(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهار: ځانمرګي برید مرګ ژوبله واړوله

[18.May.2011 - 20:48]
په  ننگرهار کې دشورو(چارشنبي)په ورځپه ۱۹/۵/۲۰۱۱ نیټه  ديو ځانمرگي بريد له امله لږ ترلږه ۱۶کسان وژل شوي او د20ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي
دننگرهار دگورنر يا والي وياند احمد ضياء عبدالزي دپيښې په اړه خبريالانو ته وئيلي دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه چې دننگرهار په پلازمينه جلال اباد کې يو ځانمرگي تن خپل دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى دتربيه کيدونکو افغاني پوليسو د بس سره وجنگولو.
په سم لاسي ډول نۀ ده په ډاگه شوې چې په دغه پيښه کې وژل شوي ټول کسان  پوليس دي او که عام وگړي پکې هم شامل دي
بايد وويل شي په دوهم مئ دپاکستان په ايبټ اباد سيمه کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن دوژل کيدو راپديخوا په پاکستان او افغانستان کې دځانمرگي بريدونو او بمي چاؤدنو لړۍ چټک شوې ده، چې پکې تر دې مهاله په شلگونو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
القاعده تروريستي شبکې داسامه دوژل کيدو څخه وروستو اعلان کړى ؤ چې هغوي به دخپل مشر دوژل کيدو بدله اخلي.
 بلخوا تخار ولايت کې دنيټو په يوه کارروايۍ کې داولسي وگړو دوژنې په ضد دشورو په ورځ د احتجاج په مهال د پوليسو او مظاهرچیانو ترمينځ نښته کې لږ ترلږه 11 کسان وژل شوي او 50 نور ژوبل شوي دي.
دروغتيا دڅانگې قائمقام مشر حسن بسيج داحتجاج په مهال ديوولسو کسانو دوژنې او پنځوسو څخه دزياتو دژوبل کيدو پخلى کړى دى.
دافغانستان ددفاع د وزارت وياند زمرى بشري وائي  احتجاج کوونکو دپرونشل ايډوائزري ټيم په مرکز راکټونه داغلي ، چې دغلته تر څلويښتو پورې جرمن پوځيان اوسيږي.
دسرچينو له مخې ولايتي مرکز تالقان کې نښته هاغه مهال پيل شوه کله چې د 2,000ؤ څخه زياتو مظاهرينو دبين المللي پوځونو  ديوې چوکۍ په لوري دورتللو هڅه وکړه.
 سرچينې وائي  په تالقان کې  دنيټو په کارروايۍ کې دوژل شوؤ کسانو دمړينې په ضد په احتجاج کوونکو پوليسو ناتاره ډزې پيل کړې.
له دې وړاندې مظاهرينو دگاؤمال سړک تالقان سره په تړل کيدونکي سړک احتجاجي جلوس هم وويستو چې پکې دامريکا او صدر حامد کرزي په ضد نعرې ووهل شوې.
دغو کسانو دوژل شوؤ څلورو کسانو مړي پخپلو اوږو ايښودي وؤ.
مقامي پوليسو او ځائي اوسيدونکو ادعا کړې ده چې په گاؤمال کې تيره شپه دائتلا في ځواکونو او افغاني پوځيانو په گډه کارروايۍ کې وژل شوي څلور کسان عام کسان وؤ او نيټو وائي  وژل شوې دوه ښځې او دوه سړي په وسله سمبال وؤ او هغوي په پوځيانو دډزو کولو هڅه هم کړې وه
د راپورونو له مخی د پيښور سره نزدې  دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په سنگوميره کې دتندلارو او امنيتي ځواکونو ترمينځ نښته کې لږترلږه دوه پوليس عسکر ا وژل شوي او پېنځه ژوبل شوي دي.
د پيښوردپوليسو مشر لياقت علي خان د دغه پيښې په اړه ډيوه ريډيو ته وويل د شورو په ورځ يو شمير وسله والو تندلارو د پيښور څخه دلسو کلو ميټرو په فاصله  پرتې قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په سانگو ميره نومې امنيتي پوسته ناڅاپي بريد وکړو.
دپيښور دپوليس مشر لياقت علي خان وينا ده  وسله وال په راکټونو او خودکاره وسلو سمبال وؤ خو امنيتي ځواکونو هغوي په شاتگ مجبور کړل.
يو سيمه ييز امنيتي چارواکي عبدالجبار بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې ددغه نښتې په حقله وويل  تندلارو سحر وختي په درنو وسلو سره بريد وکړو، دوي  د هغوي دغه لمړى بريد په شا وتمبولو خو هغوي يو ځل بيا بريد وکړو او له دې وروسته ددواړو خواؤ ترمينځ تر دوه نيمو ساعتو پورې ډزې روانې وې.
هغه وويل  دوه عسکر وژل شوي چې يو دپوليس او بل دپيراملټري سره تعلق لري.
هغه وويل مخالف لوري ته هم سخته ضربه اوړيدلې، تندلارو دخپلو ملگرو مړي دځان سره وړي ، خو په سم لاسي توگه دوي ته دهغوي دقيقه شميره نۀ ده معلومه
SourceÖ Deewa Radio.

.

- خبري څانګه
بېرته شاته