(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امريکادتورن جنګسالارملاتړکوي

[19.Mar.2011 - 14:26]

انډيپنډنټ: امريکا لا هم د تورن جنګسالار ملاتړ کوي

  Soiurce:BBC.com

د افغانستان په پکتيکا ولايت کې يو جنگ سالار له دې سره سره چې له دوو کالو راهيسې ېې په سيمه کې د ويرې اچونې، غلاو، د جنسي تيريو، د ملکي وگړو د وژلو ، د جوماتونو د سپکاوي او د مړو د مثله کولو تورونه پرې پورې دي ، او س هم د امريکا لخوا حمايه کيږي.
له برتانېې څخه خپرېدونکې انډيپنډنټ ورځپاڼې په خپله نننۍ گڼه کې پر قومندان عزيزالله د لگېدلو تورونو له يو لوى لست سره د سيمې ديني او قومي مشرانو، کليوالو، قرارداديانو او د لويديځ چارواکو له خولې ليکلي چې په خټه تاجک، ۳۱کلن عزيزالله له طالبانو سره د جگړې پر مهال د ويرې اچونې فضا خوره کړې چې د هغوی په وينا ملکي پښتانه ېې په نښه کړي دي.
ورځپاڼه وړاندې ليکي چې د دې خلکو ادعاوې له څو نورو خپلواکه راپورونو سره هم سر خوري چې په کې د ملگرو ملتونو دوه محرم راپورونه هم شامل دي
دا راپورونه ورځپاڼې ليدلي او د انډېپنډنټ په ليکنه ناټو ته هم ورکړ شوي ، خو د ناټو يوه وياند ويلي دي د هغوی له لوري له شويو پلټنو څخه هيڅ نه دي ثابت شوي.
پخپله قومندان غزيز الله هم د دې تورونو د ردولو پر وخت ويلي چې هېڅ کله يې هم کوم بې گناه کس نه دى وژلى.
د ملگرو ملتونو له خوا په لومړي ځل دا مساله د ۲۰۱۰کال په فبرورۍ کې هغه مهال راپورته شوه چې د همدې کال په جنورۍ کې پر يوه کور د بريد پر مهال د خلکو په وينا د عزيزالله په نوم يوه قوماندان د نژدې د لس زره ډالرو په ارزښت شيان غلا کړل.
ورځپاڼې چې د عزيزالله يو لوى عکس ېې خپور کړى دى په لاس ېې يوه پټۍ هم ده چې پرې ليکل شوي " د شهيد سردار په ياد" ، دا د عزيزالله د کاکا زوى وو چې د هغه په وينا په ۲۰۰۶کال کې له اتلسو نورو کسانو سره يو ځای په يوه ځانمرگي بريد کې وژل شوى وو.
انډيپنډنټ ورځپاڼه ادعا کوي چې په يوې پېښې کې يوه کورنۍ چې له طالبانو سره په اړيکو لرلو تورنه وه ، د دې پر ځاى چې د کورنۍ غړي ونيسي او پوښتنې ترې وکړي، دعزيزالله طريقه بدله وه.
د ورځپاڼې په ليکنه نوموړي د هغوي په کور ډزې وکړې، بيا يې له ډزو ژوندي پاتې په کوټو کې بند کړل او اور ېې ور واچاوه.
ورځپاڼه ليکي دا د هغه پيښو څخه يوه ده چې دوى يې په اړه له څو مياشتو راهيسې پلټنې کړي او په دې لړ کې د ملگرو ملتونو راپورونو هم د ورځپاڼې په ليکنه د دوې د پلټنو د پايلو تايد کړى او ورسره ېې خپلې گڼې پېښې يادې کړي دي.
ورځپڼه د يوه تن له خولې ليکي هيڅوک هم د هغه ( عزیزالله ) په اړه څه نه شي ويلى، ځکه که هغه خبر شي نو پيدا کوي ېې او وژني ېې. هغه بې گناه خلک نيسي او شکنجه کوي ېې چې گڼ مثالونه ېې شته دى
دې برتانوۍ ورځپاڼې د يوه بل تن له خولې ليکلي چې نوموړى له طالبانو هم بد دى، او ډير غير اخلاقي کارونه کوي
ورځپاڼې د ملگرو ملتونو د يوه راپور پربنسټ کښلي چې قومندان عزيزالله په يوې پېښې کې يو کليوال چې له طالبانو سره په اړيکو تورن وو له وژلو وروسته له څو نورو مړو سره يو ځاى په موټر پورې تړلی او په بازار کې يې کش کړى، او ادعا ېې کوله چې هغوي طالبان وو
دا مړي تر اتو ورځو وساتل شول او کله چې خراب شول بيا يې خپلو خپلوانو ته وسپارل شول
انډيپنډنټ دې ته په يوې ورته بلې ادعا کې د ملگرو ملتونو د راپور پر بنسټ ليکي، عزيزالله او کسان ېې د ۲۰۰۹کال په پيل کې په څرخکو کې يوې سيمې ته لاړل، دغلته يې کورنه تالاشي کړل او نهه کسان ېې ونيول، چې د راپور په وينا د ناسمو معلوماتو پر بنسټ ورغلي وو.
د نيول شويو کسانو لاسونه ېې وتړل او په ډزو ېې ووژل ، په وژل شويو کې درې هلکان وو چې عمرونه يې له لسو کلونو کم وو.
ورځپاڼه په پاى کې ليکي چې په ځينو سيمو کې چې دوى د پکتيکا د بريکوټ سيمه ياده کړې ده د عزيزالله د ظلمونو،او بې دريغه زور زياتي له امله خلک طالبانو ته اوړي، ځکه چې د نوموړي چلند هغوی قهرولي دي.

source: http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/03/110318_as-warlord-paktika.shtml - BBC
بېرته شاته