(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل: په هوټل بريد - دوژل شووشمیره ۲۰ ته ورسیده.

[29.Jun.2011 - 21:32]
په کابل کې په يو  مشهوراو لويې هوټل ( انټر کنټینینټل هوټل )ترسره شوؤ ځانمرگي بريدونو کېدوژل شووکسانو شمیره ۲۰ ته ورسیده..
 دافغاني چارواکو ترمخه دافغان پوليسو پوځ او ائتلافي ځواکونو په ځوابي کارروايۍ کې 8 ځانمرگي بريدکوونکي هم وژل شوي دي
امريکا دکابل په انټر کانټي نینټل هوټل دترسره شوي بريد سخته غندنه کړې او وئيلي يې دي چې  ددې څخه په ډاگه کيږي چې ترهه گر انساني ژوند ته هيڅ درناوى نۀ لري
دخارجه محکمې وياندې وکټوريه نولينډ دنهې(سه شنبی)په ماښام واشنگټن څخه جاري کړي يو بيان کې دبريد له امله دوژل شوؤکسانودکورنيو او دوستانو سره
دخفگان او يو والي څرگندونه کړې ده،بيان کې وئيل شوي دي چې دسفارتي مشن ټول چارواکي محفوظ دي ، دشخصي امريکائي وگړو په اړه مونږ ته کومه اطلاع نۀ ده رارسيدلې  خو په حالاتوژور نظر ساتل شوى دى.
 دهوټل دبيا خوندي کولو لپاره ترسره شوې جگړه تر څو ساعتو پورې روانه وه، افغاني چارواکو دنيټو دهيلي کاپټرو مرسته هم غوښتې وه.
 دافغاني چارواکو ترمخه   8ؤ وسله والو چې  دهغوي څخه ځينو ځانمرگي واسکټونه هم اغوستي وؤ انټر کنټي نينټل هوټل ته ورننوتل  او دهوټل کمرو ته يې ننوتل پيل کړل او دبهرنيانو دلټولو هڅه يې کوله.
چارواکي  زياتوي دنيټويو هيلي کاپټر دانټر کنټي نينټل هوټل په چت  موجودو دريوؤ تندلارو باندې ډزې کړي او دريواړه يې وژلي دي.
دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت يو وياند وئيلي دي چې پيښه کې ديو پوليس عسکر په شمول  لږ ترلږه 7 کسان وژل شوي او 8 نور ژوبل شوي ديخو د ځینو سرچینو له مخی دوژل شووشمیره ۲۰ ته رسیدلی ده..
 په دغه هوټل دترسره شوي بريد ذمه واري طالبانو په غاړه اخستې ده.
راپورونه وائي هوټل کې افغانستان کې دسلامتۍ ذمه وارۍ افغان ځواکونو ته دسپارلو په اړه دافغاني او لويديزو چارواکو ترمينځ کانفرنس شروع کيدونکى ؤ.
پوليس چارواکي وائي بريد کې پوليس عسکر هم ژوبل شوي  او دبريد په مهال هوټل کې دوادۀ يوه دستوره روانه وه.
 طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې طالبانو په هوټل دغه بريد هاغه مهال کړى کله چې په هوټل کې  دافغاني او لويديزو چارواکو ترمينځ دسلامتۍ په اړه خبرې اترې روانې وې.
بله خوا په روانه اوونۍ کې جاري شوي کليز رپورټ کې د امريکې خارجه محکمې انکشاف کړى دى چې پاکستان او افغانستان کې تندروه ډلې د12ؤ کلونو پورې کم عمره ماشومان تښتوي يا دهغوي موروپلار سره د دروغو وعدو په کولو سره ماشومان دځان سرهبوځي او بيا يې د جنگيالي جوړيدو، مخبرۍ کولو يا دځانمرگي بريدونو لپاره کاروي،تندرويه عناصر دغه ماشومان دجنسي او بدني تشدد نخښه هم جوړوي او په نفسياتي فشار اچولو سره هغه ماشومانو ته باور ورکوي چې هغوي ديو سم مقصد لپاره کارول کيږي.
دپښتونخوا صوبې دټولنيزې خيرښيگړې او ښځو دپرمختيا وزيرې  ستاره اياز وائس اف امريکا سره خبرو کې دامريکې دخارجه محکمې رپورټ کې په شول انکشاف وويل چې  دتندلارو لخوا ځانمرگي بريدونو کې دکم عمره ماشومانو دکارولو داطلاعاتو څخه چارواکي ښۀ خبر دي خو ضرورت ددې خبرې دى چې  ددې مخنيوي لپاره په اوس کې شعور بيدار کړل شي.
 دماشومانو دتښتولو او هغوي په ترهه گريزو بريدونو کې داستعمالولو دپيښو معامله تيره اوونۍ دپاکستان په ولسی جرګه کې دغړو لخوا پورته کړل شوې وه چې ددې په ځواب کې دکورنيو چارو وزير رحمان ملک  ددې خبرې پخلى کړى ؤ چې  حکومت ته دترلاسهشوی  ثبوتونو څخه معلومه شوې ده چې په ځانگړې توگه په مدرسو کې دتعليم لاندې کمره عمره ماشومان  دتښتولو څخه وروستو وزيرستان ته بوتللى  او دغلته ورته دځانمرگي جوړيدو تربيت ورکولى شي.
دکورنيو چارو وزير وئيلي وؤ چې په دغه حالاتوژور نظر ساتلى شوى دى، په ځانگړې توگه دکراچۍ او کوئتې مدرسې دچارواکو دپام مرکز دى.
دهغه په وينا دمدرسو دڅارنيزو تنظيمونو سره خبرو اترو کې هم  ماشومان په ترهه گريزو کارروائيو کې داستعمالولو معامله پورته کړې شوې ده  او دمدرسو په همکارۍ دداسی شميرې دراټولولو کار پيل کولى شي  چې ورسره به ديوې صوبې څخه بلې صوبې ته په تلونکو  دمدرسو طالب علمانو باندې ژور نظر ساتلو کې مدد ترلاسه کيږي.
پاکستان کې ترسره شوؤ ځانمرگي ريدونو څخه وروستو چارواکو ددې خبرې پخلى کړى چې  ددې څخه زياترو کارروائيو کې بريدکوونکي کم عمره ماشومان وؤ چې ترهه گرو دخپلو مقصدونو لپاره کارولي.
په تیرو څو  مياشتو کې ډيره غازي خان کې په يو دربار دځانمرگي بريدکوونکو څخه په زخمي حالت کې نيول شوي يو کمره عمره هلک او په روانه مياشت کې دپښتونخوا په دير سيمه کې 8 کلنې ماشومې پخپلو بيانونو کې وئيلي وؤ چې  تندلارو په هغوي په نفسياتي توگه دفشار اچولو سره ددغو بريدونو لپاره تيار کړي وؤ.
 
بلخوا د پاکستان ددفاع وزير چوهدري احمدمختار وئيلي دي پاکستان ته معلومه نۀ ده چې د افغاني طالبانو مشر ملا محمد عمر چرته پټ دى.
 د شورو(چارشنبی)په ورځ ميډيا سره خبرو کې د دفاع وزير وويل  وخت رارسيدلى دى چې دپاکستان دترهگرۍ پر ضد تگلاره باندې بيا نظر واچول شي.
 د پاکستان ددفاع وزير دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې دنهې(سه شنبی)په ورځ دامريکې لوړپوړو پوځي کمانډرانو کانگريس ته وئيلي پاکستان ته معلومه ده چې ملا عمر په پاکستان کې دى او دهغه دلټې په حقله امريکائي درخواستونه دپام غورځوي.
ددفاع وزير وويل چې کۀ چرې ملا عمر په پاکستان کې هم پټ وى  نو بيا به هم دمئ د2مې نيټې  دامريکائي عملياتو څخه وروستو هغه تښتيدلى وى.
هغه دا هم وويلچې دپاکستان ايټمي وسلې دهيواد لپاره زيات ارزښت لري او په مکمله توگه خوندي دي.
تيره ورځ په کابل کې دپاکستان ، افغانستان او امريکائي چارواکو ترمينځ  ترسره شوؤ خبرو کې پاکستان غږ کړى دى چې بايد د"تورونو لوبه" دې اودرول شي.
دافغانستان صدر حامد کرزي دتيرو دريوؤ اوونيو په مهال دپاکستان  څخه پخپله خاوره دفائر شوؤ 470ؤ راکټونو غندنه کړې وه خو اسلام اباد وائي چې  کيدى شي دتښتيدونکو تندلارو په تعقيب کې  فائر شوې څو گولې په حادثاتي توگه دافغانستان په خاوره لگيدلي وي.
پاکستاني ، افغاني لوړپوړو سفارتکارانو او امريکائي ځانگړي استازي مارک گراسمين په کابل کې دغه خبرې اترې په داسې حال کې کړي چې  تيره اوونۍ امريکائي صدر براک اوباما افغانستان څخه  دروان کال تر اخرې پورې د10ؤ زرو امريکائي پوځيانو دويستو اعلان کړى ؤ.
په کابل کې  ددريواړو هيوادونو دغونډې څخه وروستو  دپاکستان خارجه سيکرټري سلمان  يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال   دسرحدي گوله بارۍ دځانگړې حوالې ورکولو پرته وويل  مونږ ته ضرورت ددې خبرې دى چې  دتورونو دغه لوبه اودرول شي.
سلمان بشير وويل  مونږ ته ضرورت ددې خبرې دى چې دخپلو چارو مشري پخپلو لاسونو کې واخلو، کۀ چرې يو بل ته  گوتنيونه دوامداره وساتو نو دغه ستونزه  ختميدى نۀ شي، او دغسې مونږ تر ډيره وخته پورې وکړل.
افغاني چارواکي دپاکستان استخباراتي شبکه طالب جنگيالو سره په مرستې کولو هم تورنوي.
 بي بي سي ريډيو سره دنهې په ورځ يوه مرکه کې افغانستان کې امريکائي سفير کارل ايکنبيري دتندلارو په ضد داسلام اباد په اخستل کيدونکو گامونو نيوکه کړې او وئيلي يې دي چې دغه هيواد يواځې دهاغو تندلارو په ضد گامونه اخلي چې نيغ په نيغه پاکستان لپاره يو گواښ وي.
دپاکستان دپوځ لخوا دجاري شوي يو بيان ترمخه دپاکستان، افغانستان او امريکې لوړپوړو کمانډرانو دگل په ورځ په کابل کې  دسرحدي سيمې دجاج اخستو لپاره يوه غونډه هم کړې ده.
دمئ په دوهمه نيټه دامريکائي پوځيانو لخوا دپاکستان په ايبټ اباد ښار کې  دالقاعده دمشر اسامه بن لادن په ضد ترسره شوؤ عملياتو کې  دهغه دوژنې وروستو افغانستان کې دثبات راوستو امريکائي هڅو کې دمدد کولو او دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دگټور کردار لوبولو په حقله شکونه پيدا شوي دي.
(چهارشنبه/سرطان ۸مه) دتاند دخبر له مخی د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما نن وویل چې په افغانستان کې د جګړې توله بدله شوې خو متحد ایالتونه به د القاعده پرضد فشار ته دوام ورکړي چې دا شبکه یومخ له پښو وغورځېږي مګر لا هم وختي دی چې په افغانستان کې بری اعلان کړي.
اوباما په سپینه ماڼۍ کې د خپلې ولسمشرۍ په څوارلسمه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل:«زموږ کار نه دی بشپړ شوی.»
اوباما تېره اوونۍ له افغانستان څخه په یوه کال کې د ۳۳زره امریکايي پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ. دا هغه عسکر ول چې د ۲۰۰۹کال په سپټمبر کې یې د هغو د لېږلو اعلان کړی و او ورسره جوخت یې ویلي و چې دا سرتېري به د ۲۰۱۱کال په جولای کې بېرته وروغواړي.
له اوباما څخه وپوښتل شول چې د کابل پر انټرکانټینینټل هوټل د تېرې شپې حملې، چې بیګناه خلک پکې ووژل شول، اندېښنه نه ده ورپیدا کړې چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد د امنیتي چارو سمبالولو ته تیار نه دي؟
ده وویل، دا لا ډېر وختي دی چې په دې باب زغردې خبرې وکړي.
په افغانستان کې یو شمېر کارپوهان وايي چې طالبان قصداً غواړي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي.د دوی په ادعا دا ډول حملې سبب کېږي چې بهرنیانو ته په افغانستان کې د پاتې کېدا پلمه په لاس ورکړي.
اوباما وویل چې کابل نن سبا تر بل هر وخت خوندي او امن دی مګر د کانتینینتل هوټل په شان حملې به تر څه مودې پوري دوام ولري.د افغانستان امنیتي ځواکونه تر بل هر وخت اوی پیاوړي دي او د زیاتې وړتیا خاوندان دي.
ولسمشر اوباما وویل:«دې ته پام لرئ چې له افغانستانه د ځواکونو ایستل لا نه دي پیل شوي. موږ پوهېږو چې افغانستان خطرناک ځای دی چې لا هم طالبان پکې فعال دي او کله ناکله به داسي پېښې پکې کېږي.»
 
- زمونږخبریال
بېرته شاته