(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون قامي جرګي مطبوعاتې اعلامیه

[12.Oct.2011 - 19:23]
د پښتنوقامي او روحاني مشر محمدافضل خان (خان لالا) په نژدي راتلونکې کې د يوي مهمي  پښتون / افغان قامي جرګي  د رابللو پریکړه کړی ده.
افضل خان لالا  د ۲۰۰۸ميلادي کال راهیسي  پښتنو/افغانانو ته د داسي جرګي دبلني خبره کوي او  اوسني حالات داسی يوې جرګي جوړولو ته مناسب ګڼي. 
ددی قامي (ملي) جرګي موخه او هدف به دا وي چې څنګه د پښتون / افغان قوم بیلابیل نظرياتي قشرونه او طبقي  د پښتون د قامي وحدت  د شعاراوهويت لاندي په يوه ټغر راغونډکړي .
د پښتون / افغان  قوم تاريخ او هويت  دتيروڅو لسیزوڅخه راپديخوا د داخلي او بهرني  دښمنانوله لاسه داسي يو حالت غوره کړي چې د يو شاعر په قول  تيار د ليوني شليدلي ګريوان دي .
 تر څو چې پښتون د قوم په حيث ديوه قومي تشخص،هويت او پيژندګلوئ   جوګه نه شي، نو ددي قوم درست تعريف  نشي کيدلي ؟.
 دا د پښتون /افغان طبعي حق دي چې  د يوويشتمي پيړۍ په پيلامه کې خپل تشخص او هويت  څرګندکړي .
دغی جرګي ته  به د فاټا(قبائیلې علاقو)، خيبر پښتونخوا، افغانستان ، د بلوچستان ايالت (سهيلي پښتونخوا) ميشت پښتانه،
هغه پښتانه چې بی کوره شوی او د زیاتیدونکي منتشر شوی ابادئ برخه جوړه شوی،اودغه رازله هیواده بهر، اروپا،امريکا او استرالیاکې ميشته پښتانه  به  دسیاسي تړاو او نظریاتې اختلاف نه پرته رابللي شي .  
د جرګي خبري به  د ورورولۍ او پښتونولۍ په چوکاټ کې وي  او هيڅوک به داحق نلري چې خپل فکر او نظر په زور په بل چا قبول  او يا وروتپي !
جرګه به په دوه  ټکو  خبري کوي:
لمړي :  د ديرشو کلونو راهیسي دپښتنو/افغانانوخاوره او هيواد  د دوؤ نړيوالو سوپرطاقتونو دسياست دجنګ ډګر وګرځيده!. دالوبه د دغو دواړو طاقتونو لوبه وه،يويې په ګونډه کړ او بل بريالي شو!، سياست د هغوي ؤ، لوبه هم دهغوي وه، خو ددغي لوبې ځاي د پښتنو خاوره  او قرباني ئی  هم پښتون قوم  شو او دی.
دپښتنو/ افغانانو وينه تراوسه پوري ولي بهيږي؟، ولي ددغه  زور زیاتې قرباني پښتون/افغان قوم دی، چې له  ديرش لکونه زيات پښتانه/افغانان ئې مړه کړل اووژل کیږی؟.
دغه زور زياتي او تشدد يوه تشه رامينځ ته کړيده،او په ډيرو ځايونو کې دغه تشه  نابللو ميلمنو ډکه کړيده،چاچې دپښتنود دود،دستور ،رسم ورواج  اوعنعناتو څخه  نا جایزه ګټه  اخستي ده.
 دغه نابللي میلمانه د پښتنو په خاوره  د ويني بهيدل جاري ساتل غواړي، او دې خاوري او وطن ته د ترهګرئ د اجنډا لاندي  وده  ورکول غواړي!.
  پهدغه  جرګه کې به په هغو تاريخي او نوولاملونوخبري کيږي چې پښتون / افغان  ولي  او څنګه  په خپله خاوره   د ويني تويولو  په دغه  شيطاني چکر او جال  کې د خپلي خوښي  نه په غير  راګير شو ؟.
دوېم:دپښتون/افغان  په خاوره  ددغه تشدداو شيطانې عمل او خپور شوي جال مخنیوي به اوس څنګه  کيږي   ؟؟ .
 د پښتنو په ويجاړو شوو  او ځپلو علاقو او سيمو کې  به دامن او سوکالئ د راوستلو په تړاو اتفاق څنګه راميدان ته کيږي ؟ .
  پدي هکله کوټلو، علمې،عملې او سالمومعقولو نظريو او وړانديزونو ته اړتيا ده، له همدي کبله ښاغلی  محمدافضل خان لالاپدی اهمه جرګه کې  ټولو پښتنوعالمانو، پوهانو،ملي او قومي مشرانو، ديني  او مذهبي مشرانو،سياستوالو،د زده کونکو  (طالبعلمانو) نماېندګانو، د مزدورانو مشرانو، کسبګرو،سوداګرو، ژورنالستانو،د پښتنو/افغانانو دسيمواوعلاقو عامو مشرانو ته  د ګډون  بلنه ورکوي .
دلته دا خبره په ډاګه کول اړينه ده او هغه داچې  د پښتون قام  د علاقائی(سیمه ایزو)  اونړیوالو قوتونو  سره په تضاد او ټکر کې ندي ،او نه په چا دخپل فکر مسلط کولو څه نړیواله  ایجنډا لري او نه دوئ د علاقائی او نړیوالو قوتونو د مقابلې کولو څه طاقت لري نو له همدی امله د پښتون او  سیمه ایزو( علاقائی) او نړیوالوقوتونو تر منځ هیڅ ټکرنه شته.
  مذهبي انتها پسندي يا افراطيت   د پښتون د اکثريت  د فکري ، رواجي  او عملي   څرګندونو استازيتوب او نمايندګي نه کوي.
د نړۍ دنورو ځايونو څخه راغلو اکسټريمستانو،سخت دریزو او تشدد پسندو،مونږ ه په خپله خاوره  هرکلي نه شوکولي .
 افضل خان لالا  د همدغي جرګي په  واسطه سره  ټولو امن غوښتونکو  نړيوالو قوتونو او ملتونو  او په  ځانګړي ډول  افغانستان، پاکستان او امريکا نه  هيله کوي چې د پښتون / افغان  قوم ددي مهمي قامې(ملې) جرګي  ملاتړ وکړی. ددوئ  په ملاتړ داجرګه  په علاقي او سيمي کې د سوکالئ   اوبشپړ امنيت  په راوستلوکې مهم کردار لوبولي شي.
  ددی جرګي په تسلسل دی بله جرګه په نوبت سره په کابل ،  قندهار ، ننګرهار  او کويټه  کې راوه غوښتل شي .
هیله ده چی پدي قامي(ملي) جرګه کې دخپلې ونډې،ګډون اونظر څرګندولو لپاره په لاندینیوپتو خپلي اړيکي  ټينګي کړئ.
Contact Number:
Mohammad Afzal Khan (Swat):0092 946 795333
Asif Ali Khan:0092333 521 4054
E-mail: [email protected]
E-mail:[email protected]
په اروپايې هيوادونو ، امريکا ،کاناډا ، او استرليا کې :
محمد شيرين ګرديوال ، ټيلفون00491799892913    
00491635606732                نصير ستوري
د پښتنو د قامي وحدت اودبشپړي خپلواکئ او سوکالئ په هيله .
په درناوی
 
 
- انجنیر اصف علی خان
بېرته شاته