(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چارسده کی ځان مرګی برید ۱۲ کسه شهیدان

[31.Mar.2011 - 21:46]
31.03.2011
د پاکستان دجمعيت علماء اسلام په نوم دسياسي  اومذهبي گوند په مشر دزيارت په ورځ دپښتونخوا په چارسده سيمه کې په دوهمه ورځ هم ځانمرگي بريد شوى خو هغه ددغه بريد څخه روغ وتلى دى.
په دغه بريد کې دپوليسو ديو سيمه ايز مشر يا ايس ايچ او جمروز خان او يوې ميرمنې  په گډون لږ ترلږه 12 کسان شهیدن شوي او 29 نور ژوبل شوي دي.
دغه بريد دزيارت په ورځ هاغه مهال  دمولانا فضل الرحمان دگاډو په قافله ترسره شو کله چې هغه دچارسدې دضلعي رابطه افسر ددفتر ترڅنگ يوې جلسې ته دوينا دپاره روان ؤ.
دچارسدې دپوليسو مشر يا ډي پي او نثار خان ډيوه ريډيو ته دپيښې دجزئياتو بيانولو په مهال وويل کله چې دمولانا فضل الرحمان گاډى په سړک تيريدلو نو په دغه مهال يو ځانمرگي تن دهغه دگاډي مخې ته ورټوپ کړل او په ځان پسې چاؤديدونکي مواد يې والوځول.
دپوليسو مشر وويل په سيمه کې دمولانا فضل الرحمان دامنيت دپاره پوليسو سخت گامونه اخستي وؤ خو بيا هم دغه افسوس ناکه پيښه ترسره شوه.
خو دپښتونخوا پخوانى وزيراعلي او دجمعيت علماء اسلام نوميالى مشر اکرم دراني بيا وائي چې ښکاري داسې دغه يو ځانمرگي بريد نۀ بلکې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه وه.
ښاغلى دراني چې پخپله هم ددغې پيښې په مهال دمولانا فضل الرحمان په قافله کې شامل ؤ خبريالانو ته وئيلي دهغه گاډى دمولانا فضل الرحمان دگاډي څخه يواځې دپينځوؤ فټو په فاصله وروستو روان وؤ چې په دغه مهال يوه زورداره چاؤدنه وشوه.
اکرم دراني وويل هغه گمان کوي چې دغه ځانمرگي بريد نۀ بلکې يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه وه.
دهغه وينا وه په پيښه کې دمولانا فضل الرحمان گاډى هم زيانمن شوى او اوس په دې اړخ پلټنې کيږي چې ايا دغه ځانمرگي بريد ؤ که ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه؟
اکرم خاني دراني زياته کړه دبمي چاؤدنې څخه وروستو سمدستي وروستو ډزې هم شوي دي او اوس به دپلټنو څخه په ډاگه کيږي چې دمولانا فضل الرحمان گاډى په ډزو لگيدلى ، که په بمي چاؤدنه کې زيانمن شوى دى.
ددغه پيښې وروستو خبريالانو سره په خبرو کې مولانا فضل الرحمان وئيلي هغه او ملگري يې په ځانمرگي بريد کې بچ شوي خو ساتونکي يې ژوبل شوي دي.
دپښتونخوا مشر وزير بشيراحمدبلور دپيښې په اړه ډيوه ريډيو ته وويل ترهه گرو له دې وړاندې هم سياسي مشران او بې گناه خلک په نخښه کړي ځکه نو دغه پيښه دامنيت له لحاظه دحکومت کمزوري نۀ شي گڼل کيدى.
هغه وويل مونږ دمولانا فضل الرحمان په قافله په شوي بريد زيات خفه يو.
خو نن چې ترهه گرۍ او انتها خوښۍ کومه وده موندلې ده دغه هر څه صوبه کې دمولانا فضل الرحمان دتير دور په حکومت کې رامينځته شوي وؤ.
دپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار هم ميډيا سره په خبرو کې ددغه پيښې غندنه کړې او وئيلي يې دي دصوبې وضعيت تقاضا کوي چې سياسي مشران بايد داولس مينځ ته په ورتگ او جلسو جلوسونو کې داحتياط څخه کار واخلي.
بايد وويل شي له دې يواځې يوه ورځ وړاندې هم  دخيبرپښتونخوا په صوابۍ سيمه کې دمولانا فضل الرحمان دجلسې په مهال دهغه دهرکلي په قافله ځانمرگي بريد کې ديو پوليس انسپکټر په گډون اتۀ کسان وژل شوي او تر پينځلسو زيات ژوبل شوي وؤ.
