(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پاکستان او امريکې امنيتي اړيکې په خطرکې

[16.Jun.2011 - 21:14]
ډیوه: امريکائي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ د پاکستاني او امريکائي چارواکو له خولې  د زيارت (پنجشنبي)په ورځ په خپل يو راپور کې وئيلي دي د يوولسم سېپټمبر د بريدونو راهسې د پاکستان او امريکا  امنيتي اړيکې خپلې ښکتنۍ کچې ته رسيدلي دي
واشنگټن پوسټ ورځپاڼه  وائي چې د اړيکو دخرابيدو له امله  دترهگرۍ په ضد پروگرامونه په خطره کې پريوځي کوم چې په حصه دارۍ انحصار کوي
دواړه خواوې وائي چې په اړيکو کې دکمي نور امکان هم شته ځکه چې پاکستانى پوځ امريکا سره داړيکو کمولو لپاره تر فشار لاندې دى
يو امريکائي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط ورځپاڼې ته وويل چې دپاکستاني پوځ مشر جنرل اشفاق کياني جگړه د بقاء لپاره کوي.
امريکائي چارواکي دا هم وويل چې د هغه (جنرل کياني) کورکمانډران اوس مهال دامريکا سخت مخالفت کوي  او هغه ته به هغوي خاموشه کول وي.
دامريکا داړخ نه هم په اړيکو کې فشار سيوا کيږي، قانون جوړونکو دشورو په ورځ دهاغو پاکستانيانو په نيونه چې داسامه بن لادن په حقله يې دسي ائي اى لپاره معلومات راټول کړي وؤ د سختې غصې څرگندونه کړې ده
په دغو کسانو کې ميجر اميرعزيز هم دى  چې هغه د بن لادن دکور سره نزدې په ايبټ اباد کې تر څو کلونو پورې اوسيدو  او دامريکائي پوځيانو لخوا دمئ په مياشت کې دبن لادن دوژنې لپاره دترسره شوؤ عملياتو څخه وروستو نۀ دى ليدل شوى
هغه ته وئيل شوي وؤ چې دا څارنه دې کوي چې کور ته دننه او دکور څخه بهر څوک اوځي را اوځي
يو امريکائي چارواکي وئيلي دي د نيول کيدو څخه وروسته  سي ائي اى د ميجر او نورو  مخبرانو د زيان څخه د ويستو لپاره هڅه کړې وه  او ورته يې  دځايې دبدلولو وړانديز کړى ؤ، خو هغوي انکار وکړو او فکر يې وکړو چې گنې صحيح سلامت به وي
د پاکستاني پوځ يو وياند وئيلي دي چې د ميجر د نيول کيدو په اړه راپورونه بې اساسه دي
په عين حال کې پاکستان دامريکا څخه په  نزدې اوونيو کې  پخپلو قبائيلي سيمو دډرون بريدونو د اودرولو غوښتنه راپورته کړې  او پوځ ته دروزنې ورکوونکو امريکائي عسکرو په شميره کې يې تر ډيره حده کمى کړى دى
د امریکې نیویارک ټائمز ورځپاڼه وائي ایبټ آباد کې د اوسامه بن لادن خلاف د امریکې د خصوصي ځواکونو کاروائي ورستو د پاکستان پوځ مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني د خپلې چوکۍ ساتلو په لړ کې د پوځ د نورو جنرنیلانو او د لاندې کچې افسرانو د طرفه د فشار سره مخامخ دی
د پاکستاني چارواکو او د هاغه خلکو چې د جنرل کیاني سره يي لیده کاته کړې دي، د قوله نیویارک ټائمز خپل یو ورستي رپورټ کې وائي پوځ کې د امریکې سره د ملگرتیاپه سر د خپل سر لښکر خلاف سخته غیر اطمیناني موجود ده
رپورټ وائي که څه هم د کرنیلانو لخوا د څه بغاوت امکان نشته خو دا ردیدی هم نشي
نیویارک ټائمز وائي د مۍ د میاشت په اخره کې اسلام آباد کې نیشنل ډیفنس یونیورسټۍ په یوه دستوره کې جنرل اشفاق پرویز کیاني د تقریر ورستو د پوځ یو افسر امریکې سره د همکارۍ د جنرکیاني د تگ لارې مخالفت اوکړو او وې ویل چې امریکا په پاکستان اعتبار نه کوي نو پاکستان په امریکا څه رنگ باور کولی شي. رپورټ ترمخه جنرل کیاني ورته اویل مونږ هم په داسې حال کې په امریکا باور نشو کولی
