(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لره او بره پښتونخوا کی د پښتنو عام وژنه

[26.Mar.2011 - 17:57]

په افغانستان کې ميشتود نيټو ځواکونو وئيلي دي  په هلمند کې دنيټو په يو فضائي بريد کې په حادثاتي توگه گڼ شمير افغان اولسي وگړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.
دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې چې څو ورځې وړاندې افغان صدر حامد کرزي په ډاگه کړې وه دنيټو په بريدونو کې دبې گناه وگړو وژنې دهغوي دزغم پياله ډکه کړې ده.
دنيټو لخوا دخالي په ورځ جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي دجمعې په ورځ دهلمند په نوزاد اولسوالۍ کې يو شمير اولسي وگړي دنيټو دځواکونو  له لوري وروستو له هغې په نخښه شوي   چې نيټو ته  استخباراتي راپورونه ترلاسه شول چې په دوؤ گاډو کې دطالبانو يو مشر او دهغه ملگري ناست دينيټو زياتوي ددغه فضائي بريد په نتيجه کې ائتلا في ځواکونو دتباه شوؤ موټرو په ملبه کې داولسي وگړو مړي  موندلي دي
دنيټو لخوا په دغه بريد کې دوژل شوؤاو ژوبل شوؤ کسانو شميره نۀ ده ښودل شوې او وائي بين المللي ځواکونه ددغه فضائي بريد پلټنې کوي.
دغه پيښه دوه ورځې وروستو له هغې رامينځته شوه چې نيټو په حادثاتي توگه په ختيز خوست ولايت کې دوه افغانان وژلي وؤ.
دافغان چارواکو په وينا دروانې مياشتې په پيل کې کونړ کېدنيټو په فضائي بريد کې هاغه 9 ماشومان وژل شوي وؤ چې دسوځولو لپاره يې خشاک راټولول
 دملگرو ملتونو ملتونو لخوا اوس اوس دجاري شوي يو راپور ترمخه په کال 2010م کې 2,777 افغان اولسي وگړي وژل

شوي چې دهغوي څخه ددريوؤ برخو دوژنې پړه په تندلارو اچول شوې ، خو افغان چارواکي وائي دنيټو لخوا دوژل شوؤ اولسي وگړو شميره ډيره زياته ده.
هم دجمعې په ورځ په جنوبي افغانستان کې دبيلا بيلو پيښو په مهال څلور کسان وژل شوي وؤ چې پکې يو ماشوم، يو دنيټو عسکر  او په موټر سائيکل سپارۀ دوه افغان اولسي وگړي شامل دي.
دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت ترمخه نوموړى ماشوم په کندهار ولايت کې ديو لوړپوړي سرحدي پوليسو دمشر دکور څخه بهر په يوه بمي چاؤدنه کې وژل شوى دى

بلخوا نن د جرمني د دفاع وزير توماس دي ميزيري په دوه ورځني سفر افغانستان ته لاړ، د جمعې په ورځ د جرمني پارلمان د ناټو د غوښتنې پر اساس موافقه وکړه چې د اواکس اکتشافي ماموريت لپاره افغانستان ته هوايي ځواکونه ولېږي.

پاکستانې حکومت پريکړه کړې ده چې په 17م مارچ په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې په بريد کې د وژل شوؤ کسانو کورنيو ته به پيسې ورکوي.
د خالي په ورځ د شمالي وزيرستان اسټنټ پولټيکل ايجنټ محمد اصغر ويلي دي د ډرون په دغه خونړي بريد کې د وژل شوؤ کسانو هرې کورنۍ ته به 3,530  امريکايي ډالر ورکول کيږي.
دا لمړى ځل دى چې په پاکستان کې د ډرون بريدونو لۀ امله  زيانمن شوؤ کورنيو سره د حکومت لۀ لوري مالي مرسته کيږي.
په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې په ۱۷م مارچ دامريکا دجاسوسي الوتکو په يو بريد کې لږ ترلږه 39 کسان وژل شوي و
د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني چې د دغه بريد يې په سختو ټکو کې غندنه کړې وه ويلي وؤ په بريدکې وژل شوي قبائيلي وگړي په يوه جرگه کې راټول شوي وؤ خو يو امريکايي چارواکي ادعا کړې وه چې په نخښه کړل شوي کسان د تندروه ياغيانو ملگري وؤ

Source: Deewa.

- د پشتونخواخبریال
بېرته شاته