(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکنړ ولایت دعام وژنې په اړوند دجرمن مېشتو افغانانوغبرګون

[05.Mar.2011 - 14:30]

دکنړ ولایت دعام  وژنې په اړوند دجرمن مېشتو افغانانوغبرګون

بســــــــــــــــــــــــمل

دتېرو دوو اونیو په لړکې  په مظلوموکنړیانوظالمانه بمورۍ  اوورسره جوخت  په  جلال آبادښارکې دکابل بانک پېښه  ددې سبب شوه چې دهېواد په دننه او بهر کې دافغانانو غوسه  نوره  هم  را وپاروي  .

موږ بهرمېشتې افغانان که جسمأهرڅومره له خپل ګران پلرني ټاټوبي څخه لرې یو خو روحأ هره شېبه له هېواداو هېوادوالو سره مله یو .

زموږ هېواد اوهېوادوال  په  موږ  بهر مېشتو افغانانو دا حق لري  چې  دهر راز ناخوالو په اړوند دتل په شان خپل غبرګون وښیوله همدې کبله  مویوځل بیا په  جرمني کې له  پردېسو افغانانو سره  دګډې  مشورې  له  مخې  پرون ورځ  دبایرن آیالت  د پارلمان  په ماڼۍ کې دخپلو بېګناهو افغانانو غږ اوچت کړ .

دبایرن  آیالت  دپارلمان  په  ماڼۍ کې  پرون  د ښځونړیوالې ورځې سلیزه یا پېړۍ لمانځله کېده د یادې لمانځنې

نوښت  دجرمني  په بایرن  آیالت کې  د شنه ګوند لخوا شوی  و په  دې غونډه کې نه  یوازې  د بایرن  آیالت  له ګوټ ګوټ  څخه په سلګونو ګډونوالو برخه لرله بلکې له اطریش  څخه  هم یو شمېر مېلمانه  راغلي وو.

دنورو بهرنیانو ترڅنګ  زموږ کولتوري  ټولنې هم درسمي بلنلیک ویاړ درلودپاته دې نه وي چې دتېرې فبروري میاشتې  په  څلورمه او پنځمه نېټه  په  مونشن  ښارکې د ناټوغړوهېوادونو د امنیتي کنفرانس  په  ضدیولوی او بریالي لاریون کې  دشنهګوندپه ګډون  دنوي ۹۰په شااوخواکې  دنوروسیاسي اوکولتوري  ټولنوغړود افغانانو دکړاو ختمېدوپه اړوندله ناټو څخه جدي غوښتنې وکړې  ددې ترڅنګ یې زموږ افغانانو ډېر زیات  درناوی وکړ زموږ شعارونواوبصري  تبلغاتي پاڼوته یې  دخپلوترانسپورټي  وسایطو لپاسه  دنصب  اجازه هم  راکړه که تاسو دهغه لاریون  په اړوند زموږ مصویر اواوږد  رپوټ  نه وي لوستی کولای  شئ  ددې  رپوټ  په وروستۍ برخه کې  دنښتر لینک کښېباسئ  اویا یې درواخلئ  :

راګرزم  پرونۍ غونډې  ته  چې له  پلان سره سم  دماښام  په اوو ۷ بجو پیل شوه  دا هم باید زیاته کړم  چې  دماښام  په  شپږنیمو بجو دومره  خلګ  راورسېدل  چې  یوه  چوکۍ هم  نه  وه  وزګاره   همدا وخت  موږ  غنیمت  وګاڼه  په ناستو او ولاړوکسانو مو دا لاندې مصورې  پاڼې  چې  په  جرمني او پښتو ژبو لیکل  شوې  وې  ووېشلې :

Amerikanische Soldaten lassen ihre gefährlichen Hunde bei der Hausdurchsuchung auf wehrlose Frauen und Kinder los. Auf der einen Seite rufen die Amerikaner nach mehr Rechte für Frauen aber auf der anderen Seite lassen sie die Frauen durch ihre gefährlichen Hunde beißen.

امریکایان له یوې خوادښځودحقونو نارې وهي خوله بلې خوادتالاشي په مهال امریکايي سرتیري ښځې اوماشومان په خطرناکوسپیوداړي

In den letzen zwei Wochen sind in der Provinz Kunarüber 22Frauen und über 55Kinder allein durch die Bombardierung der US-Amerikanischen Kampfflugzeuge gestorben

په تېرو دوواونیوکې ۲۲مېرمنې اوله ۵۵ څخه زیات ماشومان یوازې دکنړپه ولایت کې دامریکايي جنګي الوتکو په بموریو کې   وژل شوي دي

Amerikaner töten auf der einen Seite unschuldige  Paschtunen unter dem Vorwand der Taliban und auf der anderen Seite unterstützt die Regierung der USA weiterhin geheim und offen die Taliban 

امریکایان له یوې خوادطالب په پلمه دبېګناهوپښتنوعام وژنې ته دوام ورکوي او له بلې خوا په پټه اوښکاره طالبان تمویلوي

عزتمنو خویندو او وروڼو!

داچې دښځونړیوالې ورځې سلیزه لمانځله کېده دښځو په زغم او لیاقت  خبرې کېدې نودسپیوپه وسیله دافغان مېرمنواوماشومانوداړلو دپرونۍ غونډې په ګډونوالو خورا منفي اثر وغورځاوه .

دپورتنیو تصویرونو په  لیدلوسره  ډېرو ناستواو ولاړوکسانوخپل جدي غبرګون وښود چا به سرونه  ښورول  چا به یواوبل  ته  په عجیب  ډول کتل  داسې کسان مې هم ولیدل  چې له سترګو څخه یې دعاطفې اوښکې  را بهېدې  دوی  دا وعده هم وکړه  چې داپاڼې به  په لوړ تیراژ چاپوي  اوپخپلوسیموکې  به  یې ویشي  ترڅودانورناخبره هم پرې خبر شي .

دغونډې پوره جریان په لاندې ډول و:

لکه چې  مخکې مې ولیکل  غونډه دماښام په اوو ۷ بجو پیل شوه  دغونډې ویانده مېرمن شټام نومېده په لمړۍ برخه کې یې څوویناوالې مېرمنې  په خپل وار راوبللې  چې هرې  یوې  د ښځو په اړوند اړینې مقالې ګډونوالو ته واورولې .

له  مقالو څخه  وروسته  مېرمن  شټام یو ګردی مېز برابر کړی و چې څلورو مېرمنو یو له بل سره  د ښځودوړتیا او ستونځو په اړوند په  زړه  پورې  خبرې  وکړې  مېرمن  شــټام به  داسې  پوښتنې ګردي  مېز ته  وړاندې کولې  چې  ځوابونو ته به یې دګډونوالو تلوسه  ګړندۍ کوله .

دا ګردی مېز ډېر بریالی و له اطریش څخه  راغلې مېلمنه  مېرمن رایمر پکې  ښه وځلېده .

قدرمنولوستونکو!

له ګردي مېز څخه وروسته  غونډه دوهم  پړاو ته  ځي له لمړني  تالار څخه ګډونوال  بهرلوی  دهلیز ته راوزي  هلته له ګردو ګردو مېزونو څخه  راتاواو په ولاړي  ګروپي  روغبړ پیل کیږي .

ترکومه  چې ما لیدل او له  ډېرو کسانوسره مې خبرې وکړې هغوی دافغانستان  په اړوند ډېره خواشیني ښوده .

کله  چې ما دبېلګې په  ډول دجګړې ځپلو سیمو لکه کندهار، هلمند، پکتیکا، لویې  پکتیا، خوست ، ارزګان، زابل ، وردګو اونورو سیمو تصویرونه وروښودل دوی  هک پک پاتې شول  وېل  دا دیموکراسي ددې لپاره وه ؟

کله مې چې دننګرهار په هسکه مېنه کې دیو واده بموري  وروښوده سخت  پرې خوابدي  شول  ماوېل دالس کاله کیږي  چې زموږ عام  وژنه  دوام لري  .

په  افغانستان کې یو بام  او دوه  هواوې  دي  په  هرات  او مزارشریف کې  یو څو کسان  دسوداګرو په  نوم   په کال کې  زرګونوکسانو ته  ډلیز ودونه  راپورته کوي  چې هر واده  په کال کې  یواولادزېږوي  خوپه  نوروسیموکې  بیا سوله ساتي ؟؟ زموږ  د بېګناهوخویندو او وروڼو ګلالي ماشومان  په  ظالمانه  بموریوکې  وژني  چې  وروستۍ بېلګه یې دمظلومو کنړي ماشومانو عام  وژنه  په  دې لاندې تصویر کې لیدلای شئ

قاتل  پترویس  داهم  وایي چې داماشومان  خویې خپلومیندو او پلرونوزموږ د بدنامي لپاره سوځولي دي تر څو زموږ نړیوال پرستژ کمزوری کړي .

د تروریزم  په  پلمه  راغلي ترورستان  او اشغالګر به  هلته  پرېږدو را به  شو دې ته  چې پرونۍ غونډه  په خورا برم او عزت سره پیل اوختمه شوه زموږ افغانانو له ګډون  څخه ګډونوالوپوره  رضایت  څرګندکړ مېرمن شټام  زموږ ډېرزیات  درناوی  وکړ په اخیر کې  یې له ما اواغلې نسیمې ابراهیمي خورسره  دالاندې  تصویر هم واخیس

زموږجدي هیله :

موږ بایرن مېشتې افغانان  په اروپااو ټوله نړۍ کې له  خپلو پردېسوافغان  خویندواووروڼوڅخه جدي هیله کوو په هر ملک کې  چې مېشت وي  هلته  دې  د هغه  هېواد په  سیاسي اوټولنیزو مجلسونو کې برخه  واخلي، د خپل ولس اوهېواددردونه دې نړیوالو ته ورسوي ګوندې  په نهایت کې دازمینه برابره شي چې حق حقدارته ورسیږي .

موږ باید دعدم تشدد لار خپله او دخپل حق غوښتنه دبیان له لارې وکړودباچا خان  په لاربرابرقدم کښېږدو، لکه څنګه مو چې ثابته کړې ده همداسې باید بیاهم نړیوالو ته وښیو چې له موږ سره ظلم کیږي، زموږ قام  وژنه  روانه ده له افغانستان  څخه یې جنګي لابراتوار جوړ کړی هم موږ پکې سوځوي او هم  زموږ تاریخ  او ویاړونه .

مننــــــــــــــــــه :

د جرمني له  ګوټ ګوټ  څخه  په تېره بیا په کلن  ښارکې دکنړ ځوانانو دکولتوري  ټولنې له  غړو څخه  دزړه له  تله مننه کوو چې زموږ دپروني نوښت  ملاتړ یې کړي  زه باور لرم چې  دالړۍ به  دوام  ومومي  اوبایدومومي ترڅو دا ناخوالې له مینځه وېسواویاخوپه دې ډول ملي پاڅون  را پورته کړو چې مسؤلیت به یې بیا په ځینو نړیوالووي  .

په کونړ کې د امریکایانو وروستی جنایت په لاندې لینک کې لیدلای شئ :

http://www.youtube.com/v/gLX890Xh1ZY

دناټوغړو هېوادونو ضد لاریون په لاندې لینک کې لوستلای او لیدلای شئ :

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/14839

په افغانستان کې دامریکا د دایمي اډو په اړوندزما نظر  او داشغالګرو لخوا عاموژنې مې  دآزادي  رادیو په خپرونو کې هم غندلې دي  هیله من یم چې افغان ویبپاڼې چلوونکي زما خبرې تاسو ته خپرې کړي .

سرلوړی او آزاد دې وي افغان ولس

- بسمل
بېرته شاته