(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاكټر اكرم ملكزي ته د جرمني دولت د ستر نښان ...

[03.Oct.2011 - 20:13]
ډاكټر اكرم ملكزي ته د جرمني دولت د ستر نښان د وركولو خبرتيا

 

 

د راتلونكې جمعې په ورځ، د ۲۰۱۱ كال د اكتوبر په ۷ نېټه د جرمني د Rotenburg په ښار كې يو پرتمين محفل په نظر كې نيول شوى دى په دې محفل كې ډاكټر اكرم ملكزي ته د جرمني د جمهور رئيس د استازي له خوا د هغه بې ساري خدمت په وجه چې ډاكټر اكرم ملكزي د جرمني ـ پښتو ډكشنرۍ د ليكلو له لارې افغان او جرمن ولس ته كړى دى، د جرمني دولت ستر نښان ډالۍ كيږي.
دې محفل ته ګڼشمېر ډاكټران، سيمه ايز سياستوال  او ځينې نور مخوريز كسان وربلل شوي دي د دې لپاره چې په تالاركې ټول ګډون كوونكي ځاى شي نوپه  دې وياړغونډه كې یوازې بلل شوي كسان برخه اخيستى شي .
هغه مينه وال چې بيا هم غواړي  په دې پرتمينه غونډه كې ګډون  وكړي، د لاندې ليكل شوي برېښناليك سره دې اړيكې ونيسي څو د امكان په صورت كې ورته بلنه واستول شي:
[email protected]
د دې  ستر نښان جرمني ليكدود په لاندې ډول دى
 
das Verdienstkreuz am Bande des Verdienstordens der Bundesrebublik Deutschland
بله اونۍ به د دې وياړغونډې رپوټ د انځورونو سره تاسو ته وړاندې شي.

Aziz Sarshar

- عزیز سرشار
بېرته شاته