(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قامي مبارزینو یادغونډې ته رارسیدلی پيغامونه

[30.May.2011 - 21:11]
د افغان ادبي جرګې پیغام
 
بسم الله الرحمن الرحیم
مې ۲۰۱۱
مېړني دي چې یادېږي،په سندرو هم په ویر
 
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند درنو ملګرو!
تاسو د ډېرې ستاینې وړ استئ چې دا دی یو ځل بیا مو د ویاړلي او خدای بخښلي ارواښاد کبیر ستوري په پل پل واخیست، او د پښتونخوا هېواد د سترو مېړونو یاد مو زلمی کړ.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند یوازینی پښتون مورچل دی چې د ډیورنډ د بدشاګومې کرښې دواړو ډډو ته د پراته ولس ژبه کوي، او پرته له کومې ټاکنیزې تمې، د دې ځورېدلي ولس غم خوري.
په لندن کې د افغان ادبي جرګې او شملې مهالنۍ ملګري تاسې  په دې نوښت ستایي، او د یو داسې هېوادپال کار په کولو امبارکي درکوي. خدای دې ستاسو دا پښتونپال ګام د نړۍ درستو پښتنو ته بختور کړي.
 
شهسوار سنګروال نیازی
د افغان ادبي جرګې او شملې مهالنۍ مشر
 
 
ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان مهالنۍملي خپرونې ادارې  پيغام
 
د۲۰۱۱م کال دمۍ ۶  همه
سويډن  -  دمالمو ښار
 
دا په لر دی که په بر دی یو پښتون دی
چی په  دښته او په  غر دی يو پښتون دی
 
هیڅ نفاق یی نه منمه زما وروڼو
دازما د تن وزر دی یو پښتون دی
 
د خوښی او دیوالی ژوند یی غواړم
که په کوټه پیښوردی یو پښتون دی
قهار کټوازی
 
په نامه دهغه خداي مي دا بيان دی چي يونوم ئې په نومونوکي صبحان دي
 
د قامي مبارزینودپرتميني یادغونډې  درنو اوعزتمنو برخوالو!
اغلو اوښاغلو!
زموږ لپاره دزياتي خوښۍ اووياړ ځاي دی چې دافغانستان اوسيمې  په اوسنيو زړه بوږنونکوشرايطو کښي چي له هرې خوا زموږ غيرتي ولس دناخوالو،ناندريواو بدمرغيوسره لاس په گريوان دي  تاسو دداسې يوې درنې اوعلمي غونډي  کوربه ياست .
 موږ داغونډه ددې سمبول  اوروښانه بېلگه بولوچي افغان ولس لکه دنړی نورو ولسونه دژوند په هيڅ ډول شرايطو کښي خپل وياړلي شخصيتونه اوڅېر ې  نه هېروي اودتل لپاره دهغوي درناوی اويادژوندی ساتي .
د پښتنودقامی وحـدت اوخپلواکۍ  د غورځنګ  د سترو او ملي  مبارزینو  ((بـاچاخان ،عبدالصـمدخان ، ولی خان ،کبیر ستوری او اجمل خټک ))  په يادستاسو لخواددې درنې علمی اوادبی غونډي رابلل زموږ ټولوافغانانوپه ځانگړېتوگه پښتنولپاره دخوښي اووياړ ځاي  دی .
اجازه راکړئ  ددې پيغام  په مټ  تاسودرنو عزيزانو اوستاسو له لارې د گران افغانستان لراوبرپرتوپښتنو قومونو ددې سترو شخصيتونومينه والواوپه ځانگړې توگه دپـښتـنـو ټـولـنیزولسولیز ګوند مشرتابه اوغړو،په اروپاکښي دبيلا بېلو سيمونه راغلو ميلمنو اوپدې  پر تمينه  غونډه کي راټول شويو فرهنگيانو اوفرهنگپالواغلو اوښاغلو ته د ځان اودلته په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنې  اوروزگان دمهالنۍ ملي خپرونې ادارې اوپرديسوافغانانوپه استازيتوب خپل  تاوده سلامونه اونېکي هيلي وړاندي کړم  .
موږ  پدې لويه  فرهنگي  اوتاريخي  غونډه کي ځانونه ستاسوددې درنې غونډي برخوالواغلو او ښاغلوسره  شريک بولو او تاسوټولو ته  ددې درنې غونډي دجوړېدوله امله په وطني او افغاني مينه  دمبارکۍ په ويلو سره  دلوي خداي له دربارنه دې جگړه ځپلي ولس ته دملي او انساني چوپړپه لارکښي دلازياتو برياليتوبونوغوښتنه کوواوستاسو سره يوځاي دټولوهغو دوستانوڅخه دزړه له کومې مننه کووکوم چي ددې درنې غونډې دجوړونکوسره ئي هر ډول مادي اومعنوي مرستې کړې دي  .  
درنو دوستانو، اغلواو ښاغلو!
د دغه  ټکي په پام کې نیولوسره چې دهرعلمي اوفرهنګي شخصیت دکار اوژونددټولواړخونو راسپړل اوڅېړل دداسي غونډوپه کچه یوڅه ستونزمن کاردي ، دغې موخې ته رسېدل پراخ  څېړنيزکاراومختلفوسمينارونو اوڅېړن غونډوته اړتيا لري  . خوموږ په دې باورلرو چې پدې درنه روانه  علمي او ادبی غونډه کي به هم  تاسود لراوبرپشتون قوم دوتلو اوپېژندلسوومشرانو ((بـاچاخان ،عبدالصـمدخان ، عبدالولی خان ،کبیر ستوری او اجمل خټک )) دملي او ادبې کار نامواو ژوندپه اړوندیوشمېرتاريک اونه څېړل سوی اړخونه راوسپړئ .
زموږددې مشرانوملي،اسلامی اووطنی چوپړ په همدغو نيمگړويادونوکی  نشي  راڅرگندېداي  دهغوي ژوندليک اوخيالاتوباندي  پوهېدل لويو تبصيرو اوژورڅېړنيزکارته اړتيا لري . ځکه ددوي هريوه ژوند ژموږدهيواداولروبرپښتنو دعلمي،ادبي اوسياسي تاريخ يوه پانه جوړوي .
ددغه شان ملي اوعلمي څېرواو شخصيتونو یاد ژوندی ساتل  اوځوان نسل دهغوي په مبارزواوقهرمانيو ،علمي اوادبي چوپړخبرول  زموږ  ټولوفرهنګپالو افغانانوملي اوانساني دنده بولو .
اغلواو ښاغلو!
دوي هريو دقلم چلولو تر څنگ يومبارز اووتلې څېره وه .  هغوي  هر يوه د ژوند په اوږدوكې د افغانانو دروا حقوقوددفاع په خاطر مبارزه كړې او په دغه لاره كې  ډېركړاوونه اوزحمتونه دتوروزندانوترکچې  گاللې  دي .
په خپل  ټول ژوندکي ئې دپشتني آدب،شعر اوملي سياست  په ډگر کي  داسي کارونه سرته رسولې چي په يقين سره به دافغانستان اولروبرسيمې دځوان نسل  دروزنې لپاره ديوه علمي اوسياسي لارښودپه توگه زموږ دټولنې  په فرهنگي اوسياسي بهيرکي ستر مقام  ولري  .
ديادولووړئي بولوچي دوي هريو له هغو علمي ،فرهنگی  اوسياسي شخصيتونوڅخه وه چې دقومي ،ژبني، مذهبی اومنطقوي بې اتفاقیو،دافغان ولس ملي غرورتر پښولاندې کونې  اودامېړنی ولس دهرپردي،کس اونا کس تر واک اوغلامی  لاندي راوستلوسر ه سخته اونه پخلاکېدونکۍ  مبارزه کړېده .
هغوي ته نه يوازي داچي داډول روحيه دتحمل اوزغم وړنه وه، بلکي ددغه ډول سياست پلويان ئي په هرډگرکي په پښتني شهامت اوغيرت رسوا،ترټلي اورټلي  دي . دوي نه يوازي  دخپلې زمانې ليکوال ،شاعر اوسيا
 ستوا ل  بلل کېږي بلکې پدې سيمه کې ديوې  وتلې سياسي څېرې په توگه به دهريوه نوم د تل لپاره دافغان ولس ددرناوي وړ شخصيت په توگه ژوندی پاته وي .
اغلواوښاغلو!
موږ يوځل بيا دکوروداني اومننې په څرگندولوسره تاسو ددې درني غونډي جوړونکو اوبرخوالو ته پدي ملي او فرهنگي چوپړ کي دلوي خداي له دربارنه دزياتو برياليتوبونوهيله کوو . ومن الله التوفيق
ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان دمهالنۍ ملي خپرونې  ادارې په استازيتوب
حبيب الله غمخور
 
 
د حق دلیاری د کلتوري مرکز او د افغان ستراتیژیکو څیړونو د مشرتابه پیغام د قامي مبارزینودیادغونډې په ویاړ
 
بسم الله الرحمن الرحیم
 
درنو وهیوادوالو، د قدر وړو ،مشرانو لیکوالو، شاعر انو السلام علیکم و رحمه الله و برکاته امابعد!
دمشرانو په درنښت یادونې،  دهغوی د آرمانونو دتحقق لپاره هلې ځلې زمونږ مقدسه وظیفه ده.
د افغان ولس ستر و شخصیتونوه او مشرانوتل خپل ژوند او شته د دملي آرمانو په لاره کې قربان کړي چې د هغو له جملې څخه سترو اومدبر  مبارزین خدایبښليباچاخان بابا ،عبدالصمد خان ، وليخان ،کبیر ستوری ، اجمل  بابااو ډيرنوردي چې ددوی  کارنامې زمونږه دلارې مشعل او لارښودګر ځلید لي دي. .
په دغواهدافو اومبارزو کې د پښتنو او بلوڅو د ازادي خواهي برحقې مبارزو ته کار یو د هغو سترو آرمانو څخه دیچې دهغې ادامه پرمونږ   فرض ده.
                خـــدای هـــم نه بـدلـوي حال د هغه قوم – څو چې خپل حالت بدل نه کړي په خپله
سږ کال د نوامبر دمیاشتې په ۱۲  نیټه د ”ډیورند لاین “ د فرضي کرښې  د یو سل اتلسم تلین سره برابر دی.
دا د استعمار په لاس کاږل شوې کرښه زمونږ په هیواد کې د افغان ولس په زړه کې د جدائي او بیلوالي کرښه ده چې  په حقوقي لحاظ او واقعیت کې  له سره د اتبار وړ  نه  وه  او نه به وي.
 مونږ په دې باور یو چې اوبه په ډانګ نه بـیلیـږي اوپه داسې کرښو پښتانه اوافغان  ولسونه  سره  څوک نه شي بیلاولی. 
 
مونږ په خپل لنډ ژوند کې  ولیدل چې  ویتنام،  آلمان، هانګکانګ، یمن، د پخواني شوروي اتحاد د پردیو په لاس بیل شوو هیوادونه  سر یوځای شول او دا لړۍ لا هم روانه  ده.
 
مونږ په دې باور یو چې د پښتنو ټولنیز ولسولیزګوندپه دې برخه کې د نورو سیاسي ځواکونو په څنګ کې خپل رسالت په پوره امانت داري اداء کوي.
 
مونږ په دې تأکید کوو چې په سیمه کې باید ټول ملي او سیاسي ګوندونه او ځواکونه  د مشترک پلاتفورم او حرکت په هماهنګې سره  په دې برخه کې د موجوده تفاوتونو سره سره باید په مشترکو اهدافو شريک  کار په مخ بوزې..
په ډير درنښت
سمیع الدین افغاني
د حق دلیاری د کلتوری مرکز او د افغان ستراتیژیکو څیړونو د مشرتابه پهاستاز یتوب
 
م ٠ کال7  -  5  - 2011
 
پریږده پریږده ای مرګيه
 
لــــږ دمـه شــه ای زړګيــه
زه لا نورڅــه کـول غواړم
 
لږ مــې پــریږده ای مرګيه
د ايمان آزمــويل غواړم
 
چې منبر مــې چــا سيزلی
دهــغو پــرځــول غــواړم
 
زمـاورورېــې چـې وژولـی
ترې ګريوان څيرول غواړم
 
بــبر سری مــاشومــان مـې
له  بــمــو بــچــول غــواړم
 
چې ترې  والوزی کــوترې
د پنجــرو مــاتول غــواړم
 
لا نيمګړی مــی آرمان دی
خپـل آرمان ته ور تلل غواړم
 
دا چې کور په کور روان دی
داماتم ختمول  غواړم
 
نــا اميد داغلــي زړونــه
په ليمو ښکولول غواړم
 
دا کشتی پــه ډوبيــدو ده
تر تـوفـان تــيريدل غواړم
 
ربــه داسې طــاقت راکړی
د ولس پــاڅــول غــواړم
 
چې موږ تول سره يوځای کړي
پــوه رهــبر درول غــواړم
 
 پریږده پریږده ای مرګيه
زه جانان تــه ورتلل غواړم
 
يوپاڅون يــوانقلاب تــه
لــراوبــريــوکــول غواړم
 
يا به دا ارمــان پــوره کړم
يا کــفن څيـرول غــواړم
 
بيا نو هــله پــه مــزار مې
ســرې جنډې رپـول غواړم
------------------
سميع الدين افغانی
 

یادونه:  د بلجیم د کولتوری ټولنی پيغام او نور رارسیدلی پيِامونه به ورورسته پرلیکه شی
 
- دپښتونخواخیریال
بېرته شاته