(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شبقدر : دوه ځانمرګي بریدونه ،په سلګونو شهیدان شول

[13.May.2011 - 13:54]

دپښتونخوا دچارسدي د شبقدر سيمه نن د جمعی په مبارکه ورځ د ۲۰۱۱ د مئ په ۱۳ مه  نیټه  د بی ګناه انسانانو په وینو سره شوه، دچارسدې ډي پي او ، نثار مروت وويل دلمړي ځانمرگي بريد څخه وروستو امنيتي ځواکونه په امدادي کارروائيو کې بوخت وؤ چې په دغه مهال يوه بله چاؤدنه وشوه
دغه بريد دچارسدې په شبقدر سيمه کې  دفرنټئير کانسټيبلري ځواکونو په تربيتي مرکز ترسره شوى دى او په وژل شوؤ کې زياتره دمليشه ځواکونو عسکر شامل دي.
 دژوبل شوؤ کسانو څخه هم دزياترو حالت مرگونى ښودل کيږي چې له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
 دبمونو دناکاره کوونکې ډلې وينا ده په دواړو ځانمرگي بريدونو کې تر    16ؤ کلو گرامو پورې بارود استعمال شوي دي.
 دمليشه ځواکونو په عسکرو دغه  ځانمرگي بريدونه سحر وختي هاغه مهال ترسره شوي کله چې په سلگونو عسکر دخپل تربيت مکملولو څخه وروستو دقافلو په شکل کې  کورونو ته دواپس کيدو لپاره په گاډو کې سوريدل.
عيني شاهدانو امریکا غږته وئيلي دي  په موټر سائيکل سور يو ځانمرگي  ددودانۍ دمرکزي دروازې څخه بهر  دراتلونکو عسکرو يوه ډله په نخښه کړه او دچاؤدنې دغږ په اوريدو چې کله هلته  مقامي خلک  دامدادي  کارونو لپاره راټول شول نو يو بل ځانمرگى پيدل  دخلکو گڼې گوڼې ته ورننوتو او دهغوي په مينځ کې يې پخپل ځان پسې تړلي بارود وچول.
کمانډنټ ايف سي اکبر هوتي وئيلي دي 818ؤ عسکرو تربيت مکمل کړى ؤ او  او دامنيتي انديښنو له امله هغوي ته  هدايت شوى ؤ چې دپينځلسو، پينځلسو دټولگيو په شکل کې  دتربيتي مرکز څخه خپلو کورونو ته روان شي  خو  دنوموړي په وينا دغو عسکرو دسړک په غاړه ټوليدل شروع کړل.
سرچينې وائي   دوژل شوؤ عسکرو شميره ډيره زياته ده او وژل شوي زياتره شمير عسکر  دايف سي ودانۍ ته منتقل کړل شوي دي.
 دچاؤدنې له امله نزدې خواؤشا 15گاډي تباه شوي اونزدې ودانيو ته سخت زيان رسيدلى دى.
دپيښور دپوليسو مشر لياقت علي خان وائس اف امريکا سره خبرو کې امکان څرگند کړو چې دغه ځانمرگي بريدونه په ايبټ اباد کې  داسامه بن لادن دوژنې نۀ بلکې شبقدر سره پيوست قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دکاميابو پوځي عملياتو غبرگون کيدى شي.
خو پاکستاني طالبانو دبريدونو دذمه وارۍ دقبلولو په ترڅ کې وئيلي دي  دا په ايبټ اباد کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن  دوژنې  دبدلې اخستو لپاره لمړۍ کارروائي وه.
دايبټ اباد په بلال ټاؤن سيمه کې دروانې مياشتې په دوهمه  نيټه امريکائي ځانگړو ځواکونو دشپې په مهال  عمليات کړي او دالقاعده مشر يې وژلى چې له دې وروستو طالبانو دپاکستان په امنيتي ځواکونو دبريدونو دړکه کړې وه.
ډیوه: بلخوا په  شمالي وزيرستان کېدشکمنو امريکائي  بې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون لخوا دتندلارو په يو گاډي ترسره شوي ميزائيلي بريد کې لږ ترلږه اووۀ شکمن جنگيالي وژل شوي دي.
د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د امريکائي ځواکونو لخوا ترسره شوؤ عملياتو کې  دالقاعده دمشر اسامه بن لادن دوژل کيدو راپديخوا د په قبائيلي سيمو دډرون لخوا ترسره شوى دغه دريم بريد دى.
يو پاکستاني امنيتي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي دامريکائي ډرون لخوا  دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې دزيارت په ورځ دتندلارو په يو گاډي دوه ميزائيلونه داغل شوي دي.
هغه په دغه بريد کې داوؤ جنگيالو دوژنې ادعا وکړه.
يو بل امنيتي چارواکي په بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره اته وښوده او زياته يې کړه په وژل شوؤ کې  ځينې بهرنيان هم شامل دي.
تيره ورځ هم دجنوبي وزيرستان په انگوره اډه سيمه کې دډرون په يو بريد کې څلور جنگيالي وژل شوي وؤ او دتيرې جمعې په ورځ په شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو په ميزائيلي بريد کې داتوؤ جنگيالو دوژنې ادعا شوې وه.
ديو راپور ترمخه تير کال دپاکستان په قبائيلي سيمو دډرون لخوا د100ؤ څخه زيات بريدونه ترسره شوي وؤ چې پکې ديو شمير تندلارو په شمول د670ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.
دسي ائي اى دچارواکووينا ده دډرون بريدونو له امله  دالقاعده نيټ ورک ته سخت زيان رسيږي.
د شبقدر ډیرئ په غمجنه او دردمنده پيښه کی له سلو زیات شهیدان او سلګونو ټپیان شول، په سلګونو پښتانه ماشومان یتیمان  او په سلګونو میرمني کونډی شوی.د پښتنو په لره او بره خاوره هره ورځ په بیلابیلو نومونو د پښتون وینه تویږی  ،لره  بره پښتونخوا د پښتنو په وینه خړوب شوه. دوه ځانمرګي برید کونکو  د بی ګناه انسانانو  وینو سیلاب جوړ کړ، د پاکستان اسلامی ګوندونه د پيښور په هائیکورټ کی د اسامه بن لادن غائبانه جنازی لمونځ ادا کوی،په کویټه او د پښتنو په نورو سیمو کی احتجاجی جلوسونه وکاږی، د پاکستان او هندوستان د کرکټ د لوبودسیالئ په خاطر چی پاکستان ئی وګټی نفلونه ، دعاګاني او لمونځونه کوی، خو له ډیره بده مرغه د پښتنو په عام وژنه  پټه خوله پاتي دی ،احتجاج نه کوی، دو دی عمل ته ناروا نه وائی، زمونږ د اسلامی او مذهبی ګوندونو دا دنده ده چی د داسی غیر اسلامی او غیر انسانی کړونو په کلکه غندنه وکړی او د اسلامي لاښونو په رڼا دا کړنه ناروا وګرزوی   
ډیوه: ۱۳/۵/۲۰۱۱
- زمونږخبریال
بېرته شاته