(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوښار: بمی چاودنی مرګ ژوبله واړوله

[25.Aug.2011 - 22:13]

25.08.2011 Deewa

د پښتونخوا سوبې سرښار پيښور سره نزدې  په نوښار ضلع کې  دزيارت (پنجشنبی) په ورځ ديو هوټل دننه ترسره شوې بمي چاؤدنه کې دابتدائي اطلاعاتو ترمخه 11 کسان وژل شوي او 14 نور ژوبل شوي دي.
 د خيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين خبريالانو سره دخبرو په مهال  په دغه چاؤدنه کې د11ؤ کسانو دوژل کيدو او 12 ؤ نورو دژوبل کيدو پخلى کړى دى.
 په نوښار کې دپوليسو يو لوړپوړي مشر محمد حسين  يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل  بمي چاؤدنه ديو هوټل دننه ترسره شوې ده.
 بمي چاؤدنه  دنوښار څخه مردان ته په غځيدلي سړک   دکنټونمنټ  ساحه کې موقعيت لرونکي درسالپور سيمې بازار کې ديو هوټل دننه هاغه مهال ترسره شوه کله چې   دروژه ماتي څخه وروستو په ګڼ شمير کې خلک راټول شول.
د اطلاعاتو ترمخه مړو او ژوبلو  کې  دپوليس او فضائي ځواک يو شمير عسکر هم شامل دي.
 تيره اوونۍ هم دپاکستان قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ کې  ديو جومات دننه دجمعې په ورځ دجومات دننه ترسره شوي ځانمرګي بريد کې 51 کسان وژل شوي وؤ.

- ډیوه
بېرته شاته