(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مالمو :د (نوی پښت او دوه ګوني کولتور) پوهنیزی غونډی راپور

[01.Jun.2011 - 22:29]
د روان ۲۰۱۱ عیسوی کال د مئ د میاشتی په ۲۱ مه نیټه د خالی (شنبی) په ورځ  دسویډن د مالمو په ښارکی د اریانا افغان کولتوری ټولنی په نوښت او کوربه توب د (نوی پښت او دوه ګوني کولتور) تر سرلیک لاندی یوه ارزښتمنه ،څیړنیزه او پوهنیزه غونډه جوړه شوی وه، چی د سویډن څخه سربیره پکی د ډنمارک له هیواد څخه ښاغلی استاد اصف بهاند،ښاغلی یوسف هیواد دوست، نومیالی شاعر عبدالمالک بیکسیار ، له جرمنی  څخه د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنی د کار د ډلی غړو ښاغلیو نصیر ستوری، عزیز سرشار ، سید رحیم یوسفی، مطیع الله روفی، فریدالله ساپی ، ناصر خان یار او ګڼ شمیر پوهانو او سلګونو هیوادوالو ګډون کړی ؤ.
د غونډی د ویندوی چاری خوږ ژبی شاعر ښاغلی ولایت خان ځدران او اغلی زرلښت حبیب پر مخ بیولی.
 د دود سره سم غونډه د قران مجید د سپیڅلو ایاتونو په تلاوت سره ښاغلی تاج محمد خان پیل کړه.، ورپسی ددغه ټولنی مشر پښتون کولتور پال ښاغلی کبیر خان امیری د پرانیستونکی وینا په ترڅ کی برخه والو اوګډونوالو ته د هرکلی او ستړی مه شی په څنګ کی د غونډی د جوړیدو په اړتیا او ګټورڼا واچوله. د غونډی د ستاینی او ملاتړ د پیغامونو په لړ کی د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنی  پيغام ددغه  ټولنی د کار د ډلی په استازیتوب  د ښاغلی سید رحیم یوسفی له خوا ولوستل شو.
د غونډی لومړئ برخه سویډني پوهانو ته چی ښاغلی ډاکتر صاحب مومند ئی ویندوی کوله ځانګړی شوی وه. چی ددوه ګوني کولتورونو په هکله پکی اړینی او ګټوري موضوع ګاني وڅیړل شوی. ورپسی وړوکې مدینه  امیری په سویډني ژبه په خواږه اواز ښکلی نظم واوراوه.
په دوهمه برخه کی د پښتو ژبی نومیالی او منل شوی ژب پوهـ ، ادیب، شاعر او لیکوال ښاغلی پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار په خپله هراړخیزه ژوره، پوهنیزه او پرتله ایزه لیکنه  غونډه لا درنه کړه. او خورا په زړه پوری مالومات ئی وړاندی کړل، ورپسی ځوان المانی کولتوری پښتون ژب پوهـ  ښاغلی ډاکتر زیبستیان هاینه « زمری خان» د پښتو په لرغونتوب، ساتنی، پالنی، پرمختیا او پښتنو ته د پښتو په وړاندی زمه واریو په  اړوندپه روانه پښتو ژبه په زړه پوری اړینه او ارزښتمنه مقاله واوروله، چی د ګډون والو د ډیر پام وړ وګرځیده،ددغی برخی بل ویناوال  ښاغلی استاد علی  رسول زاده د خپلی اوږدی مودی تجربی پربنسټ په زړه پوری مالومات او لارښوني وړاندی کړی..
ددغی برخی په پای کی ښاغلی ډاکتر اکرم ملکزی د مورنئ ژبی په اړتیا او ارزښت د «دلته او هلته» تر سرلیک لاندی په زړه پوری پرتله ایزه څیړنه واوروله.
د پوهنیزي برخې ورورسته یوه په زړه پوری او ژوندئ مشاعره وشوه چی د پښتو ژبی او هیواد منلو شاعرانو هر یو ښاغلو  پوهاندزیار صیب، عزیز سرشار، صابر اصیلزی،عبدالمالک بیکسیار، ګل مان شاه ودیر ساپی، عیسی بهرام، هلمند شیرزاد، سیف الله سیف، عبدلقدوس ، هیواد شیرزاد، نیازمحمد پیاوړی،عبدالباقی تلاش، فریدالله ساپی، مطیع الله روفی، غلام فاروق فاروق، ولایت خان ځدران او نصیر ستوری پکی خپل شعرونه واورول، چی د ګډونوالو له خوا په چکچکو او ولولو سره بدرګه شول.
د موسیقئ برخه د پښتو ژبی خوږ غږی سندرغاړی او کولتور پال ښاغلی امان الله امیری د نجیب جان امیری په ملتیا په خوږو سندرو پیل کړه، او نامتو او خوږ ژبی سندرغاړی ښاغلی همایون صاحبزی په خپل زړه راښکونکی غږ او خوږو سندرو دغه برخه لا رنګینه او ښکلی کړه چی خاطری به ئی تر ډیر وخته د ګډونوالو او مینه والو ‌‌ذهن تښنوی .
غونډه په ملی اتڼ سره د ماخوستن په ۱۰ بجو پای ته ورسیده،
د خپلی ژبی اوقام په لار کی ددی ټولنی د نورو هلو ځلو او بریاؤ په هیله
- عزیزسرشار
بېرته شاته