(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه د يو منظم پلان پر اساس تشدد ته ټيل وهل کيږي

[23.Feb.2011 - 14:14]

تاند(چهارشنبه/فبروري۲۳) د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر عبدالکریم خرم وايي پښتانه له یوه منظم پلان سره سم د دې لپاره قصداً افراطیت او تشدد ته ټېل وهل کېږي چې بهرنیان د سيمې لپاره خاصه اجنډا لري او په دې توګه غواړي په افغانستان کې د جګړې اور همداسې بل پاتې وي .

د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزير عبدالکريم خُرم تاند ته وويل چې هغه بهرنيان چې زموږ د سيمې لپاره خاصه اجنډا او اوږدمهاله پلانونه لري غواړي چې خپلو هدفونو ته تر رسيدو په افغانستان کې د جګړې اور لګيدلى وساتي.
دوى د دغه اور لرګي پښتانه ګرځولي او د ډيورنډ دواړه خواوو ته پښتانه په دغه اور کې سوځوي .
ښاغلي خرم زیاته کړه، د دې لپاره چې دغه جګړه جاري وساتل شي دغه بهرنيان قصداً پښتانه تشدد ، خشونت او افراطيت ته ټيل وهي .
خُرم د پښتنو مشرانو او متنفذو سپين ږيرو په سيستماتيکه توګه وژل او په دې توګه د پښتني ټولنې سنتي جوړښت خرابول ، د پښتنو د مکتبونو ړنګول او سوځول او لوړو زده کړو ته يې د ځوانانو مخه نيول او بالاخره په سياسي ژوندانه کې د هغوى خواته کول او محرومول چې ښه بيلګه يې تير پارلماني انتخابات دى او بالاخره له وحشته ډکې بمبارۍ ټول د دغه هڅو برخه بولي ، څو پښتانه د بې علمۍ او محروميت خواته ور ټيل وهل شي او د افراطيت او تشدد لاره خپله کړي.
خُرم د پښتنو په مشرانو او روښانفکرانو غږ کړى چې په دغې دسيسې پوه شي او ورسره لازمه مقابله وکړي او نور ټول وروڼه قومونه هم بايد پوه شي چې که څه هم چې د جګړې د اور لرګي اوس پښتانه ګرځول شوي خو دغه اور بالاخره زموږ ټولو ګډ کور ورانوي .
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand1&article=25032
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته