(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لغمان: د کانکور د چمتو والي د پياوړتيا دوره

[07.Jul.2011 - 13:21]
د لغمان د سرې مياشتې د ځوانو رضاکارانو روزنيز کلوپ د کانکور د چمتو والي د پياوړتيا دوره پيل کړه.
  د لغمان د سرې مياشتې د ځوانو رضاکارانو روزنيز کلوپ  د کانکور د چمتو والي د پياوړتيا  لمړۍ دوره پيل  کړه هغه غونډه چې په همدې موخه  په ياد کلوپ کې جوړه شوې وه په کې د لغمان  پوهنتون رئيس الحاج عبدالصبور غفورزي،  د سکتور خصوصي رئيس سيد احمد ساپي،  د اقتصاد رئيس محمد اغا مبارز، د ولايت يوتن مشاور قاري عبدالاحد عتيد، د لغمان د ملي راډيو ټلوېزيون د نشراتو مدير الله يار تلاش او نورو ګڼ شمېر ځوانانو برخه اخستې وه په لمړي سر کې د کلام الله مجيد تر تلاوت وروسته  د ځوانو رضاکارانو د روزنيز کلوپ مشر عزيز الرحمن ذکي مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ د کانکور  د چمتو والي د پياوړتيا  پروګرام  په اړه وويل: پروګرام د لغمان پوهنتون د رئيس الحاج عبدالصبور غفورزي د سرپروستې لاندې ترسره کېږي چې په کې به د لسمو ، يولسمو، او دولسمو ټولګيو ټول  مضامين تدريس شي، چې تدريسي چارې به يې د لغمان د عالي دارالمعلمين او د ننګرهار اسلامي پوهنتون د بااحساسه استادانو له لوري په رضاکارانه توګه ترسره شي ذکي زياته چې د لمړۍ دورې تربشبړېدو  وروسته به نورې دورې هم پيل شي او په اخر کې ازمايښتي ازموينه اخستل کېږي، ټولټال 1000 تنه محصلين به ترې ګټه پورته کړي. ورپسې د لغمان پوهنتون رئيس الحاج عبدالصبور غفورزي، د کانکور د چمتو والي د پياوړتيا د رياضياتو د څانګي رضاکار ښوونکي استاد انجنير ذبيح الله يوسفزي، د ملي راډيو ټلوېزيون د نشراتو مدير الله يار تلاش، د اقتصاد رئيس محمد آغا مبارز، د ولايت د مقام مشاور قاري عبدالاحد عتيد  او نورو په وار سره خبرې وکړې  د کلوپ کړي کارونه يې وستايل، او دغه اقدام يې چې په لغمان کې د لمړي ځل لپاره د رضاکارانو د کلوپ له لوري نيول کېږي مهم وباله او له زده کوونکو څخه يې غوښتنه وکړه ترڅو پروګرام په غور او دقت سره تعقيب کړي ترڅو د کانکور په ازموينه کې له ستونزې سره مخ نشي او هرځوان د خپلې خوښې پوهنځي ته بريالی شي، ځوانان يې د علم تر لاسه کولو ته وهڅول په ځوانانو يې غږ وکړ چې  په هېواد کې د روانو ستونزو حل او سوله راوستل د ځوانانو کار دی  بايد فعاله ونډه په کې واخلي، ، غونډه د دُعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
په درنښت
عزيز الرحمن (ذکي)
د لغمان د سرې مياشتې
 د ځوانو رضاکارانو د روزنيز کلوپ مدير
 
 
 
- ذکي
بېرته شاته