نیویارک ټائمز وائي د جنرل کیاني او د دغه نامعلومه پوځي افسر په منځ کې د مکالمې حال ورته د پوځ پخواني برگیډئیر شوکت قادري ورکړی دی. قادري نیویارک ټائمز ته ویئلې پوځ کې د لاندې کچې په افسرانو کې د نظم ساتلو مشکل هم موجود دی. په دې حقله نیویارک ټائمز وائي د لاندې کچې افسرانو د جنرل کیاني او د استخباراتي ادارې ائي ایس آئي مشر لیفټینیټ جنرل احمد شجاع پاشا په خپلو چوکو کې د پاتې کیدو په حقله هم پښتنې راپورته کړې دي
د اوسامه بن لادن د وژنې ورستو د پاکستان او امریکا په تعلقاتو کې تاؤتریخوالی راپورته شوی دی. پاکستان کې ډیر خلک چې پوځي افسران پکښې هم شامل دي د اوسامه بن لادن خلاف د امریکائي ځواکونو کاروائي د پاکستان د خپلواکۍ پرضد کار گڼې
د جنرل کیاني خلاف د فشار په حقله رپورټ نه وړاندې نیویارک ټائمز په بل رپورټ کې وئیلې وو پاکستان یوشمیر داسې کسان نیولې چې د اوسامه بن لادن په حقله د امریکې د سې ائي ای د پاره د مخبرانو په حیث کار کړی دی. رپورټ کې ویل شوې نیول شوو کسانوکې د پوځ یو افسر هم شامل دی. خو د پاکستان پوځ د افسر د نیول کیدو خبر رد کړی دی خو د نورو کسانو د نیولو تصدیق يي کړی دی
جنرل کیاني د کال ٢٠٠٧ راهسې د پاکستان د پوځ مشر دی. کتنه به وي چې د پاکستان پوځ د نیویارک ټائمز د جنرل کیاني رپورټ څه ردعمل وړاندې کوي
بلخوا مصري نژاد ايمن الظواهري د اسامه بن لادن دوژنې څخه وروسته دالقاعده مشري سمباله کړې ده.
دغه اعلان په ترهگر تنظيم پسې تړلي يو ويب سائټ دزيارت په ورځ وکړو او العربيه ټيلي ويژن هم دغه خبر خپور کړى دى
ايمن الظواهري داوږدې مودې څخه داسامه بن لادن دمرستيال په توگه کار کولو، هغه په روانه مياشت کې د امريکا او ائتلافيانو پر ضد د القاعده دمهم ددوامداره ساتلو اراده څرگنده کړې وه
دپاکستان په شمالي ښار ايبټ اباد کې په دوهمه مئ دامريکائي پوځيانو په يوه خفيه کارروايۍ کې داسامه بن لادن دوژل کيدو څخه وروستو دالظواهري دغه لمړى اعلان ؤ، د اسامه دوژنې څخه وروستو دايمن الظواهري دالقاعده دنوي مشر جوړولو دوړاندې څخه واضحه امکانات په نظر راتلل
دالظواهري تعلق دمصر ديوې مينځنۍ طبقې دکورنۍ سره دى  چې گڼ کسان يې ډاکټران او د تعليم ماهران دي
د هغه پلار د قاهرې يونيورسټۍ په ميډيکل سکول کې دفارماکولوجي پروفيسر ؤ او نيکۀ يې دمشهورې مذهبي درسگاه الاظهر يونيورسټۍ امام ؤ
داطلاعاتو ترمخه دالظواهري عمر به په راتلونکې اوونۍ کې شپيتوؤ کالو ته ورسيږي.
باور کيږي چې الظواهري دپاکستان او افغانستان په سرحدي سيمه کې پټ دى
داسې گمان هم کيږي چې دنائن اليون دبريدونو ترشا په عملي توگه دهغه ذهن کارول کيدو
الظواهري دشپږو  بچو پلار دى چې پکې پينځه اوس هم ژوندي دي ، دهغه ښځه په کال 2001ء کې مړه شوې وه.
 
بلخوا په کراچۍ ښار کې د گل د ورځې  څخه روانې دتشدد او اړي گړي  لړۍ کې  د وژل شوؤ کسانو شميره 39ؤ ته رسيدلې ده.
دښار په بيلا بيلو سيمو کې  دبدامنۍ لړۍ نن په څلورمه ورځ هم روانه  وه، دکراچۍ په اورنگي ټاؤن سيمه کې دگل په ورځ ناڅاپه دتشدد څخه دډکو کارروائيو لړۍ پيل شوې وه او په دمې ، دمې سره تر دريوؤ ورځو پورې ډزې دتيرې شپې پورې روانې وې.
تيره شپه هم په دغه سيمه کې دامنيت دټينگت لپاره سياسي گوندونو دامن لاريون هم وويستو خو په نتيجه کې يې دبدامنۍ بهير ونۀ دريدو او برعکس يې دښار په نورو سيمو کې  هم وضعيت تاؤژن شو.
تر ټولو زياتې وژنې په اورنگي ټاؤن او قصبه کالونۍ کې رامينځته شوي او دغلته وضعيت اوس هم تاؤژن دى.
دپوليسو وينا ده چې دوضعيت په قابو کې راوستو کې به لږ ډير وخت لگي.
په صدر کې دايمپريس مارکيټ سره نزدې ددوؤ سياسي گوندونو دغړو ترمينځ نښته پيل شوه چې پکې ددواړو خواؤ له لوري ډزې ټوله شپه روانې وې، په دغه سيمه کې دډزو په نتيجه کې دوه کسان وژل شوي او دکاڼو ورولو له امله داور وژونکې عملې دوه کسان ژوبل شوي دي.
دپوليسو ترمخه په اولډ سټي ايريا کې دگهاس منډۍ سره نزدې دنامعلوم تن مړى په بورۍ کې بند ترلاسه شوى دى چې پرې دتشدد نخښې هم ښکاري او په ډزو سره وژل شوى دى.
دملير په سعود اباد ، پي ائي ائي بي کالونۍ ، دډيفنس په ايم پي ار کالونۍ او دلياري په نيازي سيمه کې څلور کسان وژل شوي دي.
په قبائيلي سيمه باجوړ کې دچارواکو وينا ده دزيارت په سحر دافغانستان څخه دورغلو  سلگونو جنگيالو په يو بريد کې دښځو په شمول پينځه کسان وژل شوي دي.
دچارواکو وينا ده په لسگونو بريدکوونکو دباجوړ په مامومند سيمه کې د حکومت پلوه قبائيلي امن لښکر کې  دشاملو غړو کورونه په نخښه کړل.
په دغه بريد کې درې ښځې او دوه سړي وژل شوي او  درې  نورې ښځې ژوبل شوي هم دي.
داطلاعاتو ترمخه دامن لښکر غړو دبريدکوونکو په ضد ځوابي کارروائي کړې ده او داغيزمنې سيمې سره نزدې دپاکستاني پوځيانو په يوه اډه هم جنگيالو بريد کړى دى خو په سملاسي توگه په دغه جگړه کې  داوښتې مرگ ژوبلې په حقله اطلاعات نۀ دي ترلاسه شوي.
يو مقامي انتظامي چارواکي فضل اکبر خبريالانو سره په خبرو کې وويل د250ؤ څخه تر 300ؤ پورې  وسله والو جنگيالو په ماموند سيمه کې اولسي وگړي په نخښه او ددوؤ ښځو په شمول يې پينځه کسان ووژل.
يو امنيتي چارواکي بهرني خبري اژانس سره په خبر کې وويل چې کله دوي ته په سيمه کې دتندلارو دموجوديت اطلاع ترلاسه شوه نو مونږ سيمې ته پوځ او پيراملټري عسکر وليږل.
هغه وويل چې کله امنيتي ځواکونو ځوابي عمليات ترسره کړل نو پکې يو شمير تندلاري هم وژل شوي خو اوس مهال مونږ  دوژل شوؤ کسانو سمه شميره په لاس کې نۀ لرو.
له دې وړاندې  په روانه مياشت کې په سلگونو جنگيالو دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دخيبرپښتونخوا په بره دير سيمه کې په يوه سرحدي چوکۍ بريد کړى، د24ؤ ساعتو څخه زياتې روانې دغه نښته کې  28 پوليس عسکر،6 اولسي وگړي  او 45 تندلاري وژل شوي وؤ.
پاکستاني چارواکو وئيلي وؤ چې بريدکوونکي د افغانستان دکونړ ولايت څخه پاکستان ته وراوړيدلي وؤ چې په دې اسلام اباد کې افغان سفير خارجه وزارت ته غوښتل شوى اؤ ورته سخت احتجاج شوى ؤ.
تيره اوونۍ دافغان صدر حامد کرزي اسلام اباد ته ددورې په مهال  هغه څخه ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال په بره دير کې دپاکستاني پوځيانو په چوکۍ دپولې دپورې غاړې افغانستان څخه دجنگيالو دبريد په اړه  په يوه پوښتنه صدر کرزي دنيغ په نيغه ځواب ورکولو پځايې وئيلي وؤ دغسې بريدونه يقيناً چې دانديښنې وړ دي  او کۀ چرې دجنگيالو دافغانستان څخه پاکستان ته دوراوړيدو تورونه سم ثابت شي نو افغان حکومت به دخپل لوري کارروائي هم کوي او ددغسې بريدونو مخنيوى به هم کولى شي
Source : Deewa Radio.
- پښتونخواخبریال
بېرته شاته