(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پیښور: ځانمرګی برید ۸ کسان ووژل

[11.Aug.2011 - 17:17]
ډیوه: د پښتونخوا سوبې سرښار پيښور کې  دزيارت(پنجشنبی)په ورځ ديوې ښځې لخوا ترسره شوي ځانمرگي بريد او دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه 8 کسان وژل شوي دي.
يو لوړپوړي پوليس مشر شفقت ملک بهرني خبري اژانس سره په خبرو  وويل چې  دغه يوه ښځه وه چې ځانمرگي بريد يې ترسره کړى، دهغې عمر د17ؤ څخه نيولې تر 18ؤ کالو پورې وؤ، دلمړۍ چاؤدنې دځايې څخه يې تقريباً شل ميټره لرې دپوليسو په پوسته لمړى لاسي بم وغورځولو او بيا يې ځان والوځولو.
پوليس مشر دا هم وويل چې ددغه ځانمرگې ښځې واسکټ په مکمله توگه ونۀ چاؤدولو، هغه ووژل شوه او يوه بله ښځه هم ووژل شو او درې پوليس عسکر ژوبل شول.
په ابتدائي توگه داسې گمان کيدو چې ايا دوهمې ښځې هم دځان سره بارود راوړي وؤ که نه خو پوليسو او روغتيائي چارواکو وروستو وويل چې هغه ځانمرگي نۀ وه.
يو ډاکټر رحيم افريدي بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل  ” ددوهمې ښځې عمر د60ؤ کلونو څخه زيات ؤ، دهغې دمخ څهره په مکمله توگه خرابه شوې او دپيژندگلو څخه وتلې، دهغې په بدن دځانمرگي واسکټ اچولو کومې نخښې نۀ ښکاري، مونږ داسې محسوسوؤ چې هغه لاروۍ وه
هغه وويل چې ديو 10 کلن ماشوم په شمول روغتون ته 16 کسان وروړل شوي دي.
چارواکي وائي د بريد کوونکې هدف په ظاهره هاغه پوليس عسکر  او خبريالان وؤ چې دلمړۍ چاؤدنې په ځايې کې راټول
 شوي وؤ خو دسخت حفاظتي حصار په وجه دغه ښځې ته  دراټولوشوؤ خلکو دپه نخښه کولو موقعه په لاس ورنغله
سحر خواؤشا اووۀ بجې په بمي چاؤدنه کې دپوليسو يو گاډى په نخښه کړل شوى چې پکې څلور عسکر  او دسکول يو ماشوم وژل شوى، بريد کې 18 پوليس عسکر ژوبل شوي چې دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي.
چارواکي وائي بارودي مواد دسړک په غاړه ولاړ دميوې په يو لاس گاډي کې پټ کړل شوي وؤ اؤ چاؤدنه دريموټ کنټرول په ذريعه شوې ده.
 دا دريم ځل دى چې په پاکستان کې  ديوې ښځې لخوا په پوليسو کوم ځانمرگى بريد ترسره شوى دى، په دغه هيواد کې دکال 2007م څخه تر دې مهاله اندازتاً 4,500 کسان وژل شوي دي.
په پاکستان کې دښځو لخوا ډير کم ځانمرگي بريدونه ترسره کيږي، دغه ځانمرگى بريد  دپيښورپه لاهوري گيټ کې دترسره شوې بمي چاؤدنې څخه دڅو ميټرو په فاصله کې ترسره شوى.
 يو بل پوليس چارواکي محمد فيصل وويل چې 18 کسان نور ژوبل شوي هم دي.
 دتير جون په مياشت کې پاکستاني طالبانو په لمړي ځل ادعا کړې وه چې يوې ازبکیښځې او یو ازبک سړي په يو پوليس سټيشن بريد ترسره کړى چې په نتيجه کې يې 10 عسکر وژل شوي او ددغسې جوړو دنورو بريدونو گواښ يې کړى ؤ.
سرچينې وائي  دچاؤدنې وروستو په سيمه کې شيشې، دانساني بدن غړي، وينه او دپوليس يونيفارم دپيښې په ځايې کې ليدل شوي.
دپوليسو يو بل چارواکي امتياز شاه وويل چې دپوليسو په گاډي کې 20 عسکر سپارۀ وؤ او زياته يې کړه گاډى تباه شوى او دچاؤدنې په مهال دسيمې څخه دسکول دماشومانو يوه ډله هم تيريده چې دهغوي څخه يو 12 کلن ماشوم هم وژل شوى.
پيښور کې دوه مياشتې وروستو دا لمړي ترهه گريز بريدونه وؤ او ښار کې دکومې ښځينه ځانمرگي لخوا دا لمړۍ کارروائي وه.
دخيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي امير حيدر خان هوتي ميډيا سره خبرو کې وويل  ترهه گر اوس دماشومانو ترڅنگ  ښځې هم بې لارې کوي او دخپلو بدو مقصدونو لپاره يې کاروي چې دغه هر څه دحکومت لپاره دانديښنې وړ دي.
وزيراعلي وويل   ” که چیرې ددواړو چاؤدنو ترمينځ دمې ته وکتل شي نو داسې ښکاري  چې ښځينه ځانمرگې بريدکوونکې  انتظار کولو چې  دلمړۍ چاؤدنې څخه وروستو په گڼ شمير کې خلک او لوړپوړي سرکاري افسران يا سياسي مشران دپيښې ځايې ته راورسيږي نو هغه به يې په نخښه کړي
 کومې تندرويه ډلې تر دې مهاله ددغو بريدونو ذمه واري په غاړه نۀ ده اخستې.
 
