(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ويش په سيمه کې امن ته خطره پيښه کړيده

[23.Aug.2011 - 15:41]

کولن : خبريال : همايون « زماني »

پښتونخوا مجله -   ټوک ۶- ګڼه ۱۰ مارچ ۱۹۹۲

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند PSDP مشر ډوکتور کبير ستوري وويل چې د پښتنو ويش په سيمه کې سولي او امن ته خطره پيښه کړيده، د پښتنو يو خپلواک دولت ( سيټ ) چې ټول پښتانه پکې يو ځاي شوي وي په  سيمه کې د سولي او امن تضمين کولي شي .

ده زياته کړه چې پښتونولي Pashtoonwali،چې د پښتنو يو عنعنوي ډيموکراټيک سيستم دی، د پښتنو د ملک پښتونخوا بنسټ ګرځيدلي شي، چې په سيمه  کې د غيرو ډيموکراټيکو او افراطي ځواکونو چې ناارامي او بې ثباتي راولي مخه نيولي شي .

 ده زياته کړه چي د نړۍ په اوسني سياسي او تاريخي پړاو کې چې د قامونو د يووالي او آزادۍ ډيوي پکې بليږي، پښتانه هم د ازدا خود اراديت له لاري خپل ملي وحدت  او خپلواک دولت ( سټيټ ) غواړي .

 ده وويل : زمونږ ګوند چې د پښتون ولس د ارادي ممثل او د علائقواستازی (نماينده) دي د پښتونخوا ملي او جمهوري ( ډيموکراټيکو ) ګوندونو  ته غږ کړيدی چې په يوه ډيموکراټيکه جبهه ( محاذ ) کې سره راغونډ او د پښتون ولس د ارادې سره سم د پښتنو د يووالي او د پښتونخوا د خپلواکۍ چغه پورته کړي .

Köln: Humayun Zamani, Pashtoonkhwa / Pukhtunkhwa / Paschtoonkhwa

1992 March. Jahrg. /Vol.: 6  No/Nr.:10

Published: 23.08.2011

 

- همایون زماني
بېرته شاته