(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بره دیر کی جگړه روانه ده

[02.Jun.2011 - 21:04]
د پښتونخوا په بره دير سيمه کې  د افغانستان څخه دپاکستان خاورې ته دوراوختو وسله والو جنگيالو او امنيتي ځواکونو ترمينځ شوې نښته کې 25 عسکر او 45 تندلاري، ددوؤ ښځو او دوؤ ماشومانو په شمول څلور اولسي وگړي وژل شوي دي.
 چارواکي وائي چې په سلگونو جنگيالو په بره دير سيمه کې دشلتانو په نوم امنيتي پوسته په نخښه کړې ده چې دغه پوسته په يوه غراييزه او ځنگلي سيمه کې موقعيت لري او دغه پوسته  دافغانستان دکونړ ولايت څخه يواځې د6ؤ کلو ميټرو په فاصله پرته ده.
 دتندلارو دبريد څخه وروستو 12 امنيتي عسکر لا درکه شوي هم دي.
پوليس وائي چې خواؤشا 300  تندلاري چې پکې پاکستاني او افغاني جنگيالي شامل دي  دافغانستان څخه دشورو په ورځ  پاکستان ته وراوړيدلي او دغلته يې  دپيراملټري ځواکونو او پوليسو په يوه شريکه امنيتي پوسته  بريد ترسره کړى  ، چې ددواړو خواؤ ترمينځ نښته دزيارت تر ورځې پورې روانه وه.
ديو پوليس چارواکي جوهر خان ترمخه  نښته کې تر دې مهاله 23 پاکستاني عسکر او 35 تندلاري وژل شوي دي. خو يو بل مقامي انتظامي چارواکي غلام محمد دوژل شوؤ عسکرو شميره 25 ښودلې ده. هغه وويل چې دزيارت تر غرمې پورې په وضعيت قابوموندل شوې او دوژل شوؤ عسکرو جنازې ادا کيږي. پاکستاني پوځ  دتندلارو دبريد په شا تمبولو لپاره سيمې ته گن شپ هيلي کاپټرې هم ليږلي دي.
پوليس سرچينې وائي جگړه اوس هم روانه ده او پيراملټري ځواکونه، پوځي هيلي کاپټرې ، توپې او پوليس عسکر په عملياتو کې برخه لري.
دتندلارو دبريد وروستو په ټوله سيمه کې کرفيو يا گرځ بنديز لگول شوى  او مواصلاتي نظام ته هم زيان رسيدلى دى. سرچينې دا هم وائي چې دغو تندلارو په سيمه کې دوه سکولونه او يو شمير کورونه تباه کړي او دپوليسو يو گاډي ته يې هم زيان رسولى دى.
په سيمه کې دپوځ او تندلارو ترمينځ دنښتې وروستو دسيمې څخه په گڼ شمير کې دخلکو لخوا دکډو کولو اطلاعات هم رارسيدلي دي. دتيرې مياشتې په 2مه نيټه دپاکستان په ايبټ ښار کې دامريکائي ځواکونو په يوه خفيه کارروايۍ کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن دوژل کيدو وروستو د هيواد په بيلا بيلو برخو کې په پاکستاني پوځونو بمي چاؤدنو او وسله والو بريدونو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده، چې ددير بريد ددغو بريدونو وروستۍ کړۍ وه.
په پاکستاني پوځيانو دترسره شوؤ دغو بريدونو څخه دزياترو مسؤليت دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستى او دنورو بريدونو  ترسره کولو دړکه يې هم کړې ده
Source: Deewa
- د پښتونخواخبریال
بېرته شاته