(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ادبي او سياسي حجري غونډه وکړه

[07.Jul.2011 - 21:42]
جرمني :  د روان کال د جولاي د میاشتي په ۷ نېټه ادبي او سياسي حجري په المان کې خپله نوبتي غونډه وکړه .
پدغه ترڅ کې د غونډي ګډونوالو د پښتو ژبي او کولتور د ساتنې ، پالنې او پرمختیا په اړوند نظرونه شریک کړل او ددغه ارزنده  هلو ځلو د لا عملي کولو په لارو چارو ئې رڼا واچوله .
د ادبي او سیاسي حجري ملګرو وپتیله چې راتلونکي ناسته به د پښتنو د نومیالي او منلي قامی او ولسی مشر  او د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ښاغلي محمد افضل خان  « خان لالا »   په وياړ به د روان کال د سپټمبر په میاشت کې غونډه جوړوي .
ادبي او سیاسي حجره چې د ټولو  پښتنو ګډه حجره ده،  چې په جرمني کې ئې  د څه مودي راپدیخوا د خپلو خلکو چوپړ ته اوږه ورکړي، خپل پښتانه  لیکوالان ، ادیبان  او  مشران  ئې  په خپل وخت سره پاللي ، ستايلي او خپلو هیوادوالو ته ورپيژندلي ،خپل  اولس او ژبي ته   ادبي او سیاسي حجري د نورو چوپړ او لا بریا وو په هیله .
په درناوي
صالح خان
دحجري ایمیل :
[email protected]
 
- صالح خان
بېرته شاته