(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو نړيوال امن کنفرنس 29، 30 اپريل 2011

[14.Mar.2011 - 16:39] كه توفيق د اتفاق پښتانه مومي       زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان

ګرانه وروره! خورې  سلامونه
په سخته كې سړى، چې د هر طرف نه نااميده شي، نو د خپل ورور سره صلاح كوي او بيا، چې خبره د خپلې مور وي، نو دصلاح لپاره به د ورور نه زيات غوره نږدې او بهتر بل څوك وي. دا خبره هم زموږ د مور پښتو ده او كه خبره كوو، نو هم موږ پښتانه وروڼه به يې سره خپلو كې كوو، نن زموږ مور ډېره ناجوړه ده، ضعيفه ده، بې اسرې ده او د درد و غم ناقلاره ده، په د اسې حال كې زموږ فرض جوړېږي، چې ددې په ښه راشو هم ددې خبرې لپاره موږ د ټولو پښتنو وروڼو/ خويندو د راغونډولو او دصلاح مصلحت كولو لپاره عالمي پښتو كانګرس د يو پښتو نړيوالې جرګې تابيا كړې ده، راځئ، چې كېښنو او په خپلو كې سره صلاح شو، چې څه به كوو؟ څه كول پكار دي او څه موږه كولى شو، موږ به درته سترګې په لار يو او اميد لرو، چې د ژوند د هلو ځلو، منډو او كارونو روزګارونو نه به لږ شان زموږ وروڼه خپل دې ولسي فرض له خامخا وركوي.
كر د ګلو كړه چې سيمه دې ګلزار شي
ازغي مه كره په پښو كې به دې خار شي

ډېره مننه
په درناوي- عالمي پښتو كانګرس
[email protected]
00923005902876
03009323058
03009396578
03005928268
03459396465
- Faridon Khan
بېرته شاته