(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دملي ترمينولوژئ دقاموس لپاره ژباړونکي پکاردي

[11.Aug.2011 - 16:00]
د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼه چي د تيرو يوؤلسو کالو راهيسي په وړيا توگه پر انټرنټ د پښتو قاموسونو خدمتونه وړاندي کوي، غواړي د بيجينگ د پوهنتون سره يوه نوې پروژه پېل کړي.
قاموسونه ټکی کام پروژه د ډېر وخت راهيسي پدې لټه کي وه چي يو پياوړی پښتو چينايي او چينايي پښتو قاموس جوړ کړي. نوموړي پروژې په دې تړاو په څو څو ځله په چين کي تماسونه نيولي او هلته يې په همکارانو پسي لټون کړی دی.
خوشبختانه د چين د پوهنتون يوه استاد اوس پدې لړ کي د همکارۍ وړانديز کړی دی. دغه قدرمن په خټه چينايي دی خو پښتو يې زده ده او په پوهنتون کي يې د پښتو ښوؤنه هم کړېده.
د چيني استاد وړانديز دا دی چي د چينايي پښتو يو داسي قاموس دي جوړ کړل سي چي پر پوځي اصطلاحاتو ولاړ وي. پدې لړ کي قاموسونه ټکی کام 7000 داسي انگليسي ويونه ټول کړي دي چي د پوځ سره تړلي مسلکي لغتونه دي. د دغو لغتونو چينايي معنی هم سوې ده او اوس يې بايد پښتو ژباړه وسي. پدې توگه به د عسکري ويونو يا لغتونو يو انگليسي چينايي پښتو قاموس رامنځ ته سي.
تر کومه ځايه چي موږ معلومات لرو نو په پښتو کي تر اوسه هيڅ عسکري قاموس ندی ليکل سوی چي دغه يوه لويه تشه ده. پښتو د افغانستان ملي ژبه ده او د هيواد اداري ترمينولوژي هم پدغه ژبه ده چي پکښي عسکري اصطلاحات هم شامله دي. خو له بده مرغه چي نه خو د ملي ترمينولوژۍ دغه اصطلاحات د ملي ترمينولوژۍ په کوم ځانگړي قاموس کي راټول سوي او نه يې هم تر اوسه کوم پلان جوړ سوی دی.
قاموسونه ټکی کام اوس پداسي افغانانو پسي گرځي چي د انگليسي پوځي لغتونو په ژباړه کي او د ملي ترمينولوژۍ په راټولولو کي د نوموړې پروژې سره همکاري وکړي. پدې لړ کي هغه کسان زياته مرسته کولای سي چي عسکري يا اداري شاليد ولري او په انگليسي او پښتو ژبو هم پوه وي. د دې تر څنگ بايد د کمپيوټر د استعمال سره هم بلد وي.
د هيواد والو څخه هيله کوؤ چي که د پورته يادو سوؤ وړتياؤ تر څنگ د پښتو د خدمت جذبه په زړه کي ولري نو دي زموږ سره اړيکي ټينگې کړي. د قاموسونه ټکی کام پروژه د يوه کس په شخصي مصارفو پر مخ بېول کيږي او بله هيڅ اقتصادي منبع نه لري. له همدې وجې د دغې پروژې سره د همکارۍ په بدل کي له بده مرغه کومه تنخوا نه سي ورکول کېدلای. هر څوک چي غواړي مرسته وکړي هغه به په داؤطلبانه توگه د پروژې سره کار کوي.
په درنښت هيله کوؤ چي يوازي هغه کسان راسره تماس ونيسي چي په جدي توگه عملي کار ته حاضر وي. له بده مرغه چي په تيرو وختونو کي د پروژې ډېر زيات وخت د مؤقتي احساساتي کسانو په لارښوؤنه او د هغوی په تخنيکي روزنه کي ضايع سوی دی. خو له بده مرغه دغو کسانو بيا هغه په غاړه اخيستی کار پای ته ندی رسولی چي له دې کبله د پروژې يو شمېر کارونه د ځنډ سره هم مخامخ سوي دي.
د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلؤنکی
احمدولي اڅکزی
المان

www.qamosona.com

د برېښناليک پته:
[email protected]

لطفا پورتنۍ برېښناليک  وکاروئ او يا هم د قاموسونه ټکی کام د وېبپاڼې د feedback د لاري زموږ سره تماس ټينگ کړئ.
- اڅکزی
بېرته شاته