(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کویټه:یوه درنه ولسي غونډه وشوه.

[23.May.2011 - 13:28]
رپورټ:رمضان ارماني پښتونخواکویټه
دسهیلي پښتونخوادتاریخي ښارد په سریاب سیمه کښي په خلجي کالوني کښي یوه درنه اولسي غونډه وشوه.په غونډه کښي اولسي مشرانواوپښتونخواملي عوامي ګوندملګروګډون وکړی.واولسي غونډي ته دویناکولوپه مهال دپښتونخواملي عوامي ګونددسهیلي پښتونخوامشرانوعثمان خان کاکړ،قهارخان ودان،عبدالرحیم زیارتوال،نصرالله زېرې اودسریاب سیمي سیمېزه سیکترملک جمیل خان خلجي وویل چي په پښتونخواوطن کښي کېدونکي ځانمرګي بریدواوبمي چاودني په ترڅ کښي په زرګونوپښتنوخپل ژونده دلاسه ورکړی دی.دامنیت وضح دخربېدوله کبله وپښتونخواوطن ته په مالي اوځاني توګه ډیرلوي زیان رسېدلی دی.په بیلنوډالروزیان وپښتنوته رسېدلی دی.په اقتصادي توګه دپښتونخواحالت ډیرتباه شوی دی.ویناکونکووویل چي په پښتونخواوطن کښي دترهګروله خوادپښتنوجنازې،جرګې،هجرې،ادېرې،ودونه،اولسي غونډي،جوماتونه،کورونه اوکوڅې نه دي په امان په هرځاي کښي ځانمرګي بریدونه ترسره کېږي.دخفګان خبره خوداده چي هره ورځ پښتانه دترهګروله خواوژل کېږي خودپښتنوپه مرګ اوژوبله دپاکستان مذهبي ګوندونه پټه خله دي اودپښتنوپه مرګ اوژوبله هیڅ ډول خفګان نه څرګندوي.بلي خواته دغه مذهبي ګوندونه دترهګروپه وژلواوختمولوباندي ډیرخفګان څرګندوي.ویناکونکووویل چي استعماري واکمنواوپټوښبکوپه آزاداوخپلواکه افغانستان اونوروګاونډي هېوادوکښي دلاس وهنی اود دغوهېوادودنیولوپه دسیسه کښي اوپه ګران اوآزادافغانستان کښي دمرګ اوژوبلي بازارتودساتودپاره دټولي نړۍ دترهګرودپاره دپاکستان په بېلابېلوسیموکښي دترهګرودروزني دپاره مرکزونه جوړکړې.هم ددغوترهګرودلاسه نن پښتون اولس داورپه لمبوکښي ژوندتېروي.داوسني وخت داغوښتنه ده چي پاکستان دي ددغوترهګروپه ضدعملیات وکړي.وینا کونکووویل چي په اوسني وخت کښي دبلوڅانوسره په ګډایالت کښي پښتانه دډیروستونزواوکښالوسره مخامخ دي.په رڼاورځ دپښتنوموټران اولارۍ ښکول کېږي په بلوڅي سیمه کښي هرورځ پښتانه وژل کېږي په حکومتي څوکیوناست حکومتي چارواکي دپښتنوسره دښمني کوي.دپښتنوسره په هره حکومتي څانګه کښي ظلم زیاتوب دوام لري.ترڅوپوري چي پښتانه دبلوڅوسره په ګډایالت کښي ژوندکوي نوپکاردی چي وپښتنوته دبرابرۍ په بنسټ حق ورکول شي.ترڅوچي دانګریزانوله خواوېښل سوی پښتونخواوطن یوکېږي ترهغه وخت پوري دي وپښتنوته په هره دولتي څانګه کښي برابري ورکول شي.ویناکونکووویل چي په کراچي کښي دایم کیوایم دترهګروله خواڅخه هره ورځ بې ګناه پښتانه وژل کېږي.دایم کیوایم ترهګر غواړي چي پښتانه دکراچي څخه وباسي.خوداخوب به دترهګروهیڅکله هم ترسره نه شي.ویناکونکووویل پکارخوداووچي دایم کیوایم ترهګران په بندي خانوکښي بندیان کړل شوي وای خوحکومتي ګونددغه ترهګرخپل په څنګ کښي کښېنول اوحکومت کښي برخول کړل.ویناکونکووویل چي حکومت دي دغه ترهګروته ډنډورکړی.ویناکونکووویل چي دپښتنواوبلوڅوپه دې ګډایالت کښي حکومت وپښتنوته دژوندبنسټېزه آسانتیاوي نه ورکوي.په سریاب کښي حکومتي چارواکي د خلجي کالوني،بړیڅ آباد،مشواڼې آباد،کلي علیزي،اڅکزی کالوني،فقیرآباداونوروسیموستونزي هوارېدل نه غواړي.دپښتنودغه سیموته واکمن دژوندبنسټېزه آسانتیاوي نه ورکوي.هم له دې کبله په دې سیموکښي دپاکستان دجوړېدوروسته تراوسه پوري دپرمختګ کارونه نه دي شوي.ویناکونکووویل چي پښتونخواملي عوامي ګوندبه په هرډګردپښتنودحق دپاره ږغ اوچته وي.په اولسي غونډه کښي یوشېمرکسانوپه پښتونخواملي عوامي ګوندکښي دشمولیت کولوپرېکړه وکړه.
- ارماني
بېرته شاته