(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طالبانو دمشرملامحمدعمرمجاهد د مرګ رپورټونه رد

[20.Jul.2011 - 18:57]
ډیوه: ۲۰/۷/۲۰۱۱
طالبانو د خپل مشر ملا محمد عمرمجاهد د مرګ رپورټونه رد کړي دي او وائیي هغه ټېلي فوني پېغامونه نقلي دي چې د دوي د مشر د مرګ په اړه خپور کړل  شوي دي
د طالبانو ویاند دچارشنبی (شورو)په ورځ وئیلي چې دغه پېغامونه د دوي ټېلي فون د هېک  یا غلا  کولو وروسته خپور کړل شوي دي او دوي د  فون هېک کولو ذمه واري د امریکا په استخباراتي ادارو اچولې
د ملا عمر د مرګ په اړه مخکې هم رپورټونه خپاره
شوي وؤ
په تېر مارچ کې یو افغان ټېلي ویژن خبر ورکړې ؤ چې نوموړې د پاکستان استخباراتی ادارې وژلی دی.
د طالبانو مشر په سر لس ملېن ډالر انعام اېښودل شوی
ملاعمر د 1990م  په لسېزه کې د طالبانو د سخت دریځه حکومت مشر وؤ.
د طالبانو په حکومت کې د جېنکو په سکول ته د تلو بندیز وو او ښځې به کار ته نه پرېښودل کېدې. پاکستان  چې دکال 1996 څخه يې تر کال 2001ء پورې دطالبانو ملاتړ کړى ؤ اوس هم پرې داسې شکونه کيږي  چې  هغوي طالبانو سره نزدې اړيکې لري.
د پاکستان په استخباراتي ادارې ایی ایس ائي باندې داسې تورونه   لګول کيږي چې  طالبانو سره ملاتړ کوي  او تور لګول کېږي چې د ملا عمر په ګډون د نور طالب مشران پاکستان کې موجود دي.
د پاکستان حکومت او پوځ دغه رپوټونه ردوي او وایي د طالبانو د مشرانو په اړه ورته هېڅ معلومات نشته.
دوي زیاتوي  پوځ او  قانون پځايې کوونکو چارواکو اوس هم دالقاعده او طالب جنګيالو نيولو لپاره  خپلې هڅې دوامداره ساتلي  او کۀ چرې ورته باوري خفيه معلومات ترلاسه شي نو دهيچا دګرفتارۍ څخه به ډډه ونۀ کړي.
بلخواد پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني دشورو په ورځ په نړيوالې ټولنې دافغانستان په اړه  ديوې داسې تګلارې جوړولو لپاره غږ کړى چې په نتيجه کې يې  په سيمه او نړۍ کې  دامنيت ټينګښت باري کړل شي.
دافغانستان او پاکستان لپاره دبرطانيې دځانګړي استازي  مارک فلپ سيډول سره په يوه ليدنه کې دپاکستان وزيراعظم ددې  هيلې څرګندونه وکړه چې  دبون دغونډې څخه وړاندې  وخت کې به  دافغانستان څخه کال 2014م پورې دايساف ځواکونو دوتلو وروستو دپرامنه او خوشحال افغانستان باوري کولو په اړه يوه سټريټيجي جوړه کړل شي.
هغه وويل چې دافغانستان په اړه دپاکستان پاليسي ډيره واضحه ده او هغه دا چې پاکستان يو باثباته، پرامنه او خوشحالۍ  افغانستان غواړي.
 وزيراعظم ګيلاني وويل چې پاکستان په افغانستان کې دمداخلت نۀ کولو په تګلاره باور کوي  او په دې خبره باور کوي چې دغلته  دامن شتون  دسيمې دثبات لپاره  مهم دى.
  دهغه وويل چې  پاکستان  دترهه ګرۍ په ضد دجګړې هڅه کوي خو په دغه حقله ورته دنړيوالې ټولنې دمکمل ملاتړ ضرورت دى.
  هغه وويل چې  پاکستان دافغانستان دمشرتابۀ سره  په ګډه  دافغانستان په مشرۍ   دجوړجاړي لپاره کار کوي.
 هغه  ددې باور څرګندونه وکړه چې دبرطانيې لخوا افغانستان او پاکستان لپاره  دمارک سيډول  ټاکنه به په سيمه کې دامنيت په پرمختيا کې مددګاره ثابته شي ځکه چې هغه ددواړو هيوادونو په اړه علم لري.
د برطانيې پوځيانو دافغانستان دهلمند ولايت دمرکز لشکرګاه کنټرول دافغانستان پوځ ته سپارلى دى.
 څيړونکي وائي دلشکرګاه ثبات پځايې ساتل به د مقامي پوځونو لپاره يو ستر ازميښت وي.
  دواک اختيار دسپارلو دستوره دګورنر په کور لشکرګاه کې ترسره شوه.
 د هلمند دو الي منګل او دجنوب لويديز لپاره دايساف د کمانډر جنرل تولان ترمينځ د مصافحې څخه دمخه دافغانستان
ددفاع وزير وزير جنرل عبدالرحيم وردګ  د افغاني ځواکونو جاج واخستو.
 په افغانستان کې دايساف نوى کمانډر جنرل جان الين هم موجودؤ.
دافغانستان ددفاع دوزارت وياند جانان مسوزئي په دغه اړه خبريالانو ته وئيلي دي چې  دلشکرګاه ( مقامي پوځونو ته ) سپارل  دامنيتي ذمه وارو دسپارلو څخه زيات وؤ.
هغه وويل چې  دمنتقلۍ ددغه ټول عمل مقصد داوږدې مودې لپاره  ديو باثباته، خوندي او پرامنه افغانستان باوري کول دي  کوم چې دسيمې  او نړۍ دثبات په ګټه دى.
 دنيټو سيکرټري جنرل انډرز فوغ راسموسن يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وئيلي دي چې داختياراتو  منتقلي به طالبان خفه کړي.
هغه وائي چې دمنتقلۍ مطلب دا دىچې په راتلونکي کې به طالبان پخپلو هيوادوالو بريدونه کوي  ځکه چې افغاني ځواکونه به جګړه کوي او يقيناً چې طالبان به دا نۀ خوښوي.
څيړونکي وائي دلشکرګاه کنټرول مقامي پوځ ته سپارل دکال 2014م پورې افغانستان څخه دبرطانوي پوځيانو دوتلو دپلان په لوري اشاره کوي.
افغاني ځواکونو په روانه اوونۍ کې داوؤ اولسواليو ذمه وارۍ سمبال کړي دي.
 خو دهلمند دمرکز سپارنه  زياته مهمه ځکه ده چې  دغه ولايت  په کال 2006م کې  دبرطانوي پوځيانو دګمارنې څخه وړاندې تر پينځوؤ کلونو پورې ناقراره پاتې شوى ؤ.
په لشکرګاه کې اوس مهال  امنيتي وضعه ښه ده خو څيړونکي دافغان پوځ دبې توانۍ او طالب جنګيالو دمضبوطتيا په اړه انديښنې څرګندوي.
 دګل په ورځ دلشکرګاه سره نزدې طالب جنګيالو په يوه پوسته ګمارلي اووۀ افغاني پوليس وژلي وؤ.
 دهلمند والي ګلاب منګل په يو خط کې برطانوي پوځيانو ته په دغه ولايت کې دهغوي په مړانه پيرزوئينې وړاندې کړي.
بلخوا دپښتونخوا سرښار پيښور کې  دسه شنبی (نهې)په شپه يو شمير وسله والو جنګيالو  په يوه امنيتي پوسته بريد کړى چې له امله يې يو تن وژل شوى او ددريوؤ پوليس عسکرو په شمول څلور کسان ژوبل شوي دي.
دپوليسو ترمخه  دترهه ګرو يوې ډلې  دپيښور په متنو سيمه کې  دپوليسو په پوسته بريد کړى دى، ددغه بريد په مهال کوهاټ ته روان دمسافرو يو ګاډى هم دبريد په زد کې راغلى چې له امله يې يو مسافر وژل شوى او يو بل
ژوبل شوى دى، بريد کې دپوليسو درې عسکر هم ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي  پوليسو دبريدکوونکو په ضد چټک عمليات پيل کړل او هغوي يې په شا تمبولو ته مجبور کړل، راپورونه وائي دغه بريد دنيمې قبائيلي سيمې دره ادم خيلو څخه ورغلو جنګيالو ترسره کړى دى.
 ژوبل کسان دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنګ روغتون ته رسول شوي چې دغلته  دسرچينو ترمخه ديو تن حالت سخت دى.
پوليسو او نورو قانون نافذونکو ادارو دبريد وروستو سيمه پخپله ولقه کې اخسته او دلټونې عمليات پيل يې کړي دي
چارواکي وائي په کندهار ولايت کې دشورو په ورځ ترسره شوې نښته کې لږ ترلږه درې پوليس عسکر وژل شوي   او اته کسان نور ژوبل دي.
 دکورنيوچارو دوزارت يو وياند وائي چې دغه نښته وروستو له هغې پيل شوه چې پوليسو   دسيمې په يو کور کې دپټو دوؤ تندلارو دموجوديت په اطلاع عمليات پيل کړل، په هغوي کې يو دطالبانو لوړپوړى کمانډر ؤ.
وياند صديق صديقي وائي چې نښته کې تندرويه کمانډر او بل تندلاري سره ددريوؤ افغاني پوليسو وژل شوي دي.
هغه وويل چې  پوليسو ته  په سيمه کې ديوې کور دننه دترهه گرو دموجوديت استخباراتي اطلاع ترلاسه شوې وه، پوليسو دغلته ورغلل  او ترهه گرو ته يې دتسليميدو امر وکړو خو هغې ددغسې کولو څخه انکار وکړو او ډزې يې پيل کړې.
 هغه وويل چې نښته کې دسيمه ايزو پوليسو دمشر گلاب په شمول درې پوليس عسکر وژل شوي ، له دې وړاندې دهسپتال يو چارواکي دڅلورو پوليسو دوژنې خبر ورکړى ؤ.
دقندهار دپوليسو مرستيال مشر خبريالانو ته پخلى کړى چې نښته کې ددوؤ پوليس افسرانو په شمول درې عسکر وژل شوي او اتۀ کسان نور ژوبل شوي دي.
 بل لوري ته  پوليس وائي دافغانستان په مزار شريف ښار کې  ترسره شوې يوې بمي چاؤدنه کې څلور کسان وژل شوي او 11 نور ژوبل شوي دي.
دمقامي پوليسو يو مشر عبدالروف تاج په دغه اړه وئيلي دي چې بارود يو سړک په بائيسکل دځان سره دشت شور سيمې ته راوړي وؤ، خو دا نۀ ده په ډاگه شوې چې ايا دغه تن يو ځانمرگى ؤ که نه؟
تاج وويل دچاؤدنې له امله څلور کسان وژل شوي،11 ژوبل شوي  او مونږ دپيښې پلټنه کوؤ.
- پښتونخواخبریال
بېرته شاته