(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امین خټک په مړینه د غمرازئ پیغام

[07.Mar.2011 - 13:17]
په ډیره خواشینئ سره مو خبر ترلاسه کړ چی  د عوامی نیشنل ګوند د کراچئ د څانګی جنرل سیکرټری ښاغلی امین خټک د خپلی ورپیښی ناروغئ له امله  د ۲۰۱۱ع کال د مارچ  د میاشتی په ۶ مه نیټه داتوار(یکشنبی)په ورځ لدی فاني نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی
انا لله و انا اليه راجعون
 
ارواښاد امین خټک دپښتنو سوکالئ او ابادئ لپاره  نه ستړی کیدونکی هلې ځلې کړی دی  چی پښتون قام به دده خدمتونه تل یاد ساتی
 د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خدای بخښلی ارواښاد امین خټک مړینه  پښتون قام ته لويه ضايعه بولی ،ارواښاد ته د لوی خدای ج  له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوی ، د کورنۍ  ،خپلوانواو عوامی نیشنل کوندسره په دغه دروند غم کې ځان شريک ګڼي
روح دی ښاد وی
 
په درناوی
نصیر ستوری
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سیکرټری
 
Amin Khattak passes away
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته