(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرمه : 100,000 کسانو کډې کړي،کراچئ کی مرګ ژوبله

[27.Jul.2011 - 21:35]
ډیوه: ۲۷۷۲۰۱۱
چارواکي وائي په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو لخوا دعملياتو پيل کولو له امله د دغه قبائيلي سيمې څخه خواؤشا 100,000 کسانو خوندي سيمو ته کډې کړي دي
 راپورونه وائي په افغانستان کې فعاله  تندرويه ډلو دپاکستان په کرمه ايجنسۍ کې خوندي ځالې جوړې کړې وې.
لوړپوړي انتظامي چارواکي صاحب زاده انيس چې  دکډوالو دمرستې څارنه کوي  يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې  تر دې مهاله مونږ 9,944 کورنۍ رجسټرډ کړي چې دغه خواؤشا 100,000 کسان جوړيږي.
هغه وويل چې 1800 کورنۍ په عارضي کيمپونو کې ژوند کوي  خو گڼ شمير نور کسان يا خو دخپلو خپلوانو کورونو ته منتقل شوي يا يې په کرايه کورونه نيولي.
هغه وويل چې دکډوالو لپاره کيمپونه په سکولونو او کالجونو کې جوړ کړل شوي ، دغه سکولونه او کالجونو دگرمۍ درخصتيو له امله تړلي دي او کۀ چرې په کرمه ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات پراخه شي نو حکومت به دطالب علمانو په رخصتيو کې هم اضافه کوي.
په کرمه ايجنسۍ کې دعملياتو پيل کولو په مهال پوځي چارواکو ژمنه کړې وه چې  ځانمرگي بريدونو او دخلکو تښتونو کې دککړو تندلارو په شمول به دغه قبائيلي سيمه دترهه گرو څخه پاکوي.
دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس  تيره ورځ  وئيلي وؤ کرمه ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد عمليات په کاميابۍ سره روان دي.
هغه دا هم وئيلي وؤ چې پوځ هڅه کوي تندلاري دسيمې څخه وباسي او په دغه اړه قبائيلي لښکرې هم دپوځ ملاتړ کوي.
دمرکزي کرمې ايجنسۍ څخه دتندلارو پاکولو لپاره خواؤشا 4,000 پاکستاني عسکر په جگړه بوخت دي.
بل لوري ته قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې  ددوؤ بمي چاؤدنو له امله دامن لښکر ددوؤ غړو دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي.
دسرچينو ترمخه دمومند ايجنسۍ  په منزرۍ چينه سيمه کې  دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې دپوځ سره په گډه اغيزمنو سيمو کې دپرمختگ په مهال دامن لښکر دوه گاډي ددوؤ بيلا بيلو مائنونو سره ټکر شوي چې په نتيجه کې يې دامن لښکر دوه غړي وژل شوي دي.
چاؤدنو کې پينځه عسکر او دامن لښکر پينځه غړي هم ژوبل شوي چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي
 
بلخوا نن ۲۷۷۲۰۱۱د چارشنبی په ورځ د کندهار  ښاروال یا میئر په يو ځانمرگي بريد کې وژل شوى دى
  چارواکي وائي ځانمرگي چاؤديدونکي مواد په پټکي کې پټ کړي وؤ او دښاروال غلام حيدر حميدي دفتر په نزدې رسيدو يې چاؤدنه وکړه.
 دقندهار دوالي وياند زلمي ايوبي منلې ده چې يو ځانمرگي نن دهغوي ښاروال وژلى دى.
 طالبانو ددغه پيښې ذمه واري په غاړه اخستې ده.
کابل کې دامريکې سفير چې دغلته دخپلې لمړۍ اوونۍ خدمات ترسره کوي  دکندهار دښاروال وژنه يې په سختو ټکو کې غندلې.
