(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حُسني مبارک استعفا ورکړه

[12.Feb.2011 - 12:06]

ډیوه، ۱۲/۲/۲۰۱۱: مصري صدر حسني مبارک داولس د پرله پسې اوږدې احتجاجي لړۍ دوامداره ساتلو وروستو اخر هم استعفي ورکړه.
د حسني مبارک لخوا خوښ کړل شوي مرستیال صدر عمرسلیمان په یو ډېر لنډ بیان کې د ښاغلی مبارک د استعفا او واک د پوځ سترې شورا ته د ورسپارلو اعلان وکړو.
په سرکاري ټي وي دغه اعلان په يو داسې وخت کې وشو چې دحکومت په ضد په لکونو مظاهرينو په قاهره او دهيواد په نورو گڼو ښارونو کې په سړکونو داحتجاج کولو په ترڅ کې دښاغلي مبارک څخه داستعفي غوښتنه کوله. يوه ورځ وړاندې مبارک قام ته پخپله وينا کې  دخپلې سم لاسی استعفي څخه انکار کړى ؤ.
دمصري صدر حسني مبارک د استعفي د هيواد په بيلا بيلو سيمو کې په سړکونو موجود په احتجاج بوخت مصري اولس  دلاسونو په پړقولو سره هرکلى وکړو.
د مصري صدر حسني مبارک لخوا دزيارت په ورځ په واضحه ټکو کې دمستعفي کيدو څخه دانکار وروسته دهغه مخالفينو دقاهرې په التحرير سکوائر کې  دجمعې په ورځ دسترې اجتماع ترڅنگ د  گڼو اهمو سرکاري ودانيو مخې ته مظاهرې کولې.
د مرستیال صدر عمرسلیمان لخوا لنډ بیان د څېړونکو په وینا د مصر د یو وشتمې پېړۍ فرعون او د یرشو کالو نه زیات د مصر په څوکۍ ناست خپلواکه واکمن حسنی مبارک حکومت ړنگ کړو.
په لسگونو زرو مصریانو د ښاغلي مبارک په تېرو استعفې او په هېواد کې د ازادو انتخاباتو غوښتنه کوله.
ښاغلي  مبارک په تېرو اتلس ورځو کې قام ته په دریو ویناو کې هرځل د استعفی ورکولو نه انکار کړی وؤ.
خو د زیارت په ورځ د اخېرۍ وینا وروسته مصریان نور هم په قار شوي وو. د عربي نړۍ څېړونکي وایی مصریانو نه یواځې ښاغلې مبارک بلکې د هغه د خوښ جوړ شوی سېسټم او مرستیال صدر عمر سلېمان هم نه خوښوي. د مصر اصلاح پاله مشر محمد البرادعي د استعفی د اعلان سم لاسي وروسته ویلي وو چې پوځ دې د هېواد او شته منو خوندي ساتلو ذمه په لاس کې واخلي. د تیونس او مصر وروسته به بل کوم عربی هېواد او د اولسي انقلاب ښکار جوړیږي؟ دغه پوښتنه اوس په منځني ختیځ کې د هغو ټولو هېوادونو په اړه کېږي چې شاهي کورنۍ یې په اولس او شتمنو باچایي کوی.
د تیونس او مصر د پېښو وروسته، د امرکیې د څېړنو ادارې وایی د مېنځني ختېځ تعلېم یافته یا باسواده او ځوان اولس د غېرجمهوري او شخصي واکمنونه نه تنگ شوي. او د نورې نړۍ په شان خپلو هېوادونو کې سیاسي او فکري ازادی غواړي

دغه راز د ټولې نړۍ هيوادونه دصدر حسني مبارک لخوا ورکړل شوې استعفي ته هرکلى و ائي او دغه گام يې دمصري اولس لپاره يوه فتح گرځولې ده.
تر ټولو دستر غبرگون احتمال دواشنگټن څخه کيږي چرته چې  ټاکل شوې ده   صدر براک اوباما به دجمعې په ورځ يوه وينا کوي.
سپينه ماڼۍ وائي صدر اوباما دصدر حسني مبارک داستعفي څخه وروستو په ټي وي بيلا بيل منظرونه گوري. دامريکې مرستيال صدر جوبائيډن  دمبارک استعفي په مصر او مينځني ختيز کې يوه مهمه شيبه گرځولې ده. اروپائي اتحاديې دصدر حسني مبارک داستعفي ورکولو څخه وروستو پخپل عکس العمل کې وئيلي هغه دمصري اولس غږ ته غوږ کيښودو اوداصلاح لپاره يې لاره پرانستې. د اروپائي اتحاديې دبهرنيو چارو مشر کيتهرائن ايسټون وائي  داقتدار پريښودو سره مبارک داصلاحاتو لپاره لاره پرانستې ده. ايران وائي مصريانو ستره گټه ترلاسه کړې ده. فلسطينيانو دمبارک په استعفي جشن نمانځلى، حماس دمبارک استعفي دمصري انقلاب شروعات گرځولي دي. اسرائيل هم دمصري صدر حسني مبارک داستعفي ورکولو گام ته هرکلى وئيلى دى، يو اسرائيلي لوړپوړي حکومتي چارواکي وئيلي  دمبارک داستعفي موقعه دمصر په تاريخ کې يوه همه شيبه ده.
جرمن چانسلره انجيلا مرکل  يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې وويل دحسني مبارک لخوا پوځ ته اقتدار سپارل دمصر په تاريخ کې يو تاريخي بدلون گرځولى دى. هغې وويل نن دغټې خوشحالۍ ورځ ده، مونږ ټول به په مصر کې دتاريخي بدلون گواهان يو- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته