(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پکتيا:لوبغالی جوړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شو

[28.Oct.2011 - 18:36]
د پکتيا ولايت په مرکز کې د لوبو لپاره يو لوی او عصري لوبغالی د اوو سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت د يو کال په اوږدو کې جوړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شو.
دپکتیا ولایت د بدنې روزنی آمریت چارواکورسنیو ته  ددې ولایت په ګردیز ښار کې دیوې لوبغالی د رغاونیزو چارو له بشپړیدو خبر ورکړ چې په یو وخت کې د  ۱۵۰۰ کسانو د ځايولو وړتيا لري.
دپکتیا ولایت د المپیک ملي کمیټې آمریت آمر امین الله علمیار رسنیوته ووییل چې دغه پروژه د یوه کال په ترځ کې د ۷۰۰۰۰۰امریکايی ډالرو په ارزښت بشپړ شوه.
علمیاروويل، چې په دې لوبغالي کې د فوټبال سربېره نورې بیلابیلې لوبې  په نظر کې نیول شوی او کوالای شي هرډول لوبو ته اړوند آسانتیاوې برابرې کړي ، د بېلګې په ډول واليبال، هاکي  او ځينې نورې رزمي لوبې هم په پام کې نیول شوی دي . ((دا به د دې ولايت لوبغاړو ته يوه لويه اسانتيا رامنځ ته کړي او هغه ستونزې به يې هوارې شي، چې پخوا يې د لوبغالي د نه شتون له امله درلودې .))
سلاکار وزیر او  پکتيا والي جمعه خان همدرد وويل، د  لوبغالي او د تخنیکی روزنیز مرکز ودانۍ لګښت ټول څه باندې ١،٢ ميليونه امريکايي ډالره کېږي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا ورکړل شوى، چې د يوه کال په موده کې به د لېسې چارې بشپړې شي .
د والي په وينا، دغه پيسې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت، دغه ولايت ته د کوکنارو د نه کرلو  له امله د تېرو څو کلونو په ترڅ کې ورکړې دي . د هغه په خبره، د ياد شوي وزارت له خوا هر کال پکتيا ولايت ته يو ميليون امرېکايي ډالره امتياز ورکول کېږي.د پکتيا والي زياته کړه: ((له پکتياوالو مننه کوم چې له ما سره يې په خپلو ژمنو کې وفا کړې ده او د کوکنارو کر ته يې نه، ويلي دي او همداراز يې له ما سره د دغو امتيازونو په وړ ځايونو کې د لګولو په برخه کې هم ډېره مرسته کړې ده.)) داغونډه په داسې حال کی جوړیږی چی دپکتیا والی ښاغلی همدرد د  څلورکلنه موده  کې  د پکتیابڼې  ته په هره برخه کېتغیروکړي،په سلګونه کیلومتره سرکونه،۱۵۰بابه ښوونځی،دینی مدارس،روغتون اوکلینکونه،پکتیاپوهنتون،ورزشی لوبغالی اودې ته ورته په سلګونوسترې اووړې پروژی پلېشویدي کله چې ددې لوبغالې رغاونیز چارې پای ته ورسیدې سمدستي دیوی بلې رغاونې د بڼسټ ډبره کیښودل شوه ، چې هغه ددې ولایت په تیري باغ سیمې کې دیوې مسلکي روزنیز مرکز بڼسټ وو.
په هغو مراسمو کې چې له همدی امله په لاره اچول شوي وو د پکتیا والي جمعه خان همدرد او د ښوونې او روزنېریاستمرستیال آصف ننګ هم ګډون کړي وو.
ددی ښوونځې لګښت د نیشه يی توکو په وړاندی دمبارزی وزارت لخوا برابریږي په ټولیزه توګه ۱،۲میلیونو ډالرو ته رسیږيله بلې خوا د پکتيا ولايت د رزمي لوبو مسولین  د دې لوبغالی په جوړیدو تر ځنګ نورې غوښتنې له دولتی چارواکو کوی  هغه د  جمنازيوم جوړېدو بنسټی د پام وړ غوښتنه ده،   دا په داسې حال کې چې پکتیا یو  د یخو ولایتونو نه شمیرل کیږی  د ژمي په موسم کې د ځاى د نشتوالى امله  رزمی لوبې په ټپه درېدلي .
