(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملاتړ _ ستاېنه_ مباركي

[06.Nov.2005 - 22:12]
د پښتونخوا د خپرونې جرګه د
نړېوال پښتو ادبي كنونشن _ پېښور: د پښتو ادبي چمل ټل له خوا د نړېوال پښتو ادبي كنونشن راجوړوونكو ښاغلي سليم بنګش، ښاغلي پروفيسر اسيرمنګل، ښاغلي ملك مقبول او ښاغلي رئيس كوثر او د پښتو ادبي چمن ټل نورو غړو ادبي هلې ځلې او ددغه پرتمين كنونشن راجوړول د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ تر ټولو ستر او مهم ګام بولي او دوى ته د كنونشن په برياليتوب مباركي وايي. رحمان ادبي جرګه پېښور: د رحمن ادبي جرګې له اړخه د رحمان بابا د سيمينار جوړوونكو ښاغلي يوسف علي دلسوز، ښاغلي مجاهد، ښاغلي ملك وزير خان، نورو ملګرو او د اكاډمي ادبيات پاكستان د پېښور د څانګې مشر ښاغلي سيدولي خيال مومند او نورو شاعرانو او اديبانو له خپلې ژبې سره په زړه پورې مينه ستايي او د دوى ددغو هلوځلو درناوىكوي. پښتو عالمي كانګرس: د پښتو عالمي كانګرس ملګرو ښاغلي تاج عامر، ښاغلي فريدون خان، ښاغلي شهاب الدين خټك او د هغوى نورو ملګرو كلتوري او ادبي هلې ځلې د پښتو او پښتنو سرلوړي ګڼي او د دوى درناوى او ملاتړ كوي. د كندهار اّئينه: د كندهار اّئينه، د سوېل لويديزې سيمې ليكوالو، شاعرانو او ژورنالستانو له خوا د نامتو څېړونكي او ليكوال استاذ محمد اصف صميم او د نامتو ليكوال او شاعر ښاغلي محمد صديق پسرلي په وياړ سيمنارونه د پوره ستاينې وړ دي او د پښتنو ليكوالو، اديبانو او غازيانو په ياد غونډې او سيمنارونه جوړول د پښتو ژبې او كلتور خدمتګاران دې ته هڅوي، چې خپلې هلې ځلې لا ګړندۍ كړي. پښتون/افغان قامي وحدت د پښتون/افغان قامي وحدت د لارښود او د پښتونخوا د قومي پارټۍ مشر محمد افضل خان لالا پښتو ژبې ته نه ستړي كېدونكى خدمت او وخت په وخت د پښتنو د يووالي د اواز د اوچتولو پوره درناوى او ملاتړ كوو. د پښتو ژبې او ادب په ميدان كې د ځوانو او تكړه ژورنالستانو خدمت له چا نه پټ نه دى دوى هم د خپلې ژبې او كلتور په خدمت كې پوره ونډه اخيستې ده. وحدت ورځپاڼ د پښتو لومړنۍ ورځپاڼې وحدت كلتوري او ادبي وحدت ته پوره هڅې كړي او د "خبرونو" ورځپاڼې هم د پښتو په خدمت كې پوره ګامونه اخيستي، نو ددغو اخبارونو چلوونكيو ته لا برى غواړو. AVT Khyber TV د AVT خيبر تلويزيون د پښتنو لومړنى چينل دى، چې د 50 ميليونه پښتنو لپاره په 56 هېوادونو كې 24 ساعته خپرونې لري. هيله ده چې په يورپ كې هم خپلې خپرونې شروع كړي. د خيبر د پښتو دا چينل د پښتنو لپاره د يووالي يو قدم دى او د وياړ ځاى دى، چې په خپله مورنۍ ژبه تلويزيون لري. موږ ددې چينل كاركوونكو ته پوره پوره زغم غواړو، چې د پښتو ژبې او كلتور لپاره د نور خدمت جوګه شي. دShamla "شملې" په نامه د پش گتو نوي چينل شروع كېدل هم د پښتو ژبې او كلتور د پرمختګ لپاره نوى زېرى دى. هيله ده چې شمله هم زر تر زره خپلې خپرونې پيل كړي او پخپل دغه كولتوري خدمت د پښتنو شمله هسكه وساتي. موږ ددغه ټولو پوره پوره ستاينه او ملاتړ كوو او دوى ته د دوى په برياليتوب مباركي وايو.- حاجى عبدالنصير ستورى
بېرته شاته