(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعلمي او ادبی غونډي خبرتيا

[27.Aug.2011 - 11:45] په اروپاکې مېشتو افغانانو ،فرهنگیانوعلمی  شخصيتونو،ادبي اوفرهنگی ټولنو،اديبانواوشاعرانوته دزړه له کومې بلنه ورکول کېږي چې زموږ سره په هغه علمی اوادبی غونډه کي برخه واخلي کوم چي دافغانستان دپياوړي ليکوال اوتاريخ پوه ښاغلي غوخ خيبري په وياړ دسويډن دمالمو په ښارکي دافغاني کلتوري ټولنو په زيار اوزحمت جوړېږي .
دټولوعلمي شخصيتونو،فرهنگيانو،ليکوالواوشاعرانوڅخه چي نسي کولاي په غونډه کي گډون وکړی هيله کوو ددې غونډي په ادرس خپل پيغامونه اوليکنې موږته راولېږي اوپدې ډول پدې درنه غونډه کي  زموږ سره يوځاي   فعال گډون ولرئ .
موږ ددې درنې غونډې جوړونکي يوځل بيا له هغو ټولنو څخه  چي غواړي خپل پيغام په غونډه کي ولولی هيله منديو زموږسره دبرېښناليک پوسيله دپيغام په رالېږلو تماس ونيسي  .موږبه دپروگرام دحوصلې په نظرکي نيولوسره دپيغام داورېدولوامکانات برابرکړو،کنه ددې درنې غونډې په وياړ دټولواسنادوپه ټولگه کښي  به له نورو ويناو اوليکنوسره يوځاي چاپ  سي .
هغودوستانوته چي دمخکنيواړېکواوبلنې له مخې دنړۍ له ليري هيوادونه مالموته تشريف راوړي غوښتنه لروچي دخپل سفردپيل اوختم په اړوند موږ ته دبرېښناليک پوسيله خبر راکړي چي په کومه ورځ اوپر څوبجو چيرته رارسېږي ،ترڅو دراتگ اوتگ په وخت کښي له هرډول سرگردانی نه خلاص وي .
دکنفرانس دکار رسمی پيل  دسپتمبر پر (( ۱۰ )) دورځې پر يوه بجه دکروکسبيک ښوونځۍ    (( Kroksbäcksskolan )) دکنفرانسونوپه تالارکښي  دی .
په غونډه کي دگډون لپاره دمالمود ښار اړونده ارگانومشرتابه همدا ډول دنوروهيوادوفرهنگی ټولنواستازو ته بلنه ورکړه سوې چي په ورين تند ئې منلې ده .
درانه هيوادوال کولاي سي خپلې ليکنې اوپيغامونه  پدې  برېښنا پته موږ ته راولېږي :
  [email protected]   يا [email protected]
دغونډې پروگرام :
۱/ دغونډې پرانستل اوعلمی ويناوي .
۲/ دښاغلي غوث خيبري دعملي او ادبي هڅو په وياړ دنړۍ له مختلفو سيمونه دعلمي شخصيتونواواوفرهنگی ټولنو پيغامونه  .
۳/ تفريح (دمه ) : په دې وخت کښي مېلمنواودغونډي برخوالو لپاره  وچه اوتازه مېوه دڅښاک  سره په نظرکښي نيول سوې ده .
۴/ دښاغلي غوث خيبري ددرناوي اوهڅونې په وياړ په بهرکي دمېشتوشاعرانوپه ابتکاراونوښت ادبی مشاعره .
۴/ ټنگ ټکور .
دغونډی تر ختمېدو وروسته دوستان اوپه ځانگړې توگه زموږځوان  نسل کولاي سي درابلل سوو مېلنموسره په ټاکل سوی ځاي کښي دزړه خواله وکړی .
زموږ لپاره ډيره مهمه او اړينه خبره داده چې  زموږ ځوانان په  يوه ازاده،زړه راکښونکې دوستانه اوشاعرانه ادبی فضاکښي دراغلو مېلمنو اوپوهانوسره  دزړه خواله وکړی .
دښاغلې غوث خیبري دادبی اوعلمی زيار ددرناوی اوهغه دحرمت ساتلوپه وياړ ددې علمی او ادبي غونډې د جوړېدونه زموټولوفرهنگی ټولنو موخه همداده چي زموږ ځوان نسل دخپلو وياړلو اوعلمې څېرودژوند اوتردغو علمي معراجونودرسېدودټولواړخونوپه هکله  پوره اوگټورمعلومات تر لاسه کړي .
يادونه : داړينومعلوماتودترلاسه کولولپاره کولاي شی دپورته برېښناليک  په پتواويالاندي ټليفون  شمېرو له له موږسره تماس ونسی :
دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکزمشر انجينر عزيزمقري : 0046(0)721775080
دآرياناکلتوري ټولنې مشرکبير اميري :0046(0)705380002
حبيب الله غمخور :0046(0)736511569 / 0046+(0)760 826 087
دسپتمبرپر ۹ او ۱۰ دهغو مېلمنولپاره چي له بهرنه راځي پر پورته ليکل سوونمرولاندي  تليفوني نمرې هم فعالي اوهغوي ستاسوپه خدمت کښي دي  :
هيوادشير زاد: 0046+(0) 737 143 140
هلمند شيرزاد:0046(0) 760800383
اکمل صافي :   0046+(0) 736  269 757
نيازمحمد پياوړی : 0046(0)762483060
دناويگاشون لپاره ادرس  :      
Sweden Malmö
Hyllievångsvägen-6
216 25

 
- اميري
بېرته شاته