(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هالنډ : يو ورځني علمي سيمينار

[03.Sep.2011 - 09:31]
لس کلنه امريکايي ډيموکراسي او د افغانستان سياسي بې وسي
په افغانستان د امريکايي غوبل د لسمې کليزې په درشل کې په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنې دا پتېيلې ده، چې د افغانستان د نننيو ستونزو په اړه د يو ورځني علمي سيمينار چارې سمبال کړي. د افغانستان د سياسي، ټولنيزو او امنيتې کړکېچونو په اړه د افغاني پوهانو تر منځ د مباحثې او د نظرونو د شريکولو امکانات رامنځ ته کړي، چې دافغانستان وګړي هم د هغوی له نظرياتو خبر شي او په سيمينار کې د افغانستان د ستونزو په اړه د پوهنيز چلند شاليد وڅېړل شي.
افغاني کلتوري ټولنه له ټولو دوستانو هيله کوي، چې د دغه سيمينار د موضوع په اړه خپل نظر زموږ سره شريک کړي او هغه دوستان چې غواړي خپلې ليکنې راواستوي او يا خپله وينا واوروي، نو په درنښت ورته وړانديز کېږي، چې خپلې ليکنې د ټولنې په برېښناپته ([email protected]) راواستوي
 
په افغانستان د امريکايي غوبل د لسمې کليزې په درشل کې د افغاني کلتوري ټولنې د سيمينار پروګرام
د سيمينار د موضوع شاليد:
 
-          په افغانستان کې بهرني ځوکونه
 
-          په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو اډې
-          د افغانستان د خپلواکي ګواښونه او د امنيت ضمانتونه
د سيمينار برخې
۱– د سيمينار ليکنې او ويناوې
۲ – د سيمينار د موضوع په اړه بحثونه
۳ – مشاعره
۴ – د غونډې پرېکړه
 
د سيمينار په اړه د ليکنو  او ويناوو تخميني سکالو:
-          د سيمينار پرانيستونکې وينا
-          بهرني ځوکونه او د افغانستان ټولنيزې، سياسي او اداري ستونزې
-          د افغانستان جيوپوليتيک موقعيت د سيمييزو او نړيوالو اقتصادي او سياسي ستونزو په رڼا کې
-          په افغانستان کې د بهرنيو نظامي ځواکونو برخليک او د افغانستان راتلونکې
-          په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اډې او د افغاني ټولنې غبرګون
-          په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اډې او د سيمييز دولتونو حساسيتونه
-          په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د اډو حقوقي اړخونه
-          په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د اډو تاريخي شاليد
-          په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اډې او په سيمه کې کلتوري يرغلونه
-          په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اډې د افغانستان د خپلواکي ګواښ او که د افغانستان د امنيت تضمين
-          د افغانستان وروسته پاتې ټولنه او نړيواله نوې تکنالوژي
-          د افغانستان د سمې ادارې لپاره د نوي ګوند جوړول او که د موجوده ګوندونو ملاتړ
-          په افغانستان کې نننی مقاومت او د افغانستان په راتلونکي کې د خپلمنځيو شخړو مخنيوی
-          د افغانستان د اداري پرمختګ په اړه د ټوليزو رسنيو (ورځپاڼې، مجلې، راديوګانې او تلويزيونونه) مسؤليت
د سيمينار وخت، پته او ځای:
د نيدرلند هېواد، د نيوخين ښار او د (H`t VEERHUIS  ) هال
د ۲۰۱۱م کال د اکتوبر ۸نېټه (8/10/11) د مازدیګر له ۶بجو تر ۱۲بجو  (18:00-24:00)  پورې!
Zaterdag 8 oktober 2011  van 18:00 tot 24:00
H`t VEERHUIS,Nijemonde 4,
3434 AZ Nieuwegein Zuid, Nederland   
Telefoon: 030 6064448
E-mail: [email protected],      Internet: www.tveerhuis.nl
د یادولو ده چې د سیمینار په اړه په کابل کې د مدني ټولنو د همغږۍ د جرګې سره هم خبرې شوې او د هغوی سلا او مشوره هم د غونډې په جوړول کې اخیستل شوې ده. د هغوی د هوکړې سره سم د دغه جرګې پیغام به هم سیمینار ته راورسېږي.
د سيمينار په اړه کېدای شي، چې ګڼشمېر پوهان راوغوښتل شي  او بلنه ورکړل شي چې خپلې ليکنې راواستوي. د ويناوو ليست به د رالېږلشويو ليکنو پر بنسټ جوړ شي او افغاني پوهان کولی شي د دغه سيمينار په اړوند د خپلې ليکنې موضوع وټاکي او په برېښنايي بڼه يې ([email protected]) ته راولېږي.
د افغاني پوهانو ترڅنګ کېدای شي، ځينو بهرنيو ژورناليستانو، سياستوالو او پوهانو ته هم د دغه سيمينار په اړه وړانديز وشي، چې په سيمينار کې ګډون وکړي او خپلې ويناوې واوروي. د سيمينار د لا ښه سمبالښت لپاره به په بهرنيو ملکونو او افغانستان کې له افغاني پوهانو سره اړيکې ټينګې شي او د موضوع په اړه به ورسره مشوره وشي. د غونډې د وياندې (وياند)، سکرټرې او ښځينه پوهانو په اړه به له يو شمېر افغان مېرمنو سره خبرې وشي، بيا به يې نومونه توضېح شي.
درنو هېوادوالو، نو ستاسو نه هيله کېږي، چې هغه شمېر افغان پوهان، چې زموږ سره يې پته نشته او تاسو يې د دې وړ ګڼی، چې په دغه سيمينار کې خپله ليکلې وينا واوروي او يا دموضوع په اړه علمي څېړنه تر سره کړي، نو موږ ته يې پته په لاندې برېښناليک راواستوی!
Email:                                  acvn[email protected]
Webpagina:                            www.acvn.nl
 
په درنښت
په نيدرلند کې د افغاني کلتوري تولنې اداري کميسيون
Sayed Abdullah Walizai
Master Program Student at TU-Berlin
0049-15777046264
 

 

- Walizai
بېرته شاته