزې له کبله له دندي ګوښه سو .
سائين د پښتنو د ستر لارښود او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دبنسټ ايښودونكي خان شهيد عبدالصمدخان اڅكزي نيژدې ملګرى اوکلک ملاتړی وو . چي د استقلال،  دخاورې د تماميت  اودفرنګي استعمارپه ضديې کلکه مبارزه کړې ده .
ويناوالوووئيل چي سائين يوګمنام سپاهي وو . خپل ټول عمريې دپښتون اوافغان قام په يووالي، يوموټی کېدو، دقامي پيژندنې، د پښتني کولتور د ودي او پرمختيا اوچوپړکي تېرکړ . چي له دې امله د ملتپالو په زړونو کي تلپاتي ځاي لري  .
ارواښادله ږوب څخه لومړۍ پښتومجله دپښتوپه نامه چلوله . دسائين ژباړل سوي آثارزمونږعلمي اثاثه ده، چي په تاريخ کي يې ساری نه ترسترګو کېږي . مونږکه دسائين پرپله پل کښېږدو اوده هغه مبارزې ته دوام ورکړو، نوحق يې اداکولاي سو .
ويناوالوزياته کړه چي  فرنګي پښتانۀ دبرټش بلوچستان، نارته وېسټ فرنټئيرپراونس، قبايل، فاټا اونورونومونووېشلي وو .  دفرنګي استعمارپه ضدترټولوکلکه مبارزه پښتون اوافغان ملت کړې ده . دخپلواكۍ له غورځنګ سره د لاس يوكولو په نتيجه كې فرنګي له هند او له مستعمره پښتون افغان خاورې څخه ايستلو ته اړسو .
 خودفرنګي ترتګ وروسته پنجابی استعماردوطن دسرواوسپينوڅېښتن سو.
زمونږترټولولويه ګناه داده، چي دفرنګي اوپنجاب باداري مونه ده منلې .
پاکستان چي نن له کوموستونزوسره مخ دی، دادکودتا، فوځي اواستعماري قوتونواواستخباراتي ادارودتګلارې پايله ده . نن په پاکستان کي نه خوجومات خوندي دی اونه هم مکتب  .
له مېلادي کال ۱۹۵۸بيا د ديکتاتورمشرف ترواکمنۍ پوري دپاکستان واک اختياردپوځ په لاس کي وو، چي پاکستان يې له مذهبي تندروۍ ، ناامنۍ اوتروريزم سره مخ کړی دی .
او په کي ترټولوزيات پښتونخواوطن زيان من سوی دی . ځکه چي دترهګرۍ ټول مرکزونه په پښتونخواوطن کي جوړکړل سو. نن پښتانۀ دژوندپه ډېروسختوشرايطوکي دوخت  ترخې شېبې تېروي . په  شمالي پښتونخوا، مينځنۍ پښتونخوااوقبايلوکي مکتبونه اوروغتيايي مرکزونه تړلي اوشمله ور پښتانۀ وژل سوي دي . چي دا لړۍ لاهم دوام لري، وضع مخ پرخرابېدوده . چي له امله يې په لکونه خلګ خپلوکورونو پرېښودلوته اړسو .
په کراچۍ کي دفاشيست ګونداېم کيواېم له خوا په زرګونو پښتانۀ ، سياسي کارکونکي، ژورناليستان، تجاران او بې ګناه اولسي وګړي وژل سوي دي . دپښتنووژنه په حقيقت کي له کراچۍ دپښتنودايستلودسيسه ده . چي ننګه اوملاتړيې دپاکستان دولت اواستخباراتي ادارې کوي  .
په جنوبي پښتونخوا کي دناامنۍ ټغرخوردی، په رڼاورځ خلګ تښتول کېږي . دايالت مشروزيردغلومل دی . اودايالت په شتمنيواوبوديجه کي په سلوکي اتيابرخه بلوڅوغصب کړې ده .
بقاء په يووالي کي ده .
دوي زياته کړه، چي مونږدهرډول ترورېزم کلکه غندنه کړې ده . مونږدامن، پرمختګ اوسوکالي غوښتونکي يو .  نن مونږترټولوزياته اړتياسولي ته لرو . ټول سياسي ګوندونه بايددامن ، سولي اوکرارۍپه راوستوکي سره يوموټی سي اولاسونه سره ورکړي  .
دپاکستان مذهبي ګوندونه په افغانستان کي دجهادپه نامه اورته لمن وهي، خوپه پاکستان کي ستونزې دخبرواترواوپارليمان له لارې هوارول غواړي . په افغانستان کي درائې ورکوونکي ګوتې پرې کوي، خوپه پاکستان کي رائې دقرآن په نامه غواړي .
پښتون افغان ملت، ملګروملتونو اوټولي نړۍ له پاکستان څخه غوښتي چي په هيوادکي دي دتروريزم مرکزونه وتړي اوداشبکه دي له منځه يووړل سي .
که چيري دپاکستان زورواکي قوتونه اواستخبارات دترورېزم ملاتړ ته دوام ورکړي، نوپايلي به يې ډېري له خطره ډکې وي .
په غونډه کي غوښتنې وسوې ، چي
په افغانستان کي دي دپاکستان وسله واله لاس وهنه بنده سي اوافغانستان دي ديوخپلواکه هيوادپه توګه په اساسي قانون کي ومنل سي .
په پښتونخواکي دي دترورېزم مرکزونه وتړل سي .
له بولانه ترچتراله دي دپښتونخواپه نامه صوبه ياايالت جوړسي .
په پاکستان کي دي دقامونوبرابري ومنل سي .
د پښتون قام پر  شتمنيو باندې دې د پښتون اولس حق ومنل سي . او په هرنايي، څماولنګ، مسلم باغ، شاهرګه، موسی خېل اونوروسيمو کي دي پښتنوته پرخپلووشتمنيوواک اختيارورکړل سي .
په ايالت کي دسکروياکوئلې برېښناکوټونه جوړکړل سي .
له چشمه بياترږوبه دي دبرېښنامزی وغځول سي .
دږوب،دېره اسماعيل خان، ټانک اوسيف الله کلا لويې لاري دي په عاجله توګه جوړي سي
په جنوبي پښتونخوا کي دي د پښتون بلوڅ د برابرۍ اصول  ومنل سي او په هره برخه کي دي دوي ته د برابرۍ حق ورکړل سي

- مندوخېل
بېرته شاته