 ۶۵کلن  حميدي دبدعنوانۍ او د بااثره خلکو لخوا دحکومتي ځمکو نيولو په ضد کمپائن کې ښۀ شهرت لرلو
دشورو په سحر  دښاروال ددفتر څخه بهر  ددوؤ ماشومانو په حادثاتي توگه دوژل کيدو پسر وروستو له هغې مظاهره کيده   چې دنهې(سه شنبی)په ورځ  دښار په لويه وياله سيمه کې په غيرقانوني توگه  جوړ کړل شوي کورونه  دمقامي حکومت له لوري ورانيدل.
دپوليسو يو مشر وائي ښاروال ددغه پيښې په اړه دلويې ويالې دمشرانو سره ليدنې لپاره روانيدو چې ځانمرگي بريد ترسره شو.
دطالبانو وياند قاري محمد يوسف  وئيلي دي  ځانمرگى دهغوي دډلې څخه ؤ او دنننۍ غونډې څخه يې گټه پورته کړه.
دوه اوونۍ دمخه يو ځانمرگي دافغانستان دقندهار په يو جومات کې دافغان صدر حامد کرزي دوژل شوي ورور احمدولي کرزي دفاتحې دمراسمو په مهال چاؤدنه ترسره کړې وه، دغه ځانمرگي هم چاؤديدونکي مواد پخپل پټکي کې پټ کړي وؤ، چې دغه دتندلارو لخوا يو نوى تاکتيک دى ځکه    چې امنيتي چارواکي  حکومتي دفترو ته  دتللو  په مهال  دخلکو دبدن دتالاشۍ اخستو په مهال پټکي نۀ لټوي.
په هاغه بريد کې هم څلور کسان وژل شوي وؤ.
دروانې مياشتې په مهال هم په کندهار کې دافغان صدر حامد کرزي ورور احمدولي کرزى دخپل يو ساتونکي لخوا پخپل کور کې وژل شوى ؤ.
دامريکا او نيټو لخوا  دهيواد دسلامتۍ ذمه وارۍ افغان پوځ ته دمنتقل کولو عمل روان دى خو بل لوري ته دتشدد پيښو کې اضافه هم ليدل شوې ده.
تيره اوونۍ خواؤشا داوؤ سيمو کنټرول افغان پوځ ته وسپارل شو او افغان صدر حامد کرزي هيله څرگنده کړې ده چې دکال 2014م تر اخرې پورې به افغان پوځ دټول هيواد امنيتي ذمه وارۍ سمبالې کړل شي.
د شورو (چارشنبی)په ورځ د کراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې داړي گړي مختلفو پيښو کې نور پينځه کسان وژل شوي ورسره د تير يو شواروز په مهال د وژل شوؤ کسانو شميره 12ؤ ته رسيدلې ده او درې شکمن کسان نيول شوي هم دي.
سرچينې وائي د ناظم اباد مارکيټ دچاوله مارکيټ څخه ددوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي  چې دهغوي پيژندگلو نۀ ده شوې، ديو تن مړى په گارډن سيمه کې هم ترلاسه شوى چې هغه دبليپ سنگهـ په نوم پيژندل شوى.
همدغه راز  دنامعلومو وسله والو لخوا  دطارق او احمد بلوچ په نوم دوه کسان په پي ائي پي کالونۍ کې وژل شوي دي.
 په هزاره کالونۍ، سادات کالونۍ، شاه فيصل او ټينکي چوک کې دپوليسو لخوا کور په کور ترسره شوؤ عملياتو کې درې شکمن کسان هم نيول شوي دي، په دغو عملياتو کې چې تر دوؤ ساعتو پورې روان وؤ خواؤشا 2,500ؤ عسکرو برخه اخستې وه.
 تيره ورځ  هم دښار په بيلا بيلو سيمو کې حالات تاؤژن وؤ  د سياسي گوندونو سره دتعلق لرونکو دوؤ غړو په شمول اووۀ کسان وژل شوي وؤ.
د سندهـ انسپکټر جنرل واجد علي خان دراني وائي چې ترهگر دپوليسو څخه په ښۀ وسله سمبال دي
Source: deewa radio
- پښتونخواخبریال
بېرته شاته