(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان پر دفاع وزارت ځانمرګی بريد

[18.Apr.2011 - 10:43]
18.04.2011 Monday
د افغانستان  د دفاع وزارت  په دننه کې په یوه ځانمرګی برید کی ددفاع وزیر ساتونکی او  دوه عسکر وژل  شوي او اووه نور ټپیان دي. دد فاع وزارت یوامنیتي چارواکی ویلي چې یو ځانمرګی، چې پوځي یونیفورم یې په تن و، دفاع وزارت ودانۍ ته ننوت او ډزې یې پیل کړې خو مخکې تر دې چې د ځانمرګی واساکټ وچوي، وویشتل شو.
د امنیت د نشتوالی له امله د بریدونو پدی لړ کی تیره ورځ د کونړ ولایت پخوانی جهادی قوماندان او قومی مشر ملک زرین د اسمار په ولسوالئ کی د لسو کسانو سره ووژل شو، دغه راز دتیری جمعی په ورځ په کندهار کی په یوه ځانمرګی برید کی د کندهار د پولیسو مشر خان محمد مجاهد د خپلو دوو ساتونکو سره یوځای وژل شوی.
 
 بلخوا پاکستان او افغانستان په جګړه ځپلې هېواد کې امن او ثبات پرځاې کولو لپاره په یوی ګډی جرګی (کمېشن)جوړولو باندې صلاح شوي دي.
افغان ولسمشر حامدکرزي سره د ليدنې وروسته پاکستانی وزيراعظم گيلاني وئيلي دي چې د افغان صدر  او دسولې د جرگې  د مشرانوسره د لېدو وروسته په دې خبرې صلاح شوي دي چې د امن او ثبات پرځاې کولو لپاره د پاکستان او افغانستان یو گډ کمېشن جوړ کړي.
ښاغلې گېلاني زیاته کړه چې صدر کرزي ته یې باور ورکړې چې پاکستان د افغانستان په مشرۍ د افغان شخړې دهواري ملاتړ کوي
 د کابل څخه دسرچينو وينا  ده دصدر کرزي سره په ليدنه کې وزيراعظم گيلاني دافغانستان دراتلونکي په  حقله دپريکړې کولو په غرض په يوه جامع ستراتيژۍ ټينگار وکړو  چې پکې دافغانستان ټولې خواوې شاملې وي.
وزيراعظم گيلاني وويل پاکستان په افغانستان کې امن، ثبات او يو والى غواړي  او په ډاگه يې کړه چې پاکستان دافغانستان په سياسي عمل کې  کوم مرکزي کردار ادا کول نۀ غواړي.
 وزيراعظم گيلاني حامد کرزي ته وويل  پاکستان افغانستان سره په دريوؤ اړخونو کار کول غواړي چې پکې ، پوځ ، استخبارات او سياست شامل دي.
هغه وويل  په نزدې وختونو کې دپاکستان او افغانستان په اړيکو کې  زيات بدلون راغلى او نوموړي دغه بدلون په  دوه اړخيز عمل ونومولو.
 پاکستاني وزيراعظم صدر حامد کرزي ته وويل  وخت رارسيدلى دى چې پاکستان او افغانستان دخپلو چارو مشري پخپلو لاسونو کې واخلي  او نړۍ ته دا سبق ورکړي چې دغه هيوادونه ذمه وار او مسؤليت پيژندونکي دي  او  دسياسي او ترهه گرۍ پسې مربوطې شخړو دهواري توان لري..
پاکستاني وزيراعظم   پخپل هيئت کې دپوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني او داستخباراتي ادارې دمشر احمدشجاع پاشا په شمول دنورو استازو دموجوديت حواله ورکړه او وې وئيل  ددې څخه دا ثابتيږي چې  دپاکستان ټولې ادارې  دافغانستان دثبات په حقله يو شان دريځ لري.
پاکستاني وزيراعظم دا هم وويل چې افغانستان ته دهغه دغه دوره ددواړو هيوادونو دمشرانو لخوا  يو بل سره په ټولو اړونده  چارو دمرستې او صلاح مشورو کولو دژمنې برخه ده.
دتيرو څلورو مياشتو په مهال دوزيراعظم گيلاني لخوا دکابل دغه دوهمه دوره دى ، له دې وړاندې هغه دکال 2010م ددسمبر په مياشت کې هم افغانستان ته تللى ؤ.
دتيرو دريوؤ کلونو په مهال ددوه اړخيزو خبرو اترو په نتيجو کې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دمرستې په سيوا کولو، دطالب جنگيالودتگ راتگ په اړه دمعلوماتو په ورکړه راکړه او  دوه اړخيز تجارت ته دودې ورکولو لپاره په مختلفو گامونو اتفاق شوى  چې پکې دچارواکو په وينا پرمختگ هم شوى دى.
اقتصادي رابطو ته د ودې ورکولو لپاره په جولا ئي 2010م کې ددواړو هيوادونو ترمينځ دپاک افغان ټرانزټ ټريډ تړون هم شوى ؤ چې به پرې دروان کال په پيل کې عمل شروع کيدو خو دځينو تکنيکي وجوهاتو له امله پرې عمل دجون تر مياشتې پورې ځنډول شوى.
خو دپاکستان دتجارت وزير امين فهيم وائي هيله ده ټولې معاملې دجون پورې هوارى ومومي
امريکا او د پښتونخوا پوليسو په يو ياداښت لاسليکونه کړي دي چې له مخې به يې امريکائي حکومت دپښتونخوا پوليسو ته ديو کروړ اويا لکو ډالرو دماليت گاډي، دمواصلاتي نظام لپاره استعماليدونکو آلو په شمول نور سازوسامان ورکوي.
دامريکې دخارجه محکمې په يو بيان کې وئيل شوي دي  دغه گاډي او نور سامان به دصوبې پوليسو او په ځانگړې توگه ايليټ فورس ته دخپلو ذمه وارو په پوره کولو او اولس ته دتحفظ ورکولو په هڅو کې مددگار ثابتيږي.
دامريکا دخارجه محکمې يو لوړپوړي چارواکي ويليم ار براؤن فيلډاو دپښتونخوا صوبې انسپکټر جنرل پوليس فياض طورو ددغه ياداښتي دستورې مشري وکړه.
تير کال امريکا د قانون نافذونکو غيرپوځي ادارو دتوانونو سيوا کولو لپاره 10 کروړه او 26 لکه ډالر امداد اعلان کړى ؤ.
دبيان ترمخه امريکا به سږ کال  دپښتونخوا پوليسو ته نور خواؤشا 440 گاډي  چې پکې  بکتر بند گاډي، ټرکونه ، دعسکرو دوړلو گاډي ، ايمبولينسونه او موټر سائيکلې هم شاملې دي ورکوي
- د پښتونخواخبریال
بېرته شاته