(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان څیړنیزاومشورتي مرکز پریس ریلیز

[28.Aug.2011 - 21:11]
د افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستو کې که ګاونډيان همکاري ونه کړي، ښايي افغان حکومت اړ شې چې نورو لورو ته مخ واړوياو سره لدې چې پوهيږي د امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو تړون، يا په بله مانا په افغانستان کې د امريکا د اوږدمهاله پوځي اډو شتون هم افغانستان ته زيان لري اوهم سيمې ته، د ګاونډيانو د نه همکارۍ له امله د زهرو دې جام څکلو ته اړ شي

په افغانستان کې د جګړې او بحران دوام د افغانستان سربيره ټولې سيمې او په تيره ګاونډيانو ته هم د بربادۍ په مانا دى، که افغانستان کې جګړه ادامه پيدا کوي  ټوله سيمه د بې ثباتۍ او بالاخره تجزېې د ګواښ سره مخ کيږي
 
که افغان حکومت دې ته اړ کيږي چې امريکا سره ستراتيژيک تړون ومني نو لومړى بايد امريکا دافغانستان شرايط ومني، د غلامي قرار داد په هيڅ توګه او په هيڅ شرط بايد ونه منل شي

ترهګري او د امريکا اوږد مهاله شتون افغانستان او سيمې ته دوه سترګواښونه دي. له دې ګواښونو څخه هم د افغانستان او هم د سيمې د ژغورنې يواځينې لار صادقانه سييمه ييزې همکارۍ دي.

که دسيمې هيوادونه له دواړو ګواښونو يانې هم له ترهګرۍ او هم د امريکا له اوږد مهاله شتون څخه ځان ژغورل غواړي بايد په  صاقانه او جدي توګه په افغانستان کې دسولې او ثبات راوستو سره مرسته وکړي.

که ګاونډيان دپخوا په شان خپلو دوه ګونو لوبو ته دوام وکوي لومړى پايلې به يي خپله ګاونډيانو ته څه وي او بل دا چېبيا نو افغانستان بايد څه وکړي؟

دا هغه موضوع وه چې  تيره چهارشنبې دزمري دمياشتې په ٢٧مه نيټه پرې د يو شمير کارپوهانو او د نظرخاوندانو سره په افغان څيړنيز اومشورتي مرکز کې بحث وشو

دبحث ګډونوال په دې نظر وو چې امريکا د خپلو سيمه ييزو اهدافو په خاطر قصداً غواړي دا جګړه اوږده او پراخه کړي. هغه ستره انديښنه چې په دې اړه وجودلري هغه  د سيمي نوې جغرافيايي جوړښت يا د سيمي د تجزېې ګواښ دى چې د غرب لخوا دې سيمې ته متوجه دى.

 د جګړې ادامه يانې په سيمه کې د امريکا دشتون ادامه او که امريکا دلته د اوږدمهال لپاره پاتې کيږي او که جګړه د اوږده مهال لپاره ادامه پيدا کوي غرب او امريکا به وکولاي شي خپلو هغه اهدافو ته چې دسيمې هيوادونه ترې انديښنه لري، ورسيږي. او هغه انديښنه د سيمې تجزيه ده

لکه څرنګه چې انديښنه ده که سيمه د تجزېې سره مخ کيږي، افغانستان ته به يي پايلې هرڅه چې وي، وي به . خو کیدایشي د پاکستان وجود او شتون د ګواښ سره مخ شي، همدا رنګه ايران چې همدا اوس د کردانو، بلوچانو ازرانو،ترکمنانو اونور د فشارلاندې توکمنو سره په ستونزو اخته ده، په کورنيو جګړو اخته شي او ايران اوسني ايران پاتې نشي.

همدارنګه که ګاونډيان داسې فکر کوي چې د جګړې ادامه به  امريکا له افغانستان څخه وتو ته اړکړي، اوسيمه به بيا د دوې لوبو ته پاتې شي او افغانستان يو ځل بيا د طالبانو لاس ته ولويږي، نو فکر وکړي چې په سيمه کې به طالبان، القاعده،پاکستاني طالبان او نورې بنسټ پالې ډلې په دې غرور چې لومړى يي روسيې ته ماتې ورکړه او اوس يي امريکا ته لومړي ګام کې به وغواړي چې پاکستان کې يو طالباني حکومت جوړکړي، او که احياناً داسې کار وشي نو دسيمې نور هيوادنه لکه روسيه،چين، هند او  نوره نړي دا حالت وزغمي؟ په هيڅ توګه نه.

نو که  ګاونډيان خپلو دوه ګونو لوبو ته ادامه ورکوي او افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو سره مرسته نه کوي په دې صورت کې افغانستان ښايي دې ته اړه شي چې نورو لورو ته مخ واړوي، او سره لدې چې پوهيږي د امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو تړون، يا په بله مانا په افغانستان کې د امريکا اوږدمهاله پوځي اډو شتون هم افغانستان ته زيان لري اوهم سيمې ته، د ګاونډيانو د نه همکارۍ له امله د زهرو دې جام څکلو ته اړ شي.

که افغان حکومت دې ته اړ کيږي چې امريکا سره ستراتيژيک تړون ومني نو لومړي بايد امريکا دافغانستان شرايط ومني، د غلامي قرار داد په هيڅ توګه او په هيځ شرط بايد د منلو نه وي
نو بيا په سيمه کې د دې زهرو دخپريدا ټوله ملامتي به د ګاونډيانو په غاړه وي
Ghulam Jelani  Zwak
Director Afghan Analytical and Advisory Center
phone: +93 795 225 003
Email: [email protected]
[email protected]
- ځواک
بېرته شاته