(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لوی افغانستان نړۍ وال پښتو ټلویزیون

[26.May.2011 - 21:37]
 
خوب که حقیقت

؟
پښتو ټلويزيون ولې او د چا له پاره!؟
غواړﺉ چې پخپله ژبه ټلويزيون ولرۍ
؟
د لوی افغانستان نړۍ وال پښتو ټلویزیون یو خوب که حقیقت!؟


پښتانه، کلونه کلونه کېږي چې  د خپل  پلرني هیواد دننه او بهر، له یوې وژونکې خاموشۍ سره مخ  دي؛  لا هم کوم ځانګړی بدلون نه دی راغلی؛
پښتانه د سیمې او نړۍ د نورو قومونو په پرتله،  د نورو ټولنیزو او اقتصادي ستونځو په څنګ کې،  د رادیو، ټلویزیون ، ورځپاڼو او مجلو د غټې کولتوري ستونځې سره هم مخامخ دي .  پښتانه، په دې برخه کې، د سیمې د غیر پښتنو په پرتله لا ډېر پاتې دي؛
پښتانه په تبلیغاتي ډګر کې ورځ په ورځ لا پسې وروسته پاتې کیږي؛
پښتانه د رسنیو له پیاوړي ځواکه بې برخې دی؛ راځۍ چې له خپلو خلکو سره په خپله ژبه خبرې وکړو؛
راځۍ چې نړیوال  له خپلو دردونو او د خپل هېواد له رښتینو پیښو نه خبر کړو؛
راځې چې خوږه ژبه، پښتو، د رسنیو په نړیوال ډګر کې د لیکلو، ویلو، لیدلو او اوریدلو جوګه کړو؛
راځۍ چې خپلو بچیانو ته په هسکه غړۍ ووایو چې دا ټلویزیون ستا د مور، ستاد پلار  او ستا د ولس په ژبه دی؛                    
پښتانه ټول په خپله ژبه دنړیوال ټلویزیون غوښتونکي دي!
د پښتنو غږ په ملی او نړیوال کچ نه اوریدل کیږي؛ لږ فکر په کار دی، آخر ولې!
یواځې دا موږ پښتانه د وروستیو درې لسیزو د جګړو قرباني یو؛ لږ  سوچ په کار دي، دا ولې!؟
سړه جګړه وګټله موږ پښتنو،  خو برخه شوه د نورو! په دې خپل ګرېوان کې سر ښکته کړﺉ
د دعوت اداره د خپلو نه ستړې کیدونکو هلو ځلو په پای کې وتوانېده چې له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره، د انترنت له لارې او هغه هم په ارزانه بیه د یوه ژوندي تلویزیون د جوړېدوخبره پخه کړي! 
د ټلویزون پروګرامونه په ډیرې اسانۍ د نړۍ له هر هیواد او  هر ځای نه چلیدای، خپریدای او لیدل کیدای شي؛ له  روسیي نه نیولې تر نوي زیلاند او استرالیا پورې، له کاناډا نه نیولې تر  چيلي او ارجانتین پورې او له ناروې نه نیولې تر جنوبي افریقا پورې په ژوندۍ بڼه لیدل کېږي؛
د لوی افغانستان ټلویزیون، چېرته چې انترنت شته، هلته ستاسو ملګری دی؛
مینه وال له کمپیوټر پرته د ځانګړو سامان آلاتو، د ساري په توګه جادو  باکس، نه په ګټې آخیستو سره ټلویزیون په ډېرې آسانۍ لیدلی شی!
د ټلویزیون مرکز  اوس اوس په ناروې  کې دی، له جوړیدو وروسته شونې ده بل هېواد ته یوړل شي
د ټلویزیون د مشرۍ جرګه :
د تلویزیون د مشریزې پینځه کسیزه جرګه ګۍ په ناروې کې ده؛
نړیواله مشورتي جرګه:
تلویزیون، د چارو د لا ښه سمون له پاره، یوه نړیواله  لس کسیزه مشوره تي جرګه ګئ هم لری؛
د ټلویزیون ژبه او نوم :
د ټلویزیون رسمي ژبه پښتو ده .
د ټلویزیون نوم لوی افغانستان غوره شوی درانه هېوادوال کولای شي په دې اړه خپل نظر او وړاندیز  زموږ سره زر تر زره شریک کړي
د لوی افغانستان ټلویزیون بې پرې او د هېواد له هیڅ یوې سیاسي  ډلې سره تړاو نلري؛
 د لوی افغانستان ټلویزیون یوازې  د خپل پښتون ولس له پاره او  د همدې میړني اولس استازیتوب کوي؛
د خپل پښتون ولس مرستې او چوپړ ته راودانګۍ، د خپلې خوږې او بې وسه پښتو ژبې پرمختګ ته ملاوتړﺉ؛
په خبرو نه کیږي، عمل په کار دی؛  هر څوک چې خپلې ژبې او خپل ولس ته کار کوي، ورسره شۍ، ملا یې وتړﺉ!
کولای شۍپه دې اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه  له موږ سره شریک کړﺉ؛
د لوی افغانستان ټلویزیون یوه ګډه ملي هڅه ده : د هیچا نه دي، د هر چا دی؛ د ملکیت  دعوه یې نه کوو، موږ یې د چلولو درانه ملي مسؤلیت ته غاړه ایښې!


که د جګړې اور مړ نکړای شو، د پښتنو د درد او مظلومیت غږ خو به ، لږ تر لږه، نورو ته  ورسوو!          
موږ ستاسو هرې مرستې ته اړتیا لرو؛ او  تاسو څه کولای شۍ!؟


هر افغان ، هر پښتون، هره پښتنه تر خپله وسه کولای شي په دې ملي رسالت کې له بېلابېلو لارو مرسته وکړي :
عاجله مالي مرسته، د خپل وس او توان په اندازه؛
په خپلو پښو باندې د ټلویزیون تر درېدو پورې پرله پسې مرسته
تخنیکي مرسته ؛د پروګرامونو د جوړولو مرسته؛
د پروګرامونو د چلولو او لا ښه کولو مرسته؛
هر اړخیزې )ټلویزیوني( مرستې؛
پروګرامونو ته د نوم ورکولو مرستې؛
 ویدیوي او ګرافیکې مرستې؛
ستاسو بیړنیو مالي مرستو ته اړتیا:
د هر څه لومړی ستاسو مالې مرستو ته خورا اړتیا ده او ستامالي مرستې د ټلویزیون د پروژې د پیل زیری دی. په لومړي قدم کې تاسو هر یو تر خپله وسه مالي مرسته کولای شۍ او هر څه چې وي باید ژر وشي.
د ټلویزیون د جوړولو دغه کمپنۍ ته په لومړي قدم کې باید نیمې پیسې د کار د پیل نه مخکې ورکړل شي تر څو هغوي کار پیل او د درې میاشتو په جریان کې یې پای ته ورسوي او د ټلویویزن د خپریدو زمینه برابره شي.
د لوي افغانستان ټلویزیون نه ملاتړ او ورته کار کول
په خپل ښار او هیواد کې د لوی افغانستان د ټلویزیون د استازیتوب  له پاره ملا وتړﺉ، د ټلویزیون ادارې ته خپله لنډه سوانح او یو انځور  را واستوﺉ!
په هر هېواد او ښار کې او د افغان میشتو په هر سیمه کې کولای شۍ چې د ملاتړ ډلې )مالي ملاتړ، تخنیکي  ملاتړ او نور....( جوړ کړۍ، دعوت د خپلې خوښې یانې داوطلبانه ډول په لومړی مهال کې مخ پر وړاندې بیول کیږي.  د ناروې دننه او بهر د ځوانانو استعدادونو تخنیکې او مسلکي مرستو ته ډیر ضرورت دی
د اوس له پاره اعلانونه
د ملي سوداګرو اعلانونه، له ټلویزیون سره د هغوی د مالي مرستو په بدل کې، له همدا اوسه، کېدای شي د یوه کال لپاره په وړیا ډول خپاره شي!
ملا وتړﺉ؛ د دې ملي ارمان په تر سره کولو کې مو یوازې مه پریږدي!   
پوستي پته:

Dawat,
P.O.Box 289,
2001 Lillestrom,
Norway
د تلیفون شمیرې او بریښنالیک :
Tel. +47.63844384
Mobil. +47-90856195,
www.dawat.no
 [email protected]
بانکي پته:
Postbanken, AC# 0530 2294668
BIC (SWIFT-adresse): DNBANOKKXXX
A/C for international payments:
NO15 0530 2294 668
خپلې مرستې د بانک په څنګ کې د راجستر پوست او ویسټرن یونین له لارې هم رالیږلای شۍ
Western Union
Mohammed Tariq Bazger
د مرستو له رارسیدو سره سم به د مننې سند درواستول شي
په دې اړه خپل نظرونه او وړانديزونه  له موږ سره شريک کړﺉ او که هر ډول پوښتنه لرۍ د بریښنالیک او یا هم د تلیفون د لارې یې زموږ سره شریکه  او دا پيغام تر خپله وسه هر پښتون او پښتنې ته ورسوئ. مننه

پښتانه ټول په خپله ژبه دنړۍ وال ټلویزیون غوښتونکي دي! لاندې د دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز د ټولپوښتنې نتیجه ګورﺉ چې د انتـرنت له لارې تر سره شوې ده ستاسو په نظر د رسنیو (مطبوعاتو) په ډګر کې پښتواو پښتانه کومو رسنیو ته ډیره اړتیا لري؟ پښتو تلویزیوني چینلونه 72.5% پښتو انترنتي ودیوګانې 2.9% پښتو ویبپاڼې 10.6% ورځپاڼې 10.3% مجلې
یادونه: د لوی افغانستان دټلویزیون د کارونو د پرمختګ او په دې اړه نور معلومات به وخت پر وخت مینه والو ته وړاندې شي

- بزګر
بېرته شاته