بلخواپه افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو دزيارت په ورځ وئيلي دي په جنوبي افغانستان کې ديوې بمي چاؤدنې له امله 5 بهرني عسکر وژلي دي.
 دنيټو په مشرۍ  نړيوال ائتلافي ځواک ( ايساف)  دزيارت  په ورځ درامينځته شوې دغه پيښې يا دوژل شوؤ عسکرو دقوميت  په اړه نور تفصيلات  نۀ دي ورکړي، د اگست په مياشت کې تر دې مهاله لږ ترلږه 50 بهرني عسکر وژل شوي دي.
 تيره مياشت افغان پوځ او پوليسو ته  بهرنيو ځواکونو  دامنيتي چارو د سپارلو لمړى پړاؤ پيل کړى، ددغه عمل مقصد تر کال 2014م پورې  افغاني ځواکونو ته دټول افغانستان امنيتي چارې سپارل دي.
يو چينوک هيلي کاپټر په مرکزي افغانستان کې  پينځه ورځې دمخه دطالب جنگيالو لخوا راغورځول شوى ؤ چې پکې
۳۰امريکائي او 7 افغاني عسکر وژل شوي وؤ 
 دشورو په ورځ افغانستان کې  دامريکا او نيټو ځواکونو مشر جنرل جان الين  وئيلي وؤ  د
F-16 
جنگي الوتکې
 څخه  داگست په 8مه نيټه دشپې په مهال  په يو فضائي بريد کې ملا محب الله چې دختيز افغانستان په
 
 تنگي  سيمه کې دطالبانو مشر ؤ او هاغه  جنگيالي
  چې   په راکټ سره يې امريکائي هيلي کاپټر رانسکور کړى ؤ ووژل شول.
ديو راپور ترمخه سږ کال تر دې مهاله افغانستان کې 387 بهرني عسکر وژل شوي دي، تير کال 711 ائتلافي ځواکونه وژل شوي وؤ.
 
دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په شمالي وزيرستان کېچارشنبی (دشورو)په سحر
 دبې پائيلټهامريکائي جاسوسي الوتکو
 دډرون څخه داغل شوي دوه ميزائيلونه دمرکزي ښار ميرانشاه څخه درې کلو ميټره لرې ختيزه سيمه  کې په هاغه کور لگيدلي چې دتندلارو تر استعمال لاندې ؤ او ورسره نزدې ولاړ يو گاډى هم تباه شوى دى.
په دغه بريد کې وژل شوؤ کې دمقامي طالبانو ترڅنگ اُزبک او عرب جنگيالي هم شامل دي خو دبې پلوه  سرچينو څخه ددې اطلاعاتو پخلى نۀ دى شوى.
 دځاني زيان په حواله  اوسنيو اوونيو کې  شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد ترسره شوى دغه يو ستر بريد دى.
دافغان پولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمو کې دتندلارو په شکمنو ځالو دډرون بريدونه دپاکستان او امريکا ترمينځ اړيکو کې دتاؤتريخوالي يو علت دى، اسلام اباد دغه بريدونه دترهه گرۍ په ضد کارروائيو لپاره زيانمن گڼي او ددې داودرولي غوښټنه کوي ، خو امريکائي چارواکي دا دتندلارو په ضد موثره وسله گرځوي.
- ډیوه
بېرته شاته