د پكتيا ولايت د واليبال فدراسیون اودافغان سپورټ يټولنې مسوول استاد مېوه دين منګل رسنیوته وويل، ((په لوبغالی جوړیدو ډیر خوښ یم ، خو په یاد لوبغالی کې د واليبال لوبو میدان په نړیوال معیاري کچه نه دی جوړ شوي . د والیبال اوهمداډول  نورو سپورټي لوبو لپاره جمنازيوم ته اړتیا ده، زمونږبېلابېلو لوبو ته یواځې یو میدان کفایت نه کوي)).
د افغانستان د كیوکوكشین كان كراټېسلاکار او دپکتیا کراټې فدراسیون  مسوول محمدالله صابري رسنیو ته وویل، چې له  كلونوراهیسې څو څو ځلې د اولمپيک چارواکو له خوا ژمنې شوې، چې د لوبو لپاره دجمنازيوم جوړیدل په پکتیا کې یو له هغه لومړنیو اړتیاوو دی خو تراوسه  د قناعت وړ کوټلی ګامونه نه دي اخېستل شوي. .  صابري وایی: ((د کراټې اکېډمي لپاره مې  په يوه مارکېټ کې په کرايه ځای  نيولي، خو بيا هم په معياري ډول لوبې په کې نه کېږي.))
د صابري په وينا (ددغه لوبغالی جوړیدو لامل خو د پکتیاوالو همت دي هغه دا چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت، له لوری د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې دې پکتیا ولايت ته امتیاز ورکړل شوی )) . ددې  لوبغالی جوریدو  بېلګه دې پکتیا ځوانانو او لوبغاړو لپاره  په اړو کې د مالګې برابر ده . دې دولتی چارواکو نه په څانګړی ډول د المپیک له ملی کمټې  نه په کلکه غوښتنه کوو ترڅو پکتیا لپاره نورې رغاونیزې پروژې په پام کې ونیسی)) .صابری زياته کړه، چې د ژمي په موسم کې د واورې د ورښت او سړې هوا له امله نږدې درې مياشتې لوبغاړي په کور ناست وي او د دې لامل کېږي، چې خپله وړتيا له لاسه ورکړي او د کال  ټول خواري  يې بې ځايه شي.له دې امله  د نوی جوړشوی لوبغالی نه په ژمي كېرزمی ورزشکارانګټه اخيستلی نه شیي.دې ستونزې حل لار په  پکتیا کې په معیاری کچه جمنازیم  جوړیدل ترځو پکتیا ځوانان  دې کال اوږدو کې د لوبو ترسره کولو لپاره خنډ او ستونزي رامنځ ته نه شی .
حکیم الله عابد دپکتيا پوهنتون محصل رسنیو ته وویل : ((په پکتیا کې دا لومړی ځل دی چې دومره ګڼه ګوڼه مې تر سترګو کېږي ! دادې نوی جوړشوی میدان برکت دي .، ددې تر ځنګ  ستاسو پام یو بلې موضع ته را ګرځووم ، هغه دپارکونو جوړول  دي  پارکونه  نه یوازې د تفرېح بلکې په ارامه فضاکې د مطالعې لپاره هم ډیر اړین دي .په ګردېز کې ريښتيا هم دپارکونو ستونزه شته، موږ محصلين دمطالعې لپاره لرې  ګوښه سيمو ته ځو يا په پټیو، جماعتونو او داسې نورو ځایونو کې مطالعه کوو. موږ له چارواکو غوښتنه کوو، چې په پکتيا کې دې پارکونه جوړ کړي، ترڅو پکتیا هم د نورو ولایاتونو په ځېر سمسور شی)) .
سره له دې چې دغه لوبغالی په ښه اوعصری بڼه جوړشوی دپکتیاټول لوبغاړی یی په جوړیدوخوښ دی،چی مخکی تردې پکتیاولایت داسی یولوبغالۍنه درلود.له بلې خوا  په  یاد ولایت کې تفريحي پارکونه نشته او خلک د تفريح لپاره لرې لرې سيمو ته ځي.دوی له دولت څخه غوښتنه کوي، چې په پکتیاکې  په ځانګړيتوګه مرکزي ښار ګردېز کې  پارکونه جوړ کړي .
Adilzai Mangal
Gardez city Paktya Afghanistan
- منګل
بېرته شاته