پرون د پښتونخوا ايالت په صوابۍ سيمه کې دپوليسو ديوې پوستې ترڅنگ په يو ځانمرگي بريد کې ديو پوليس افسر په شمول لږترلږه 7 کسان وژل شوي او د15ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
دپوليس چارواکو وينا ده دغه ځانمرگي بريد سيمه کې دمولانا فضل الرحمان دهرکلي په يو جلوس ترسره شوى دى.
دپوليس سرچينو ډيوه ريډيوته وويل بريد په داسې حال کې ترسره شو چې دمولانا فضل الرحمان دهرکلي دپاره جلوس په دغه لاره دوړاندې څخه تير شوى ؤ.
د سيمې انتظامي مشر يا ډي سي او جبار شاه هم خبريالانو ته ددې خبرې پخلى کړى دى چې ددغه ځانمرگي بريد هدف دمولانا فضل الرحمان دهرکلي جلوس په نخښه کول وؤ.
پوليس وائي په دغه پيښه کې 15 کسان ژوبل شوي هم دي چې دعلاج لپاره نزدې روغتونونو ته رسول وي دي.
په وژل شوؤ کې دپوليسو يو افسر يا اى ايس ائي هم شامل دى. 
دپيښې څخه وروستو امنيتي ځواکونو سيمه پخپله ولقه کې واخسته او دلټونې عمليات يې پيل کړي دي.
 په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې لږ ترلږه 9 تندروه جنگيالي وژل شوي او دهغوي درې ځالې له مينځه وړل شوي دي.
دزيارت په ورځ دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل امنيتي ځواکونو دکرمې ايجنسۍ په علي شيرزو،چنارک او سپرکاټ سيمو کې دتندلارو په ضد يو ناڅاپه عمليات پيل کړل.
دسرچينوله مخې کله چې امنيتي ځواکونه ذکر شوؤ سيمو ته ورسيدل نو دغلته پرې تندلارو بريد وکړو.
سرچينې وائي دامنيتي ځواکونو له لوري په جوابي کارروايۍ کې 9 تندلاري وژل شوي دي.
ددغه نښتې څخه وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله گيره کې واخسته او کور په کور يې تالاشي وکړه.
خو دلټونې په دغو عملياتو کې دچادگرفتارۍ اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې.
په کرمه ايجنسۍ کې دغه عمليات وروستو له هغې شوي چې دخيبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې په دې وروستيو کې دترهه گرۍ پيښو کې زياتوالى وليدل شو.
کرمه ايجنسي دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چې پوله يې دافغانستان سره هم جنگيدلې او دغلته تندروه جنگيالي زيات فعاله دي.
ددې ترڅنگ په کرمه ايجنسۍ کې وخت په وخت دفرقه ايزو نښتو راپورونه هم ترلاسه کيږي چې په دغو نښتو کې تر دې مهاله په سوونو کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.
 
تیره جمعه پکتیکا ولایت کې د گل په ورځ د یوې تعمیراتي کمپنۍ په دفتر درې ځانمرگي حمله کونکو برید کړې دی، په نتیجه کې يي لږ ترلږه ٢۴کسان وژل شوې دي.
چارواکې وائي حمله کونکو وړمبی د کمپنۍ محافظ اوژلو او بیا يي په ټرک کې ایښودی شوې چاؤدیدونکې مواد خلاص کړل.
د پکتیکا ولایت حکومتي ترجمان وئیلې په حمله کې وژل شوې کسان غیر فوجې کارکونکې وو.
صدر حامد کرزۍ د حملې غندنه کړې ده او طالبانو د برید ذمه واري په غاړه اخستې ده.
او په کونړ ولایت کې طالبانو داتوار په ورځ وئیلې د پولیسو په شمول يي ٥٠کسان اغوا کړې دي.  د کونړ د پولیسو مشر خلیل الله ځائي وئیلې اغوا شوې پولس افسران د څلورو موټرو یو کاروان کې شامل وو چې په چپه دره کې يي سفر کولو. هغه زیاته کړې دغه پولیس افسرانو وسله نه لرله.
طالبانو یو ترجمان د اغوا د پیښې تصدیق کړی دی. خو دا يي نه دې ویئلې چې د اغوا شوؤ کسانو سره په څه کوي
source: Deewa
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته