(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو راډیو تلویزیون پرانستي غونډه

[28.Oct.2011 - 19:58]
د پښتو راډیو تلویزیون خپلې ازمايښتي   ښاغلی ليوال په لاندې وينا سره پيل کيږي.  
  د پښتو راډيو ټلويزيون  د ازمېښتي خپرونو پرانستې غونډې ته د پښتو راډیو تلویزیون بنسټ ایښودونکی او  جوړونکي ښاغلى لېوال د  وينا متن:
د پښتو راډيوټلويزيون ډېرو  درنو ليدونکو،  خواخوږو او  زما ګرانو همکارانو په سلامونو مو لمانځم.  ډېر خوښ يم چې د پښتو ټلويزيون  د ازميښتي خپرونو د پيل وياړ را په برخه دى  او له تاسې سره د  زړه خواله کوم.
زموږ لپاره نورو،  او زموږ خلکو،  ډېر ټلويزيونه او ډېرې راډيوګانې جوړې کړې،  ددې  سره موږ د يو بل پښتو راډيو  تلويزيون  کمى احساس کړ،  ځکه مو دا اړينه او ضروري وبلله  چې داسې يو ټلويزيون او يوه  راډويو ولرو چې  زموږ د ژوند د پرون،  نن او سبا استازيتوب يا نمايندګي وکړاى شي.
پښتو ټي وي  به ډېره هڅه کوي چې د پښتني ژوند هنداره اووسي .
زموږ په هېواد کې د کرکو او ناخوالو کوم بهير چې،  د نړيوالو غوښتنو سره سم پر موږ په يواو بل نوم را تپل شوى. زموږ  موخه داده چې له دې څخه د وتلو لپاره هلې ځې وکړو.   پر خداى مو توکل او پر هغه تکيه کولو څخه ورسته  له تاسې سره  پر خپل ځان ويساتوب  او خپلواک ژوند کولو  کې له  هيڅ ډول هڅو اوکوششونو څخه  دريغ  نه کوو.
 پر تاسې هم بارو لرو چې موږ څخه خپلې خواخوږۍ نه سپموئ، او موږ نه پرېږدئ ، چې  پردو ته د چينل چلولو لپاره  لاس وږود کړو. دا په زغرده وايم چې پښتو چينل پر خپلو مټو جوړ او  پر خپل ځان باور لري.     
موږ راډيو او  ټلويزيون د بشريت يوه ستره لاسته راوړنه ګڼو، ددې څخه به د  خپل دين او دنيا لپاره  کار اخلو، پر دغه وسيله به موږ داسې خپرونې کوو، چې مونږ ټول ورڅخه زد ه کړه  وکړو. ښاغليو،  د پښتوټلويزيون دخپرونو ډيره برخه روزنيزو او معلوماتي خپرونوته ځانګړې شوې ده.
دنړۍ په ډيرو هيوادونوکې روزنيزاو مالوماتي ټلويزونونه خپرونې لري اوخلک ورڅخه ډيرڅه زده کوي، د نورو د هڅو سره موږ هم پر دغه بهير کې د يو نوښت په نوې بڼه زيري درکوو، هغه د پښتو ټلويزيون له لارې د لېوال د لېرې څخه ښوونځى دى. زه باور لرم چې لېوال  ښوونځى څخه به  واړه، زاړه ، نارينه او مېرمنې په خپلو کورونو کې زده کړه وکړاى شي.   
د هغه کورنيو څخه  چې تلويزيون او راډيو په کور کې نه ګوري او ځان پرحقه بولي  چې ويې نه ګوري،  هيله کوو چې موږ ته مشورې راکړي چې څنکه پروګرامونه جوړ کړو  چې د بشريت ددغه ستر نوښت څخه د خپل ځان او  ټولنې لپاره ګټه پورته کړو.
زه له ټولوهغوکورنيوڅخه چې  خپلوکورونوکې راډيواوټلويزون نه ګوري اويا خپلواولادونو ته يې دليدلواجازه نه ورکوي، هيله کوم چې د پښتو خپرونې د يو وار لپاره خامخا  وګوري.
زمونږ د خپرونوپه اړه خپلې نېکې سلا مشورې له مونږ سره شريکول، زموږ  خپرونې نورې هم ستاسوپه خوښه برابرولى شي. موږ به زيار ګالو چې زموږ خپرونې ډېرو  او په پاى کې ټولو ته د منلو وړ شي .
موږ له هغو څخه ډېره بښنه غواړو چې  پر دوى غم وي  او موږ د ښادى خپرونې کوو، او هغو څخه چې د دوى ښادي وي خو موږ به کومه غميزه  څېړو. هيله من يم  چې موږ به په  خپلو دعاګانو کې  هېرنه کړ‌ي.
په پاى کې د  ټولو له  پاملرنې نه ډيره مننه کوم، ټولو ته د هوسا پرمختللي او سو کاله ژوند په هيله . په خداي مو سپارم.
ن. ر. لېوال د پښتو ټلويزيون جوړونکى
http://www.pashtotv.tv/
- pashtotv.tv
بېرته شاته