(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو په انټرنېټ کې

[10.May.2006 - 18:28] دا د پښتو وېبپاڼو، پښتو برېښناليک، د پښتو وېبپاڼو د بحث د فورمونو او په انټرنېټ باندې د پښتو د نورو اړوندو موضوعاتو په هکله معلوماتي کتاب دى چې ځوان ليکوال او ژورنالست عبدالهادي حيران ليکلى دى او تازه په پېښور کې د افغان خپرندويه ټولنې لخوا چاپ شوى دى. تقريباً په ١٥� مخونو خور دا کتاب په زړه پورې سرپاڼه او د پښتو وېبپاڼو په هکله ښه معلومات لري. مهم سرليکونه يې د انټرنېټ لنډه پېژندنه، د انټرنېټ د ايجاد او ودې پړاوونه، د وېبپاڼې پېژندنه، د پښتو وېبپاڼو پېل او دوام، د فونټ ستونځې، د پښتو او پښتنو وېبپاڼې، د بحث فورمونه، د وېبلاګ پېژندنه، پښتو وېبلاګونه، اونلاين مجلې، اونلاين کتابونه، پښتو برېښناليک، انټرنېټ او پښتو ادب دي. د کتاب تړون د ټول افغان وېبپاڼې د مسئول چلوونکي شېرزاد کامه وال په نوم شوى دى او بيه يې ٤� افغانۍ ده. په کابل، جلال اباد او پېښور کې د هر کتاب پلورنځاى څخه ترلاسه کېدلاى شي.
-
بېرته شاته