(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرمني: د کونړ سیند مشاعره جوړه شوه

[26.Apr.2011 - 22:14] د روان ۲۰۱۱ ع کال د اپریل د میاشتي په ۲۳ مه نیټه د المان د لیورکوزن په ښار کی د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولني په کوربه توب د (کونړ سیند) دودیزه کلنئ مشاعره، چی دد غه ټولني له خوا ئی په (۲۰۰۸ ) ع کال کی بنسټ ابښودل شوی ؤ جوړه شوه، چی د المان سربیره پکی له یو شمیر اروپایی هیوادو څخه هم ګڼ شمیر ادیبانو، ادبپالو ، د پښتو ژبي مینه والو هیوادوالو ګډون کړی ؤ، جوړه شوی وه.

په لومړي سر کی ښاغلی عزیز سرشار  چی د ویندوئ چاري ئی پرمخ بیولي ،دروند اوپیاوړی مشر ښاغلی مبارز څاپی ته بلنه ورکړه ، چی د قران مجید د سپیڅلو ایاتونو په تلاوت سره مشاعره پرانیزی، ورپسی د ټولنی د کار د ډلي په استازتوب ښاغلی فریدالله ساپی د ټولنی کلنی  رپورټ وړاندی کړ. دغه راز ښاغلی محمداجان یار «د کونړ سیند سره خواله » یوه ادبي ټوټه واوروله.
د کونړ سیند مشاعری داځل دوه برخي درلودی ،چی لومړئ برخه ئی مشاعري او دوهمه برخه ئی په زړه پوري پښتو موسیقئ ته ځانګړي شوي وه.
پدی لړ کی د پښتو ملي تراڼه (ای زما وطنه د لالونوخزاني ځما) د هیواد نامتو او خوږ ژبي سندرغاړی ښاغلی انجنیر لطیف راهی د موسیقئ سره په ډیر ښه انداز واوروله.
مشاعره د ښاغلی عزیزسرشار له خوا د پښتو ژبی د نومیالی شاعر ارواښاد اسحاق ننګیال په لاندی بیتونو سره پیل شوه:
 
توري سیلي دی په جونګړو کی رڼا نه پریږدی
دلته د وینو لیوني چیرته خندا نه پریږدی
 
وینو کی زیږی،پکی لوی شی،پکی ومري بچي
قاتلي شپي دی دوعا ګوی کور کی د چا نه پریږدی
 
داسی میلمه شو په وطن راته د مرګ سوداګر
چاته عزت،چاته شمله،چا ته حیا نه پریږدی
د مشاعري لړ د ژبپوه ښاغلی پيښوري شینواری په یو ښکلي شعر چی د کونړ سیند ته ئی لیکلی ؤ پیل شوه،ورپسی د پښتو ژبي او هیواد درنو نامتو ، پیژندل شوو او منل شویو شاعرانو ، هریو ښاغلیو، محب الله ستومان، مبارز څاپی، محمدا جان یار،وړوکی مرواه قاضی خیل، نهظت تنها، نسیم ستوری,صمیم ساپی،صدیق کاوون توفانی، شیرزاده ساجد، الهاج قیام، خیبر مومند، ارین بهار،ډاکتر اکرم ملکزی،معاون جان ګران برهاني او عبدلوهاب سرتیر خپل په زړه پوري او ښکلي شعرونه واورول، چی د ګډونوالو په تودو چکچکو او ولولو سره بدرګه شول.
 د یادوني وړ ده چی مشاعري ته د ښاغلی ډاکتر یاسین اقبال یوسفزی په زړه پوري نظم (زه اخر پښتون يمه) چی د ښاغلی انجنیر مطیع الله روفي له خوا د تمثیل سره دکلمه شواو د پښتون ادبپال ښاغلی امین بسمل شعر د (واه د کونړ سینده) تر سرلیک لاندی چی د تلیفون له لاري واورول شو ډیر رنګ او ښکلا ورکړه. دمشاعري په پای کی ښاغلی الحاج فضل رحمن شیر مشاعره وارزوله.
د موسیقئ برخه د هیواد اوپښتو ژبي نامتو او خوږ غږي سندرغاړی  ښاغلی انجنیر لطیف راهی  په خپلو زړه راښکونکو سندرو   رنګینه کړه.
په پای کی درانه سندرغاړی د ټولنی د کار د ډلی او یو شمیر مشرانو له خوا د ګلونو د ګیډیو په ورکولو سره وستایل شو.
- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته