(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ستوری مجلې اتمه ګڼه چاپ او پر لیکه شوه

[05.Feb.2011 - 21:15] STORI MAGAZINE
 
 
 

له برې پښتونخوا  خپریدونکې  «ستوري» مجله چې دخاص کونړد ادبي او کولتوري ټولنې  خپرونه ده،  تازه چاپ  او د انټرنټ پرمخ پر لیکه شوه.
د « ستوري»په  مجله کی  د پښتنو د ټاټوبی، پوهانو، ادیبانو، شاعرانواولیکوالانو په زړه پورې لیکنی، مرکی او شعرونه ځای شوی دي.

د « ستوری » مجلی مسئول مدیر: عرفان الله کوټوال

مرستیال: هدايت الله حيات
 سلاکاره ډله :  څیړنيار وجیه الله شپون ، څیړندوی عبدالقیوم زاهد مشواڼی او شفیع الله تاند
کتنپلاوی : بصير بيدار ، محمد داود صدیقي ، عصمت الله ملنګ  اوګلرنګ کوچوان
همکار غړي:  رحيم الله خان، داود شاه داود، صادق فقير او رضوان الله شپون


د«ستوري» استازي : کابل، استاد عبدالظاهر شکیب ، ننګرهار،شفیع الله تاند، کونړ، نعمت الله کرياب،اسمار، طارق سالارزی،لغمان، امین الدین ، باجوړ، سید اغا میاخیل، پیښور، زبیح الله شفق،جرمني،نسیم ستوری

په  مجله کی  د سرلیکنی پر ځای لولو:

موږ د پښتنو په شکور کې"ډوډۍ"اودفارسيوان په شکور کې"نان"غواړو


دا چې د يوې نشريې روحيه او پاليسي د هغې د پنځوونکي چاپېريال ترجماني کوي، د ستوري نشريه د داسې ټولنې او چاپېريال د اغېز لاندې غځوونې کوي، چې هلته لا هدف او مرام له وړاندې څخه برېښي.
له يوه مذهبي، اجتماعي او سياسي جوړښتونو څخه د ډک چاپېريال د نن غوښتنه همدا ده، چې خپل کتونکي به ټول له هغوواقعيتونو څخه خبروي، چې ولس ترې ځان خبرول غواړي. ډېره په سپين سترګۍ زموږ د ټولنې په يادو شويو څانګو لکه مذهبي، ټولنيزې او سياسي خوځښتونو کې لاسوهنه کوي، ښه په زغرده غربي ګاونډى ايران د خپل فرهنګ توغ زموږ د کاروان توغ ګرځولى، زموږه په تعليمي نصاب کې يې د مذهبي تيري څرګندې بېلګې له خلکو او ولس څخه پټې نه دي، چې جعفري فقهې په بنياد زموږ چارې سمول غواړي.
همدا شان که څه هم زموږ د هېواد مليسرود په پښتو دى، خو زموږ لرې پرتو سيمو ته چې هلته د هېواد نورې ژبې مسلطې دي،رسمي کتيبې ټولې له مرکز څخه په دري ژبه استول کېږي. زموږ پاليسي بايد بل ډول تعبيرنه شي، چې ګوندې موږه پرته له پښتو نور هېڅ نه غواړو، بلکې موږ د فارسيوان په شکورکې "نان" او د پښتنو په شکور کې "ډوډۍ" غواړو. بايد هر دسترخوان ته خپل طعام ولېږل شي، که په ملي شعار کې په ذکر شويو ټولو ژبو ممکن نه وي، نو لږ تر لږه په دوه رسمي ژبو پښتو او دري دې د پښتنو سيمو ته په پښتو او دري ژبو ته دې په دري باندې رسمي مراسلې او کتبې واستول شي.د «
ستوري»اداره ددغه انډول د ساتلو د مراعات هيله لري.


د مجلی پدې ګڼه کې دغه ليکنې راغلې:

 د امام ابوحنيفه رح«نعمان»پېژندنه
 پښتون کلتور کې د امن امکـان او تصـــور
په نهاره د اوبو څښلو ګټې
څـو شېبې لـه _همت _ سره
د خپل ځان پېژندل
د څارګرو ادارو (پټو ايجنسو) سـړه جــګړه
په کونړ کې دوه نـوې غــوټۍ وغــوړېــدې
د _تاله خوب درځي _د مخکتنې غونډه
د کبير ستوري صاحب په مړينه
د ستورو کاروان
 اى پر ما ګرانې
کبرجنه شهزادګۍ او سوالګر سندرغاړى
د افغانستان د ملي موزيم لنډه پېژندنه
پاچا او عالم سړى
د تخلص ټاکل
د افغانستان د پښتنو کمزوري کول خطرناک دي
 په کابل کې د کونړ مېشتو ولسونو د يووالي...
ارواښاد کبير ستوري ته
له سندرغاړي _ بېدار باچا _سره مرکه
د کوچنيانو لپاره د سپورت ګټې
د مېړه او مېرمنې ترمنځ مشکلات او د حل لارې يې
د نوښار ملنګ
د چاغوالي او د بدن د سلامتيا لپاره د پام وړ ټکي
 څنګه کولاى شئ خپله مېرمن خوشحاله وساتئ؟
دا دې څنګه زمانه کې راپيدا کړم؟
د کـونړ د غـرونو بـازه
دا څو خبرې له ياده مه باسئ
درې ګوني
دعــــا
د صاحب شاه صابر کليات چاپ شو.


د ستوري مجلې اداره د خپلو ټولو درنو لوستونکو څخه هيله کوي، چې د مجلې په هکله خپل وړانديزونه او ليکنې د ادارې په پته راواستوي. ترڅو مونږ د لوستونکو په وړانديزونو د مجلې ليکنې کره او بشپړې کړو.          

 
دستوري مجلی  د ترلاسه كولو په موخه په لاندی  پتهاړيكې نيولى شئ

عرفان الله کوټوال
د تنر کلی ـ طلائی بانډه ، د خاص کونړ ولسوالي
د کونړ ولایت / افغانستان
ټیلیفون :772931465-0093
E-mail: [email protected]

د مجلی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړئ

http://kabirstori.com/StoriMojala_AtamaGana

په درناوی

هدایت الله حیات

- حیات
بېرته شاته